ناتو په فراه کې د نشه یی توکو پر یوه زیرمه هوایي برید کړی

(Last Updated On: فبروري 17, 2018)

د ناتو ځواکونو د بالابلوک ولسوالۍ د اشکین په سیمه کې د نشه یی توکو پر یوه زیرمه هوایي برید کړی، چې په کې د نشه یی توکو یوه زیرمه ویجاړه او اته قاچاق وړونکي له منځه وړل شوې دي.

د فراه د پولیسو قومندان فضل احمد شېرزاد وایي ، تېره شپه په دې مرکز کې زرګونه کیلو ګرام نشه یي توکي او اته قاچاق وړونکي، چې د طالبانو قومندانان هم ول، له منځه وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي؛ د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان، چې د پنجشنبې په ورځ فراه ته ورغلی و، ویلي، چې وروسته له دې به د دوی ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې پر طالبانو بریدونه کوي.

د هغه په خبره؛ د جمعې په شپه د بالابولوک، خاک سفید، پشت رود او انار دره په ولسوالیو کې د طالبانو په څو مرکزونو بریدونه شوي، چې د امنیتي ځواکونو په دې بریدونو کې طالبانو ته درانده تلفات اوښتي دي.

د یادونې ده، چې افغان او ناتو ځواکونو په وروستیو کې پر وسلوالو مخالفینو بریدونه ډېر کړي دي.

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي …