عاجل خبرونه

کرکت بورد د درې کسانو دندې وځنډولې

(Last Updated On: July 6, 2019)

د افغانستان کرکت بورد د سرپرست اجرائیه رییس اسدالله خان، د غوراوي کمیتې د پخواني مشر دولت احمدزي او د لوبډلې د مدیر نوید کاکړ دندې تر ټاکلې مودې وځنډولې.

د راپورونو له مخې؛ د افغانستان کرکتټ بورد مشر عزیز الله فضلي د یوې غونډې پرمهال، چې په کې د عاطف مشعل او ضیاء الحق امرخېل په ګډون د کرکت بورد نورو غړیو هم ګډون کړی و؛ څرګنده شوې، چې د دغو کسانو لپاره به یوه کمیته جوړیږي، چې د دوی د تېرو کړنو بشپړه څیړنه وکړي. که چیرې بې ګناه ثابت شول خپلې دندې به روانې ساتي او که پر دوی تورونه ثابت شول له دندې به ګوښه او له سختې سزا سره به مخ شي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې په نړیوال جام کې پر اوږدې مودې تمریناتو سربېره د پام وړ هڅې تر سره نکړې، چې له کبله یې د نړیوال جام په ټولو سیالیو کې له ماتې سره مخ شول.

په دې لړ کې پر اجراییه رییس اسد الله خان او د غوراوې کمیتې پر مشر دولت احمدزي تور و، چې څرنګه یې د یو لړ تمریناتو او له سترو لګښتونو وروسته هم سمه لوبډله نړیوال جام ته چمتو نکړه.

په لوبډله کې د لوبډلمشر له بدلون وروسته د اختلاف او بې تفاوتي رامنځته کیدو؛ د همغږي نه لرل او د لوبغاړیو اخلاقي کړنې د دې لامل شوې، چې د لوبډلې له مدیر یا منیجر منیر کاکړ څخه به هم په دې اړه څیړنه کیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

امریکا کولی شي په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له مخې لیرې کړي- ترمپ

(Last Updated On: July 23, 2019)د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه …