عاجل خبرونه

پر ژغورنې شورا د کودتا لګیدلی تور منطقي نه دی

(Last Updated On: جولای 22, 2017)

د افغانستان ژغورنې شورا ویاند وایي، د اوسني نظام جوړونکي کله هم د دې نظام د ړنګولو په فکر کې نه دي؛ خو غواړي، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د واک د انحصار ستونزه په هر ډول، چې کیږي، پای ته ورسوي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال د نوې ټلوالې جوړیدو ته په نغوته کې دا بې منطق کار وباله او حتا ګوتڅنډنه یې وکړه، چې د کودتا فکر دې نه کوي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال  سرور دانش په ډاګه کړې، چې، حکومتي اپوزیسیون یو پاراداکسال حرکت دی، چې په ملي او نړیواله سطحه حقوقي او سیاسي منطق نه لري. دا هیڅوک نه مني، چې نظام دې له داخله کمزوری او دښمن ته دې د لاسوهنو زمینه برابره شي.             

دافغانستان ژغورنې شورا ویاند بشیر احمد ته ینج وایي، د نظام ملاتړي د حکومت د پاشلو په فکر کې نه دي؛ خو اصلي کار یې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د  واک د انحصار ماتول دي.

پر ارګ د ائتلاف جوړونکیو نیوکې دا دي، چې د واک ساتلو مسالې ته د فکر کولو پر ځای د ترهګرۍ  او اداري فساد په خلاف مبارزې ته پام وکړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازی عبدالجبار قهرمان وایي، تر پرونه د یو او بل په وړاندې دریدلي؛ خو نن څرګندیږي، چې ځواکمن سیاستوال نه دي؛ دوی باید د خلکو او اصلاحاتو   په فکر کې وي نه دا، چې خنډونه رامنځته کړي.         

څه موده مخکې د امریکا د سفارت سرپرست له محمد محقق سره په  دې اړه خبرې کړې وې؛ خو تر دې دمه محقق او یارانو یې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …