عاجل خبرونه

Tag Archives: ښوونکي

په ننګرهار کې ناامنیو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

مسوولین وايي؛ دمګړۍ په اچین کې دولس، په هسکه مینې کې اته، په نازیانو کې شپږ، په خوږیاڼيو کې لس، په بټيکوټ کې دوه، په مومندره کې اته او په حصارک کې درې ښوونځي د ناامنیو له وېرې تړل شوي دي. ننګرهار یو وخت د علم کور و؛ خو اوس …

نور... »

په پوهنه کې فساد راتلونکی نسل له منځه وړي- اشرف غني

ولسمشر غني د کابل ښوونکیو د بستونو د آزموینې اخیستو د مراسمو په پیل کې فساد وغانده او په ډاګه یې کړه، چې واسطه د خلکو تر منځ د نه برابرۍ سبب دی او له دې وروسته به د فاسدو کسانو په وړاندې ودریږم. په دولتي ادارو کې اتلس زره …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ په کابل کې ام البنین ښوونځي ته ورسیده

بیات بنیاد د روژې میاشتې په مناسبت د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په کابل کې ام البنین ښوونځي له زدکوونکیو، ښوونکیو او کارګرو سره د خوراکي او سپورتي توکو مرسته وکړه. د بیات بنیاد په رمضاني مرسته کې خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې او غوړي شته، چې …

نور... »

پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو د دوه میاشتو معاشونه نه دي ورکړي

پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو خپلو کارکوونکیو ته له دوه میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي ورکړي. د ښوونځي ښوونکي عبدالغفار ویلي، چې له یوې خوا یې معاش لږ دی او په سختۍ پرې ژوند تېروي؛ خو له بلې خوا یې په اجرا کولو کې ډېر ځنډ ورته ستونزې نورې هم …

نور... »

په نوي کال کې به د ښوونکیو معاشونه د مبایلونو له لارې ورکړشي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره تړون لاسلیک کړی، چې په نوي کال کې به لومړی د ښوونکیو او بیا د ټولو دولتي مامورینو معاشونه د مبایل له لارې ورکړ شي. د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزیر محمد شهزاد اریوبي  وايي، له فساد …

نور... »