عاجل خبرونه

پر زیړي ناروغۍ د یو سل و پنځوس زره کسانو له اخته کیدو خبر ورکړ شو

(Last Updated On: جولای 30, 2017)

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې پر زیړي ناروغۍ د یو سل و پنځوس زره کسانو له اخته کیدو خبر ورکوي.

د زیړي ناروغۍ د نړیوالو ورځې په پلمه په جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال اندېښنه وښوده، چې په هېواد کې د زیړې ناروغي په بېساري ډول زیاته شوې ده. د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر نړیواله ټولنه د جدي همکاریو غږ وکړ.

د نوموړي په وینا؛ که بشپړې ژمنې او تګلارې ولرو؛ له دې ناروغۍ سره مبارزه ډېره آسانه ده؛ خکه تېر کال څه نا څه ۳۶ زره د تورزیړي ناروغان راجستر شوي وه؛ خو سږکال کیدی شي یو سلو پنځوس زره ناروغان ولرو، چې دا هم د اندېښنې وړ ده.

د پلازمېنې کابل په انتاني روغتون کې پر زیړي د اخته کسانو درملنه کیږي. دلته راغلي ناروغان وايي، چې د درملنې آسانتیاوې باید عامې شي.

د انتاني روغتون سرطبیب مراد مموزی وایي، زیړی څو ډوله دی، چې زیاتره وخت پاکوالي ته د پام نه کولو له کبله رامنځته کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ درې سوه شل میلیون کسان زیړي ناروغۍ نیولي، چې لږ یې روغتیايي آسانتیاوو او درملنې ته لاسرسی لري.

About Ariana News

Check Also

د ولسي جرګې ۴۰ سلنه نوماندانو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره تکل کړی

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2018) د ځوانانو د ټولنیزو او مدني بنسټونو د همغږۍ …