عاجل خبرونه

پر ملکي وګړیو د بریدونو او چاودنو دوام د خلکو غبرګونونه را پارولي

(Last Updated On: January 27, 2018)

پر ملکي وګړیو د بریدونو او چاودنو دوام د خلکو غبرګونونه را پارولي او وایي، چې د هېواد کشفي او استخباراتي بنسټونه کمزوري دي او همدا یې استعفا وخت دی.

افغانستان په وینو او باروتو کې شپې سبا کوي او څلورلسیزې کیږي، چې خلکو د آرام ساه نه ده اخیستې او په هېواد کې د روان سیاسي، دفاعي او امنیتي وضعیت دوام هم خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

خلکو په ډاګه کړې؛ هیڅ ځای او سیمه مو په امن کې نه ده او ان خلک په ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو کې تر بریدونو لاندې نیول کیږي، چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

خلکو د کشفي او استخباراتي ادارو پر روانو کړنو نیوکه کړې او وایي، چې ورځ تر بلې کمزوری عمل کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې له نننۍ چاودنې مخکې، چې په کې تر دې دمه ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي؛ پر انتر کانتیننتال هوتل او په جلال آباد ښار کې له ماشومانو څخه د ملاتړ پر اداره ځانمرګو ډله ییزو بریدونو لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې وه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مرکز او ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل او ډېر ژر به پای ومومي- ټاکنو کمیسیون

(Last Updated On: November 17, 2019)  د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د کمیسیون د …