عاجل خبرونه

فراه ولایت ته درې سوه کمانډو سرتېري رسیدلي

(Last Updated On: November 27, 2018)

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي؛ ټاکل شوې، چې د درې سوه کوماندو سرتېرو تر څنګ د ملي اردو ۴۰۰ نور تازه دمه سرتېري هم، چې پر پرمختللیو وسلو سمبال دي، فراه ولایت ته راورسیږي.

فراه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته دې ولایت ته درې سوه کمانډو ځواکونه ورسیدل او د ملي اردو نور څلور سوه تازه دمي سرتېري به هم دې ولایت ته ور ورسیږي.

د فراه والي محمد شعیب ثابت هیله مند دی، چې د مرستندویه ځواکونو په رارسیدو به د فراه په امنیتي حالت کې مثبت بدلون راشي.

هغه ټینګار کوي، چې د فراه ښار لپاره به امنیتي کمربند له سره جوړ او د دولت وسلوالو مخالفینو د ځپلو په موخه به خاص چاڼیز پوځي عملیات هم پیل شي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي د دې ولایت په نظامې شورا کې د ګډون غوښتنه کوي، او دا خپل قانوني حق بولي، چې نظامې چارواکو ته د امنیت ټیڼګښت په موخه خپلي سپارښتني وړاندې کړي.

د فراه ولایتي شورا غړی داد الله قانع د دې ولایت په مرکز کې د دوشنبې شپي پېښې ته ګوته نیسې او وایي، د فراه په مرکز کې د طالبانو له کمین څخه د دولت بې خبري د استخباراتي ادارو ناغیړي ښیي.

د دغو ستونزو پربنسټ مرکزي حکومت د فراه ملي امنیت رییس محمد جسیم خان له دندې ګوښه او پر ځای یې رازمحمد لونې د فراه د نوي ملي امنیت رییس په توګه ټاکلی دی.

خبریال: خوشحال ځلاند

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه

(Last Updated On: June 25, 2019)په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي …