ناتو ځواکونو په سرپل کې د طالبانو یو ستر مرکز بمبارد کړی

(Last Updated On: October 8, 2017)

 

د ناتو هېوادونو هوایي ځواک د سرپل په مرکز کې د طالبانو یو ستر مرکز بمبارد کړی دی.

د سرپل امنیه قوماندان پېښه تائیدوي او وایي، د ناتو هوایي ځواک یوه ګړۍ مخکې د سرپل ښار په  دره علف سفید سیمه کې د طالبانو دغه مرکز دوه ځله بمبارد کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو دلته پوځي تمرینونه تر سره کول، چې له هوایي برید سره مخ شول.

د هغه په وینا په دې برید کې اووه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

طالبانو د برید تر سره کیدل منلي؛ خو له تلفاتو یې  څه نه دي ويلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …