عاجل خبرونه

پر خبریالانو بریدونه د طالبانو او نورو یاغي ډلو د سږنیوعملیاتو یوه برخه ده- نجیب الله شریفي

(Last Updated On: مې 1, 2018)

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې رییس وایي، پر خبریالانو بریدونه د وسلوالو طالبانو او نورو یاغي ډلو د سږنیو عملیاتو یوه برخه ده؛ ځکه، چې د داعش او طالب تر منځ څه توپیر دی؟!

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې رییس نجیب الله شریفي زیاتوي؛ په کابل کې پر خبریالانو د داعش د دوشنبې ورځې برید، چې د ۹ خبریالانو په ګډون یې له  ۲۹ کسانو ژوند واخیست او ۴۹ نور ټپیان شول؛ وحشیانه او جنګي جنایت دی.

له دې پېښې وروسته د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د ملي امنیت شورا له سلاکار سره غونډه وکړه. په غونډه کې د خبریالانو پر امنیت ساتنې او د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستو په رسولو بحث شوی دی.

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د داعش دا برید وحشیانه او د بشریت ضد کړنه بولي او وایي، د رسنیو کارکوونکي؛ ځکه هدف ګرځول کیږي، چې د وسلوالو یاغیانو لخوا د رسنیو اطلاعاتي فضا ترلاسه کړي.

د وزیرانو شورا په غونډه کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د برید غندنه کړې او له امنیتي ځواکونو غواړي، چې د خلکو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلی عبدالله وایي، ترورستان د افغانستان د خلکو دښمنان دي. له هغو سره د عامو او پوځي وګړیو، قوم ، مذهب او بشري حقوقونو خبرې بې توپیره دي. هغوی یوازې جنایت تر سره کوي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ امنیتي مسوولین باید د ورته پېښو مخه ونیسي او په دې اړه بشپړه پاملرنه ولري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: د خبریالانو د خوندیتوب لپاره باید د خبریالانو د فدراسیون لخوا یوه پراخه تګلاره جوړه شي، چې څنګه کولی شو امنیت یې خوندي او کومې سیمې تر خبري پوښښ لاندې ونیول شي.        

ولسمشرۍ ماڼۍ  بیا د دې برید غندنه کړې او وایي، چې د پېښې څېړنه پیل شوې ده.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، امنیتي بنسټونو ته امر شوی، چې پر خبریالانو د وروستي برید جدي څېړنه وکړي.

تېرو څه باندې لس کلونو کې له نوي ډېر افغان خبریالان وژل شوي؛ خو د خبریالانو امنیت ساتنه هغه مساله ده، چې تل پرې نیوکه کیږي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …