عاجل خبرونه

پر دوه سوه میګاواته لمریزې برښنا کار روان دی

(Last Updated On: جولای 7, 2018)

د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، د انرژۍ د تولید لپاره ستر ظرفیت شته، چې زیاتره دغه پروژې خصوصي سکتور پر مخ وړي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د د څرګندونو له مخې، همدا اوس په هېواد کې د نږدې دوه  سوه میګاواته لمریزې برښنا پر تولید کار روان دی، چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور د لا زیاتې ونډې اخیستو په هڅه کې دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت د دفتر رییس آصف غفوري وایي؛ یو شمېر ګډې خصوصي او عامې پروژې کارکوي، چې هیله من یم غوره پایلې ولري.             

په حصار شاهي کې د لمریزې برښنا  سل میګاواته، په خوست کې لس میګاواته، په کندهار کې څلویښت میګاواته او په دایکندي کې پېنځه نیم میګاواته پروژې هغه څه دي، چې کار پرې روان دی.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي، چې همدا اوس په هېواد کې د زرګونه میګاواته لمریزې برښنا ظرفیت لرو او د لګښت ډېره برخه یې حکومت پرې کوي؛ خو اړتیا ده، چې په دې برخه کې بهرني پانګوال پانګونه وکړي.              

د سوداګرۍ خونې د د معلوماتو له مخې؛ وروستیو درې کلونو کې خصوصي سکتور د انرژۍ د تولید په برخه کې څه باندې یو نیم میلیارد دالر پانګونه کړې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې په وروستیو درې کلونو کې د انرژۍ په برخه کې خصوصي سکتور نږدې درې ملیارد دالر پانګونه کړې او پانګوال علاقه لري، چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.

 اوس مهال د برښنا څه باندې اویا سلنه برخه له وارداتي انرژي څخه پوره کیږي، چې له ګاونډ هېوادونو څخه پر لوړې بیې واردیږي.

خبریاله: سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …