عاجل خبرونه

محمد محقق له عبدالله عبدالله سره یوځای شو

(Last Updated On: August 22, 2019)

د ولسمشریزې ټاکنیزې ډلې ثبات او همپالنې د مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان د وحدت ګوند د مشر محمد محقق په یوه ګډه اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د اسد ۳۱)  محمد محقق د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو.

محمد محقق، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې یو مرستیال و؛ اوس یې د ښاغلي عبدالله له ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د استاد محمد محقق دغه ګام ستایلی او دا کار یې د دې ټاکنیزې ډلې په ټاکنیزو هڅو کې یو ستر بری نومولی دی.

له تېرې څه مودې راپدیخوا داسې ګنګوسي وه، چې ګواکې په دې ټاکنیزه ډله کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي او په خپله اتمر هم څه وخت مخکې خپلې ټاکنیزې هڅې د سولې په هڅو کې د پرمختګ له کبله وځنډولې.

د یادونې ده، چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې بل مرستیال محمد یونس قانوني تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم استعفا ورکړه

(Last Updated On: November 21, 2019)د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لومړي مرستیال ادیب …