عاجل خبرونه

ناتو په افغانستان کې خپل پوځي شتون ډېروي

(Last Updated On: June 29, 2017 4:56 pm)

د ناتو عمومي منشي ومنله، چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون ډېروي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د دې ټولنې د دفاع وزیرانو د بروکسل د ناستې په پیل کې وویل: د دې ټولنې ۱۵غړیو هېوادونو له پخوا څخه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات کې د نورو سرتېرو له مرستې ډاډ ورکړی او دا ټولنه د نورو غړیو هېوادونو د ورته  ژمنو په تمه ده.

ناتو د سرتېرو د ډېرولو پرېکړه د پوځي مسوولینو د څو زره سرتېرو له پرلپسې غوښتنو وروسته کړې ده.  

د ناتو دا ماموریت به جنګي نه وي او ډېریدونکي سرتېري به د ځانګړیو ځواکونو د روزنې، د هوایي ځواک د پراختیا او د افغان ځواکونو د مشرتابه د ښوالي، ملاتړ او همکارۍ لپاره ګړندۍ هڅې کوي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ د امریکا متحده ایالات دې ډامن اوسي، چې مونږ کولی شو غوڅ ملاتړ ماموریت ته بشپړ سرتېري ولرو، چې له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ روان وساتي او په ټپه ولاړ حالت مات او مونږ د جګړې په ډګر کې بریالی پرمختګ ولرو او سیاسي حللارې ته زمینه برابره کړي؛ ځکه، چې د جګړې په ډګر کې د خبرو له لارې یوې سیاسیي حللارې ته رسیدل شونې ښکاري.

د نوموړي په وینا؛ د ناتو غړي هېوادونه په اوږدمهاله توګه خپلو غوښتنو ته هیله من او ډاډه دي، چې د سیاسي خبرو له لارې به په افغانستان کې ملي ثبات ټینګ او امنیت به خوندي شي.   

 د ناتو د دفاع وزیرانودغه ناسته به نن په غوڅ ملاتړ ماموریت کې د دې ټولنې د غړیو هېوادونو په برخه اخیستنه پای ته ورسیږي، چې د ناستې بحث په افغانستان کې د ناتو پر راتلونکي شتون راڅرخي.

په دې ناستې کې د ناتو د ۱۵ غړیو هېوادونو پر دفاع وزيرانو سربېره د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال طارق شاه بهرامي هم گډون لري.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …