عاجل خبرونه

Tag Archives: کورنیو چارو وزارت

وسلوال مخالفین په یوولس ولسوالیو کې برلاسي دي

کورنیو چارو وزارت وایي، نولس ولسوالۍ له هغو سیمو دي، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ژر به دغو ولسوالیو ته پنځوس زره ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره ولیږل شي. که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته اووه ورځې پاتې دي؛ خو دغه ټاکنې امنیتي …

نور... »

افغان حکومت د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره ځواکونه ګمارلي

 امنیتي بنسټونه وایي، د ټاکنو له ۵ زره ډېرو او ۲۱ زره سیمو د امنیت ساتنې لپاره ۵۴ زره ځواکونه ګمارل شوي، چې هوایي ملاتړ هم لري. دغه بنسټونه وایي، ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکي رسیدلي؛  خو اوس هم د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن …

نور... »

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

 د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي. دوه اوونۍ مخکې ولسمشر اشرف غني هم منلې وه، چې د حکومت د تېروتنو له کبله د افغان سرتېرو تلفات لوړ شوي دي. ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي تېره ورځ د …

نور... »

د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې پرون ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه جوړه شوه او ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد د ارزولو پر مهال ټینګار وکړ، چې د دغه وزارت ټول قراردادونه …

نور... »

د حامد کرزي له هوایي ډګره، ۵۹ پولیس له ندو لیرې شول

کورنیو چارو وزارت  د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له ګومارل شویو سرحدي پولیسو یو کم شپیته تنه له دندو لیرې کړي او یا یې بل ځای ته لیږلي دي. کورنیو چارو وزارت د دغه کار موخه په جوړښټونو کې سمونونه یادوي او زیاتوي، چې د ۱۶  بندرونو …

نور... »

کورنیو چارو وزارت د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې خېمه ورټوله کړه

کورنیو چارو وزارت د اعتراض کوونکیو له وروستي ګواښ یوه ورځ مخکې د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې  خېمه ورټوله کړه. د دغې اتحادیې اعتراض کوونکیو ویلي، چې سهار مهال درې بجې پرې یرغل وشو؛ خېمه یې ورته له منځه یوړه او دوی اړ شول، چې د دارالامان لویه لار د …

نور... »

کورنیو چارو وزارت څوارلس ولایتونو او دوه زونونو ته نوي قومندانان وروپېژندل

د کورنیو چارو وزارت د تازه پرېکړې له مخې؛ څوارلس ولایتونو او دوه زونونو ته نوي قومندانان، چې د آزادو سیالیو له لارې غوره شوي او تر۵ میاشتو به په آزمایښتي توګه کار وکړي وروپېژندل شول. کورنيو چارو وزارت په یوه حکم کې ولسمشر ته د امنيه قومندانانو د تغيير او …

نور... »

د برښنا نشتوالی عامو خلکو او صنعتګرو ته زیان رسوي- کابل ښاریان

وروسته له هغې، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د برښنا ستنه پر بم والوزوله؛ پر کابل سربېره یې د ځینو نورو ښارونو کورونه هم له برښنا بې برخې کړل. خلک له ښکېلو غاړیو غوښتنه کوي، چې ملي پروژو ته دې زیان نه رسوي. …

نور... »

د رایو۹۰۰ مرکزونه له ادارې بهر او ۲۰۰۰ نور له امنیتي ګواښ سره مخ دي

امنیتي ادارې څرګندوي، چې د رایو نهه سوه مرکزونه د د وی له ادارې بهر دي، له زر ډېر نور مرکزونه له لوړ، څه نا څه زر نور له کښته امنیتي ګواښ سره مخ دي او له اووه زره مرکزونو څخه یوازې د څلور زره مرکزونو امنیت د ډاډ وړ …

نور... »

د کورنیو چارو وزارت غواړي، چې پولیس ملکي شي

کورنیو چارو وزارت د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې د پولیسو پر ملکي توب تمرکز کیږي. کورنیو چارو وزارت د اساسي قانون له مخې دنده لري، چې قانون تنفیذ کړي؛ خو اوس د دې چارې خلاف دغه …

نور... »

په کابل کې ځانمرګي ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار مهال بریدګر د شش درک سړک شنې امنیتي برخې ته ننوتی او د ملي امنیت ریاست یوې برخې ته نږدې یې خپل چاودیدونکي توکي چولي، چې په کې درې کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي. دغه ځانمرګي برید نن سهار …

نور... »

له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډېر پلانونه شنډ شوي- برمک

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، چې په پلازمېنه کابل کې له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډلو ډېر پلانونه شنډ شوي دي. که څه هم په دې وروستیو کې د سخت دریځو ډلو لخوا خونړي بریدونه وشول؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، …

نور... »

د پولیسو څلورکلن امنیتي پلان، د مرستندویو هېوادونو د باور وړ ګرزیدلی- برمک

کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د پولیسو د ودې او پراختیا لپاره د دې وزارت امنیتي پلان، د مرستندویو هېوادونو د باور او تائید وړ ګرزیدلی او مرستو ته یې چمتوالی ښودلی دی.   د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې افغان پولیس په ډېرو حساسو شرایطو کې …

نور... »

میلیوني حرکت به مو د حکومت سقوط او کړکیچ رامنځته کړي- نور

له ترک توکمو سره په لیدنه کې عطامحمد نور ویلي، چې میلیوني حرکت به مو حکومت له سقوط سره مخ او اشرف غني به له ارګه وتلو ته اړ کړي. نوموړی ولسمشر په هېواد کې د کړکېچ په را منځته کیدو تورنوي او خبرداری ورکوي، چې له ارګه به یې …

نور... »

د ۴ جنرالانو په ګډون ۱۵۸ پولیس لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

  د کورنیو چارو وزارت وايي؛ په دې وزارت کې د اداري فساد د ژورو ريښو په اړه د ولسمشر اشرف غني له څرګندونو وروسته د اصلاحي هڅو له مخې ۱۵۸ پولیس د څلور جنرالانو او ۹۰ لوړ رتبه افسرانو په ګډون په بډو، له واک څخه په ناوړه ګټه …

نور... »

د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر بېرته اخیستل شوی

د (هشت صبح) ورځپاڼې نننۍ ګڼې(د سلواغې ۱۶) د افغانستان د لويې څارنوالۍ د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر بېرته اخیستل شوی دی. دغې ورځپاڼې د لويې څارنوالۍ د کورني او باندني امینت د جرایمو پر …

نور... »

د هېواد لومړی درجه امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته را ښکاره شول

د کابل د وروستیو بریدونو په اړه امنیتي بنسټونو ته معلومات رسیدلي وه؛ خو د چارواکو په باور بریدګرو پیچلی تکتیک کارولی او د مخنیوي هڅو یې کار نه دی ورکړی. د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزی وايي، چې په انترکانتینیتال هوتل او د کورنیو چارو پخواني وزارت مخې ته …

نور... »

امنیتي بنسټونو پر کانتیننتال هوتل د وروستي برید څېړنې پای ته ورسولې

د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست ۵ ورځې وروسته پر انتر کانتیننتال هوتل د وروستي برید څېړنې پای ته ورسولې؛ خو کورنیو چارو وزارت د څېړنو پایله رسنیزه نه کړه او وایي، چې ژر به وزیر د برید پر څرنګوالي خبرې وکړي. تر اوسه د امنیتي …

نور... »

په هېواد کې ۱۹ ځانګړې امنیتي کمپنۍ هڅې کوي

که څه هم په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړیو امنیتي کمپنیو د لغو کولو فرمان ورکړی و؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ۱۹ یې د دیپلوماتیکو سیمو امنیت ساتي.   د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاتوي،  هغه مهال مو ۵۷ …

نور... »

په ترهګریزو بریدونو کي ناکره څرګندونو د رسنیو غبرګونونه راپارولي

د هری ترهګریزي او خونړۍ پېښې په پای کي د تلفاتو د ضد و نقیض شمېر ورکول خلک سخت اندېښمن کړي دي. د شنبې په شپه پر انتر کانتننتال هوتل د ترهګریز برید په پای کې د تلفاتو شمېر د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش لخوا د بهرنیانو …

نور... »