عاجل خبرونه

Tag Archives: کابل

د کابل د دارالامان جامع جومات لپاره د غزني ټاکلې برخه خاوره ولیږدول شوه

د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې په پلاﺯمېنه کابل کې د ولسمشر له فرمان سره سم د دارالامان د ستر جامع جومات د جوړولو لپاره له ټول غزني څخه ټاکل شوې انداﺯه خاوره ولیږدول شوه. د ولسمشر له سپارښتني سره سم د غزني والي وحيدالله(کليمزي) په …

نور... »

په کابل کې یو طالب له ۹ ملګرو سره نیول شوي

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې وزارت ځانګړیو ځواکونو په کابل کې یو طالب له خپلو ۹ ملګرو سره نیولي دی. کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې تېره شپه د پولیسو ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت د چارآسیاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې خپل چاڼیز عملیات تر سره …

نور... »

په کابل کې پولیسو د آریانا نیوز خبریال وهلی او ګواښلی

د کابل پولیسو قومندانۍ د آریانا نیوز خبریال ګواښلی؛ ګرځند(مبایل) او د انځور اخیستنې کمره یې ترې په زور اخیستي دي. د آریانا نیوز خبریال سمیع جهش، چې په کابل کې د افغان ـ ترک پر ښوونځي د پولیسو د سهارني برید د پوښښ لپاره اړوند سیمې ته ورغلی و، …

نور... »

په کابل کې موتربم او بریدونو له سل ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د نن ورځې په چاودنه او یرغلیزو بریدونو کې درې کسان ووژل شول او نږدې سل  نور ټپیان شول. د بریدونو موخه د ملي دفاع وزارت د اکمالاتو او انجینري څانګه وه؛ برید پر یوه موتر بم پیل شو او بریدګرو په ساعتونو …

نور... »

مایک پمپیو کابل ته راغلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی. هغه نن مازیګر د امریکا په سفارت کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او ویلي یې دي، چې تر دې دمه د له طالبانو سره د ځواکونو د وتلو پر نېټه کومې هوکړې …

نور... »

په کابل کې خراسانی نومی لوی مجرم ونیول شو

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د کابل پولیسو د هېواد لوی مجرم عبدالحمید خراسانی نومی نیولی دی. د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړی نن له غرمې مخکې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د سیاسیونو د ننني لاریون په بهیر کې ځان له پولیسو سره …

نور... »

په کابل کې د غلو او لوټمارانو یوه ۵ کسیزه ډله ونیول شوه

د کابل پولیسو په یوه خبرپاڼه کې د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳) د غلو او لوټمارانو د یوې ۵ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان هر یو شعیب، فرهاد، احمد شاه، تازه ګل او اجمل نومیږي، چې د کابل ښار له …

نور... »

په کابل کې د سوک وهنې فدراسیون عمومي منشي ترور شو

د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۲) د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون عمومي منشي حمیدالله حمیدي د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې ووژل شو. د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د پېښې رامنځته کیدل منلې؛ خو په دې …

نور... »

په کابل کې د کاري فرصتونو د برابرولو یو رسمي بنسټ پرانیستل شو

مسوولین وایي؛ په کابل کې د کاري فرصتونو د برابرولو د رسمي بنسټ له پرانستې موخه د سوداګریزو چارو پراختیا، د انګېزې را منځته کیدل، کاري آسانتیاوې او د کوچنیو تشبثاتو وده ده. د نویو کارموندونکیو بنسټ رییس اکبر ارغندیوال زیاته کړې؛ موخه د هغو ځوانانو هڅونه ده، چې کوچنیو …

نور... »

په کابل کې د ناقانونه وسلوالې ډلې مشر نبي کوهبندي ووژل شو

امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوې وژونکې ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نبي کوهبندي د هغې خطرناکې او وژونکې ډلې مشر و، چې د …

نور... »

په کابل کې د طالبانو د وسلو او مهماتو زیرمه وموندل شوه

د ملي امنیت ریاست د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو د مهماتو او وسلو د یوې زیرمې له موندلو خبر ورکوي. د یاد ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې زیرمه کې ۵۲ د ار پي جي مرمۍ، ۱۶ د هاوان او ۸۲ ملي متري مرمۍ، پېنځه …

نور... »

په کابل کې د داعش شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې  د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په کابل ښارکې د داعش د شپږ کسیزې ډلې د نیولو لپاره بریالي عملیات تر سره کړي دي. یاد ریاست د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۹) په ډاګه کړې، چې نیول شویو کسانو په کابل ښار کې …

نور... »

په کابل کې درې پرلپسې چادونو ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۲) سهارمهال ۷:۵۰ دقیقې د کابل ښار د پېنځمې ناحیې د سیلو په اړوند سړک کې درې پرلپسې چاودنې رامنځته شوې دي. کورنیو چارو وزارت وايي؛ نن سهار اووه بجې او پنځوس دقیقې د پېنځمې امنیتې حوزې اړوند د حفیظ الله امین په کوڅه …

نور... »

په کابل کې موتر بم چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې- رحیمي

کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۰) د سهار ۸:۴۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو موتر بم چاودنې له ۴ کسانو خوږ ژوند واخیست او درې نور یې ټپیان کړل. په پلازمینه کې کابل کې …

نور... »

په کابل ښار کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون له دوه کسانو ژوند واخیست

امنیتي چارواکي وایي، چې د روژې پر نولسمه ورځ او د جمعې لمانځه پر مهال( د غبرګولي ۳) د کابل ښار په التقوا جومات کې چاودنې د مولوي سمیع الله ریحان په ګډون د دوه کسانو ژوند واخیست او ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپیان دي. د کابل پولیس وایي، برید …

نور... »

کابل ښار له پوره امنیتي ګواښ سره مخ دی

کابل ښار له پوره امنیتي ګواښ سره مخ دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره جنایي پېښې ډېریږي. کابل ښار تر امنیتي ګواښونو لاندې دی، چې نه ملکیان خوندي دي او نه هم پوځیان. پخوانی پوځي ظاهرعظیمي وایي، دا ستونزه د استخباراتو د کمزورو کړنو پایله ده. د کورنیو …

نور... »

په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور ۳ کسان نیول شوي

کورنیو چارو وزارت د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور د ۳ کسانو له نیولو خبر ورکوي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ سرحدي پولیسو دغه درې کسان د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي پر لوړۍ په داسې حال کې له هوایي …

نور... »

په کابل ښار کې د امنيتي پوستې ۶ پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کابل پولیس وایي، چې په کابل ښار کې د پولیسو پر پوسته د طالبانو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې تېره شپه اووه بجې د اووه مې امنیتي حوزې د …

نور... »

په تېرو پېنځه کلونو کې نوي زره جنايي پېښې رامنځته شوي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې نوي زره جنايي پېښې رامنځته شوي او دمګړۍ هم له جنايي جرمونو سره په مبارزه کې پولیس له نیمګړتیاوو سره مخ دي. په کابل کې جنايي پېښې مخ پر زیاتیدو دي او ښاریان یې سخت اندېښمن کړي؛ خو …

نور... »

په کابل کې د وروستي برید لامل استخباراتي کمزورتیا ده-پخواني پوځیان

د هېواد یو شمېر پخواني پوځیان وایي، چې پر کاونتر پارت موسسې د طالبانو پرونی برید(د غویی ۸) د امنیتي بنسټونو استخباراتي کمزورتیا نښه ده. د کابل په شنه سیمه کې پروت د امریکا دغه ملکي بنسټ تر ټینګې پلټنې او امنیتي تدابیرو لاندې دی؛ ځکه، نو کاونتر پارت ته …

نور... »