کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)

د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د برښنا څلور ستنې په بغلان او کندوز ولایتونو کې ویجاړې شوي او هېواد ته ټوله وارداتي برښنا پرې شوې ده.

په بغلان او کندوز کې د طالبانو لخوا د برښنا د څلورو ستنو له ویجاړیدو سره کابل او لس نور ولایتونه تیاره شوي او د ډېرو کارخونو کارونه دریدلي دي.

خلکو ویلي، د برښنا نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي او وسلوال مخالفین باید ټولګټي تاسیسات موخه ونګرزوي.

د کابل اوسیدونکی ذبیح الله نوري وایي، چې د برښنا د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخ یو؛ حکومت باید ژر تر ژره دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.         

د کابل ښار یو بل استوګن رحیم الله ویلي؛ هر څه پر برښنا دي؛ که کارونه دي او که کارخونې. کله، چې برښنا نه وي هر څه په ټپه ولاړ وي.                  

د افغانستان برښنا شرکت ویاند وایي، طالبانو مرکزي بغلان د برښنا دوه ستنې؛ یوه ستنه په شهاب الدین ډنډ کې اوبله هغه د کندوز په عسقلان سیمه کې ویجاړې شوي، چې د تاجکستان او ازبکستان د ټولې وارداتي برښنا د پرې کیدو سبب شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه په سیمه کې د طالبانو د حاکمیت له کبله پر تخریب شویو  ستنو کار نه دی پیل شوی؛ کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي.

تېرمهال به په کابل کې د ژمي په موسم کې برښنا کمیده؛ خو د سږکال پسرلي او وروستیو میاشتو کې دې ستونزې خلک له لوی سرخوږي سره مخ کړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان کرکت بورد د ۱۹ کلنو لوبغاړیو ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ

(Last Updated On: December 8, 2019)د افغانستان کرکت بورد د ۱۹ کلنو لوبغاړیو ۱۵ کسیز …