Connect with us

تازه خبرونه

فساد او قومي اختلافونه حکومت کمروزی کوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د سیاست والو لخوا قومي اختلافونو ته لمن وهل د یاغیانو د تحرکاتو په پرتله خونړی او خطرناک کار بولي.

د بشر حقونو څارونکی سازمان د متخاصمو سیاستوالو لخوا قومي اختلافونو ته لمن وهل د وسلوالو یاغیانو له ګواښونو خطرناک کار بولي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان څېړونکې پتریکا گاسمن وایي، د امریکا لخوا د یوې سیاسي تګلارې په نه شتون کې، چې پر اساس یې سمونونه راشي او له فساد  سره مبارزه وشي، ورځ تر بلې پرې اندېښنې ډېریږي. زیاتره افغانان هیله من دي، چې د سرتېرو د زیاتولو په اړه د امریکا تازه ژمنه او د پاکستان خلاف یې توند دریځ کولی شي، د طالبانو بریاوې له منځه یوسي؛ خو هره هیله تر هغې پورې بې ځایه ده، چې واشنګتن د حکومت دارۍ بهیر پر ښه والي تمرکز ونه کړي. لنډمهال اقدامات نه شي کولی د افغان دولت بنسټیزه ستونزه حل کړي.

په رپوټ کې  دغه راز  د اداري فساد  پر شتون د افغانانو نارضایتي هم ښکاره شوې ده.

پتریکا گاسمندا هم په ډاګه کړې؛ که څه هم د افغانستان په ناآرامیو کې پاکستان ته د ملامتیا ګوته نیول کیږي، پاکستان هیڅکله د طالبانو له ملاتړ لاس نه دی اخیستی، خو د ځواب ویونکیو بنسټونو په جوړولو کې د افغان حکومت کمزورتیا، پراخ فساد او د دولتي چارواکو له لوري له بشري حقونو سرغړونې هغه څه دي، چې د افغانانو د نارضایتي بهیر یې زیات کړی دی.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، چې د ټولنې په بېلابېلو قشرونو کې د مشارکت او عدالت د تامین هڅه روانه ساتل شوې، چې غوره پایلې به ولري.   

په رپوت کې دغه راز په پولیسو، محاکمو، پوځ او نورو بنسټونو کې د قانون حاکمیت کمزوری ګڼل شوی، چې په وینا یې ثبات ته د رسیدو د لارې کمزوری ټکي دي.

دغه سازمان په بشپړ ټینګار وایي؛ تر هغې، چې سمونونه رانشي او حکومت داري ښه نشي د افغانستان په وضعیت کې پام وړ بدلون نه شي راتلی.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!