عاجل خبرونه

Tag Archives: کندوز

د کندوز په ارچي کې طالبانو امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري ویلي؛ طالبانو د سې شنبې پر شپه/ د سلواغې ۸ د ارچي ولسوالۍ پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې ۱۲ سرتېري او یو پولیس وژل شوي؛ ۸ سرتېري، ۴ پولیس ټپیان دي او ۳ نور سرتېري تریتم شوي دي. د …

نور... »

د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو مالي مسوول ووژل شو-دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د سهیل ختیځ زون لپاره د طالبانو مالي مسوول په یو هوایي برید کې وژل شوی دی. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۲) خپره شوې راغلي؛ د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د …

نور... »

په کندوز کې طالبانو ۱۲ پولیس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې طالبانو د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ  پر اړوند امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۹ سرتېري وژل شوي درې نور ټپیان دي. د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې طالبانو تېره شپه دوه بجې د …

نور... »

په کندوز کې لس طالب وسلوال ووژل شول- افغان ځواکونه

افغان ځواکونو په ډاګه کړې، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په ارچي ولسوالۍ کې لږ تر لږه لس وسلوال طالبان وژلي دي. پامیر ۲۱۷ قول اردو څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ارچي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول. د …

نور... »

په کندوز ۱۸ پاڅونوالو او پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د دې ولایت په علی آباد ولسوالې کې د پولیسو او پاڅونوالو پر پوستو د وسلوالو په برید کې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی. وسلوالو طالبانو د سې شنبې پر شپه د کندوز د علي آباد ولسوالې …

نور... »

د کندوز ارچې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه- امنیتي او دفاعي چارواکي

امنیتي او دفاعي مسوولینو ویلي، چې په تخار او کندوز ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د عملیاتو پر دوام د شنبې پر سهار د کندوز ارچي ولسوالۍ مرکز د طالبانو له ادارې ووت. د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا ویلي؛ په تخار کې له طالبانو څخه د …

نور... »

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه ښوونځیو دروازې تړلي

طالبانو لسګونه ښوونځي په دې دلیل، چې ور څخه د رای ورکولو د مرکزونو او محلونو په توګه کار اخیستل کیږي؛ تړلي دي. پوهنې وزارت دغه وضعیت د اندېښنې وړ بولي او څرګندوي، چې امنیتي بنسټونه یې له دغو ګواښونو خبر کړي دي. طالبانو پوهنیز نظام ته مخکې هم خبرداری …

نور... »

طالبان په کندوز کې موازي حکومت کوي- ولایتي شورا

د کندوز ولایتي شورا غړيو په ډاګه کړې؛ طالبان په کندوز کې موازي حکومت کوي، خو د طالبانو پر وړاندې عملیات درول شوي دي. په کندوز ښار کې د طالبان د برید له ماتولو وروسته طالبان تراوسه هم د کندوز ښار په څنډو کې فعالیت کوي. د کندوز ولایتي شورا …

نور... »

په کندوز کې د طالبانو له زندانه ۱۵ کسان ژغورل شوي

د ملي او امنیتي ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د کندوز له زندانه ۱۵ کسان وژغورل شول. د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي آریانانیوز ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه د ملي اردو او ملي امنیت ۰۹ قطعې ګډو ځانګړیو ځواکونو د کندوز ولایت په امام …

نور... »

د تاجکستان له زندان څخه اتیا بندیان کندوز ته راولیږدول شول

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي ویلي، چې له تاجکستان سره د یوه هوکړه لیک له مخې هغه اتیا افغان بندیان د کندوز زندان ته ولیږدول شول، چې له لس کلونو را پدیخوا په تاجکستان کې بندیان ول. د لومړي ځل لپاره اتیا تنه هغه افغانان د کندوز زندان …

نور... »

د کندوز د امنیه قومندانۍ د قرارګاه تولي قومندان ووژل شو

د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ د قرارګاه تولي قومندان وهاب د خپل ساتونکي لخوا ووژل شو. ویل کیږي، چې نوموړي روغتون ته پر لار سا ورکړې ده. د دغه ولایت ویاند سرور حسیني ویلي، چې د هغه ساتونکي تېښته کړې؛ خو پېښې ته په نږدې کورونو کې پټ شوی …

نور... »

په کندوز او بغلان کې د طالبانو له زندانونو ۴۷ بندیان خوشې شول

د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند ویلي، چې د هېواد کوماندو ځواکونو په کندوز ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ بندیان د طالبانو له زندان څخه خوشې کړي دي. د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادی آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې کوماندو ځواکونو تېره شپه ۱۲ بجې د کندوز …

نور... »

په کندوز کې د طالبانو له زندان څخه لس ملکي کسان ژغورل شوي

پامیر ۲۱۷ قول اردو څرګنده کړې، چې د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د آقسرای په اړوند سیمه کې د هېواد کوماندو ځواکونو د طالبانو له زندان څخه لس ملکي وګړي آزاد کړي دي.   د یادې قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو له بنده خوشې شوي ټول …

نور... »

د کندوز، وردک، بغلان او کوچیانو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن (جمعه د غویی ۶) غرمه مهال د کابل او پکتیا د وروستیو پایلو له څرګندولو پرته د کندوز، وردک، بغلان ولایتونو او کوچیانو حوزې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې. د اعلام شویو پایلو له مخې؛ په میدان وردک ولایت کې۱- الحاج عبدالاحمد دراني …

نور... »

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي ترور شو

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي او د بدني روزنې د ښکلا اتل تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی. په کندوز ولایت کې امنيتي چارواکو پېښه منلې؛ خو په اړه یې ډېر څه نه وایي.   د ارواښاد کریمي خپلوانو ویلي، چې نوموړی تېره …

نور... »

یوناما په کندوز کې د ۱۳ ولسي وګړیو وژل کیدل ومنل

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر( یوناما) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ په کندوز کې د جمعې پر شپه د بهرنیو ځواکونو په هغه هوایي برید کې، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ ترسره شوی د لس ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ولسي وګړي وژل …

نور... »

په تالقان ښار کې نامسوول قومندان نوید نومی له ۷ وسلوالو سره ونیول شو

امنیتي ځواکونو د تالقانو ښار په یوه روغتون کې تېره شپه ناوخته له ۲۴ ساعتونو کلابندۍ وروسته نامسوول قومندان نوید نومی له ۷ وسلوالو سره ژوندی نیولی دی. پر قومندان نوید تورونه دي، چې له خلکو یې باج اخیستی او ځورولي یې دي. د قومندان نوید د نیولو عملیاتو قومندان …

نور... »

امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت یو سیمه ییز قومندان محاصره کړی

امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ سیمه ییز قومندان نوید نومی، چې دولتي ضد فعالیتونه یې تر سره کول محاصره کړی دی. په تخار ولایت کې پولیس وایي؛ نوید نومي یو نامسووله سیمه ییز قومندان دي، چې د تخار ولایت مولانا روغتیایي مرکز …

نور... »

په کندوز ولایت کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اړومند سیمو کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د پل خشتي او امام الدین څلورلاري پر اړوند سیمو …

نور... »

په شمال ختیځو ولایتونو کې د ټاکنو ۳۰ رای مرکزونه تړلي پاتې شول

په شمال ختیځو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو په دوه یمه ورځ هم هڅه وکړه، چې د ټاکنو مخه ونیسي. په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د رای ورکولو څوارلس مرکزونه، چې د ټاکنو پر لومړۍ ورځ د امنیتي ستونزو له کبله بند ول، پر دوه یمه ورځ هم  …

نور... »