هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري- کرنې وزارت

(Last Updated On: June 16, 2018 4:31 pm)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري او له وخت مخکې مارکیت ته وړاندې شي.

مسوولین وایي، له دې سره به افغان بزګران ډېره ګټه وکړي او محصولات به یې د واردیدونکیو محصولاتو ځای ونیسي. 

د کرني او مالدارۍ وزارت وايي؛ د ځمکني توت کرنه مو هېواد ته رالیږدولې، چې د ننګرهار او کابل په شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي او ښه پایله يي هم ورکړې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي؛ توت زمیني په کورنیو مارکیتونو کې ښه بازار لري؛ نو له همدي کبله بزګر هم ډېر لیوال دي، چې د دغه نبات کښت ته پراختیا ورکړي او ورسره خپل عواید هم ښه کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي په ډاګه کړې، چې مونږ هڅه کوو د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ځمکنیو توتانو کښت ته پراختیا ورکړو، چې له دې لارې نه یوازې کورنیو مارکیتونوته خپل محصولات وړاندې کړو، بلکې بزګر مو هم له اقتصادي ستونزو خلاص شي.

د نوموړي په وینا؛ د ځمکنیو توتانو بله ښیګڼه دا ده، چي پروسس او ټولول يي د میرمنو له خوا تر سره کیږي، چي په کې سلګونه اړو میرمنو ته د کار زمینه هم برابریږي.

د ځمکنیو توتانو د یوه فارم مسووله نسیمه وایي، چې له مونږ سره د لته د محصولاتو په راټولولو او تړلو کې نږدې ۴۰۰ سوه میرمنې کار کوي، چي ډېرې یې کونډې دي او اقتصادي ستونزې یې پرې حل کیږي.

د کرني او مالدارۍ  وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ په ملي پروژه کې ډېر نوي بوټي او نباتات شته، چي په ورپېژندلو به يې د هېواد بزګر له اقتصادي ستونزو خلاص او ان افغانستان به مو د اړوند توکو پر کرنیز او صادراتي هېواد بدل شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …