عاجل خبرونه

هر طالب جګړه نه غواړي- اشرف غني

(Last Updated On: اپریل 28, 2018)

ولسمشر غني په ارګ کې د مجاهدینو د بریالیتوب په شپږویشتمه کلیزه کې، چې د شنبې پر ورځ( د غویی۸) ونمانځل شوه؛ په خبرو کې وویل: مونږ باید ومنو، چې هر طالب جګړه نه غواړي، جګړه د یوشمېر محدودو کسانو لخوا پر ډیریو تپل شوې ده.

هغه که څه هم د جګړې له لارې ثبات ته رسیدل ناشوني وبلل او پر سوله یې  ټینګار وکړ؛ خو وایي، چې د جګړې په تاریخ کې طالبانو ته زمونږ وړاندیز بې ساری و او د نړۍ د هېوادونو لخوا له سخاوته ډک ګڼل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې افغان ځواکونه په بریالیتوب جنګیږي او د طالبانو د خندق عملیات بې پایلې دي.

د روان بحران د حل لپاره ولسمشر غني ټاکنې د حل لار او د ټاکنو امنیت د حکومت لومړیتوب بولي.

ولسمشر اشرف غني وایي: پارلماني ټاکنې اړینې دي او باید رڼې او عادلانه تر سره شي. دولت په ټاکنو کې لاسوهنه نکوي او له پارلمان هم غواړو، چې لاسوهنه ونکړي. 

د سولې او ټاکنو د ترسره کیدو تر څنګ ولسمشر د دولت د درې ګونه ځواکونو تعادل د ثبات اصلي شرط بولي.

هغه زیاته کړې، چې: د دولت د درې ګونه ځواکونو تعادل یا د عدلي، قضایي او سیاسي نظام خپلواکي زمونږ د ثبات اصلي شرط دی.  

سره له دې، چې د امنیتي ځواکونو د جګړې موخه د خلکو امنیت او د هېواد خوندیتوب دی؛ خو د رسنیو لخوا امنیتي ځواکونه شهید نه ګڼل هم جفا بولي او وایي: زه له رسنیو ګیله لرم؛ ځکه هرې فرقې ته، چې ځم سرتېري یې له ما پوښتنه کوي، چې: رسنۍ ولې زمونږ شهیدانو ته د شهید خطاب نکوي.

ولسمشر غني اقتصادي وده او اداري سمونونه له فساد سره د مبارزې او سیاسي ستونزو د حل یوازنۍ لار بولي او د حکومت د ټولو ارګانونو پر همغږۍ ټینګار کوي.

خبریاله : سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …