کابل د سام د درېیمې ناستې کوربه دی

(Last Updated On: October 03, 2017 7:11 pm)

اجرائیه ریاست وایي، په دې ناسته کې د ۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړپوړي چارواکي او مشران ګډون کوي او حکومت به په کې له فساد سره د مبارزې تګلاره وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د چهارشنبې په ورځ( د تلې ۱۲) به د سام په ناسته کې د ملي وحدت حکومت تېرې درې کلنې کړنې وڅېړل شي.

اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، حکومت به په دې ناسته کې له فساد سره د مبارزې تګلاره وړاندې کړي او ترڅنګه به له نړیوالې ټولنې وغواړو، چې خپلې مرستې له لومړیتوبونو سره سمې تر سره کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت په کلیدي پوستونو کې د وړ کسانو ګمارل او له فساد سره د مبارزې څرنګوالی مهم بولي او د سام غونډه افغانستان ته یو بل فرصت بولي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست هوګو لارنس په ډاګه کړې، چې د سام ناسته به د مهمو اصلاحي ژمنو د تعقیب لپاره، چې په بروکسل کې شوي، فرصت برابر کړي. دغه ژمنې د حکومت دارۍ او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د یوه باثبات افغانستان لپاره مهمې دي.

د پوهنتون استاد او کارپوه قیس محمد د دې ناستې بریا د حکومت له کړنو سره غوټه کوي. او وایي، د دې ناستې بریا به له دې سره تړلې وي، چې حکومت به د ناستې برخوالو ته څه وړاندې کوي.      

د سام ناسته په داسې حال کې د افغان حکومت د کړنو د څېړنو لپاره جوړېدونکې ده، چې اوس هم حکومت له  فساد  سره د مبارزې پر څرنګوالي او په کلیدي پوستونو کې د ګمارلو پر بهیر نیوکې کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تش په همدې خاطر د چارشنبې ورځ یوازې په کابل کې رخصتي اعلان کړې ده.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …