کابل به تر راتلونکیو ۵ کلونو پورې د اوبو له لږوالي سره مخ شي- عثماني

(Last Updated On: سپتمبر 26, 2017)

د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر وایي، که د کابل خلک تر ځمکې لاندې اوبه ناسمې وکاروي؛ د دې ښار اوسیدونکي به تر راتلونکو ۵ کلونو پورې د اوبو د لږوالي او د بد چاپیریال له ناوړیو اغېزو سره مخ شي.

د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر علی احمد عثماني، چې په کابل کې د څښاک اوبو د کیفیت او اندازې غونډې ته خبرې کولې په ډاګه کړه؛ دا مهال تر ځمکې لاندې اوبو د ګټې اخیستلو کچه له هغې لوړه ده، چې هر کال زېرمه کېږي.

د کابل لوېدیځ او جنوب، چې پریمانه اوبه یې لرلې؛ اوس یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي او ان تر دې، چې د زیاتره کورونو کوهیان وچ شوي دي.

د کابل د یادو برخو خلک اړ شوي، چې د خپلو کورونو څاګانې نورې هم ژور کړې؛ خو د ځينې نورو بیا سطلونه او بوشکې په لاسونو کې نیولي او له خپلو ګاونډیانو اوبه غواړي.

همدغې اړتیا افغان حکومت هم اړ کړ، چې اړوند ادارې او وزارتونه د کابل تر ځمکې لاندې اوبو پر کیفیت او اندازې سربېره  د حالت د ښه کیدو لپاره خپل اندونه څرګند کړي.

 

د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره څرګنده کړې، چې  د پراخې ککړتيا له کبله د کابل په ځينو برخو کې اوبه د څښاک وړ نه دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وایي، چې هر کال ۲۹ میلیون مترمکعبه اوبه د اورښتونو له لارې زېرمو ته ورځي؛ خو مونږ ۳۲ میلیون مترمکعبه اوبه کاروو.

د نوموړي په وینا؛ له اوبو ډېره ګټه پورته کول ځمکه کښېنوي او اوبه بیا ځمکې ته نه ننوځي او خلک به د تر ځمکې لاندې اوبو له نشت سره مخ کړي.

د ځمکنیو اوبو کارپوه محمد نعیم توخی ویلي، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د اوبو کچه له یوه تر ۲۲ مترو کښته لویدلې ده.

په دغه کنفرانس کې هم وویل شول چې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو کیفیت ښه نه دی، صحي او د ګټې اخیستنې وړ نه دي.

د ډېرو وګړیو استوګنه، چکالۍ، د واورو او باران لږوالی، کرنیزې ځمکې د استوګنې په سیمو بدلېدل، د کانالیزسیون او شنو سیمو محدودیت د تر ځمکې لاندې اوبو د لږ کیدو اصلي لاملونه ګڼل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …