پر ایران له لګیدلیو بندیزونو سرغړوونکي اروپایي شرکتونه به مجازات شي- ترمپ

(Last Updated On: July 02, 2018 5:49 pm)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي یې دي، چې پر ایران د امریکا له لګول شویو بندیزونو څخه د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي.

نوموړي له فاکس خبري آژانس سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اروپايي شرکتونه پر ایران له لګول شویو بندیزونو معاف نه دي او سرغړوونکي شرکتونه به د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.

د نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال راپورته شوي، چې یوه میاشت وړاندې د آلمان، بریتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا له مالیې وزارته غوښتي وه، چې له ایران سره د شوې اتومي هوکړې د خوندیتابه په پار اروپايي شرکتونو ته له ایران سره د سوداګرۍ لار پرانیستې پرېږدي.

ترمپ پخپلو خبرو کې د ایران له خوا د یورانیمو د غني کولو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل:  که بیا دې کار ته مخه کړي، له ډېرې لویې ستونزې سره به مخ شي.

شنونکي باوري دي، چې د امریکا له خوا له ایران سره د اروپايي ټولنې د تجارتي اړیکو، نه مستثنی کیدنه به د اروپا او امریکا ترمنځ سوداګریزې اړیکې خړې پړې کړي.

د امریکا او اروپا تجارتي اړیکې په دې وروستیو کې د دونالد ترمپ له خوا د درندو تجارتي تعرفو د وضع کولو له کبله خړې پړې شوې دي.

About Ariana News

Check Also

د دوستم اعتراضي پلویانو بیا د حیرتانو بندر تړلی

(Last Updated On: July 19, 2018 4:42 pm) د دوستم اعتراضي پلویانو تېره ورځ د …