کرکت ملي لوبډله هېواد ته بریالۍ راستنه شوه

(Last Updated On: مارچ 27, 2018)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو اتلولي پخپل نوم کړه او نن غرمه په داسې حال کې هېواد ته بریالي راستنه شول، چې د غواروي سیالیو جام اصغر ستانکزي په لاس کې نیولی و، د کابل له هوايي ډګر راووتل او د کرکت بورد او مینوالو لخوا له تود هرکلی سره مخ شول.

افغانستان کرکټ ملې لوبډله که څه هم د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوې سیاليو په پيل کې ښه ونه ځلېدله؛ خو په سوپر سيکس پړوا کي يې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړه او د غوراوې سياليو جام یې هم وګاټه.

افغان لوبغاړیو په دغو سیالیو کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه هم پخپل نوم کړل.

محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ویکتې ترلاسه کړې او ۲۰۰۰ منډې یې جوړې کړې.

مجیب ځدراڼ، تر ټولو ځوان لوبغاړی شو او تر دې دمه یې ۳ ځلې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړيدي.

راشد خان د ۱۰۰ چټکو ویکتو اخیستلو نړیوال ریکارد پخپل نوم کړ.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي، له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ځوانو لوبغاړیو په دې سیالیو کې ښې وړتیاوې وښودې او مونږ ټولو له دې سیالیو څخه خورا ښې تجربې ترلاسه کړې.

د یادونې وړه ده،  چې په اپریل میاشت کې به ځینې افغان لوبغاړي د هند له تجارتي لیګ لوبې وکړي، چې له هغې وروسته به د جون پر ۱۴ خپله لومړۍ تاریخي تيست لوبه د هند ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …