عاجل خبرونه

کابل پولیسو یو کس له ۴۰۰ ټاپه شویو تذکرو سره نیولی

(Last Updated On: August 27, 2018 5:54 pm)

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ پولیسو د څرخي پله په اړوند سیمه کې یو کس له څلور سوه سپینو تاپه شویو تذکرو سره نیولی، چې غوښتل یې کابل ته یې را ولیږدوي.

د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره اوس هم پټ لاسونه کار کوي، چې پر خلکو جعلي تذکرې ووېشي او درغلیو ته لار پرانیزي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې کابل ته د ۴۰۰  سپینو تاپه شویو تذکرو د لیږد په تور یو کس نیول شوی او په دې اړه ترې پلټنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پولیسو تل د ټاکنو په اړه د درغلیو مخه نیولې او په دې اړه به نور چټک ګامونه هم پورته شي.      

د افغانستان د وګړیو احوال ثبتولو اداره هم د جعلي تذکرو پر وېش اندېښنه ښيي.

د افغانستان د وګړیو احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي؛ دغه ستونزه له استخباراتي او کشفي ارګانونو سره شریکه شوې، چې مخنیوی یې وشي.

ښاغلی روح الله احمدزی زیاتوي، دا سمه ده، چې ټاکنې د تذکرو له مخې تر سره کیږي او جعلي تذکرې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې سپنې تذکرې له دې ادارې ندي وتلي؛ خو پر نویو ترلاسه شویو جعلي تذکرو څېړنې روانې دي او دا به مونږ ته وښیي، چې دا تذکرې چېرته او له کوم ادرسه چاپ شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د جعلي تذکرو وېش اندېښمن کړی او له اړوند ارګانونو غواړي، چې د چاپ او وېش مخه یې ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، چې د جعلي تذکرو وېش اندېښنې رامنځته کړي؛ خو مونږ له مسوولو بنسټونو غوښتي، چې د جعلي تذکرو د کارولو مخ ونیسي او کارباریان یې د قانون منګلو ته وسپاري.

 را روانې پارلماني ټاکنې د کمیسیون او حکومت لپاره یوه ازموینه ده؛ ځکه سر له اوسه خلک بې باوره دي، چې ښايي ټاکنې له درغلیو ډکې وي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

د ټاکنو پر ورځ به د رای ورکولو اووه زره مرکزونه تړلي وي- تدامیچي یاماموتو

(Last Updated On: September 18, 2018 5:29 pm) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي …