عاجل خبرونه

کابل پوهنتون ته نږدې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۳۳ نور ژوبل کړي

(Last Updated On: July 19, 2019)

پولیسو ویلي؛ د جمعې پر ورځ سهار مهال یو ځانمرګی له دې سیمې تېریده؛ خو د دوی څارنې اړ کړ، چې د کابل پوهنتون په څو قدمۍ کې د قضا خدمتي دورې او طبي شورا د آزموینې محصلانو ته نږدې چاودنه وکړي.

آریانا خبریال سمیع جهش، چې د پېښې ځای ته ورغلی وایي؛ چاودنه هغه مهال وشوه، چې یوه ډله محصلان د قضا خدمتي دورې او طبي شورا آزموینې تر سره کولو لپاره کابل پوهنتون ته ننوتل.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي؛ چاودنه د ځانمرګي برید له کبله وه، چې ونه لیدل شو او په خپل موتر کې و.

د دې پېښې قرباني د پولیسو یو ترافیک هم و، چې دنده یې تر سره کوله. وروسته یې ملکیان په نښه کړل؛ د پیرکیو پخولو کراچۍ د محصلانو د راټولیدو ځای و، چې ځانمرګي پرې برید وکړه او ۳۳ کسان په کې ټپیان شول او اته نور ووژل شول.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ په سیمه کې د یوې بلې چاودنې مخه نیول شوې ده.

طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ په کندهار ښار کې د موتربم او ډله ییز برید له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او له سل ډېر کسان ټپیان دي؛ خو پړه یې طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

په دوحه کې د طالب استازیو او افغان سیاسیونو ترمنځ پر یوه ګډ پرېکړه لیک هوکړه شوې، چې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو ته به چمتوالی نیسي؛ خو تر اوسه دا پرېکړې دا خبره عملي شوې نده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اوس هم طالبان له نورو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري- ادریس زمان

(Last Updated On: December 7, 2019)د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) په سلواکیا کې د …