عاجل خبرونه

Tag Archives: چاودنه

په هلمند کې موتر بم چاودنې لس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د دې ولایت د نادعلی ولسوالۍ د ملي اردو د مرکز مخې ته په چاودنه کې اته سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار لس بجې د نادعلی ولسوالۍ د تورپل په سیمه کې د کامران …

نور... »

د کابل د نهمې ناحیې په اړوند سیمه کې د م.م پر موتر چاودنه شوې

امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د شنبې پر ماښام( د لیندۍ ۳) د پلازمېنې کابل د نهمې امنیتې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې د ملګرو ملتونو پر اړوند موتر نن ماښام ۶:۲۰ د لاسي بم برید …

نور... »

د ننګرهار د هسکې مېنې پر جومات د برید پلانوونکی ووژل شو

په ننګرهار کې د صفر دوه قطعې مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د د دې ولایت د هسکې مېنې د وروستي برید پلانوونکی د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال چاودنو …

نور... »

د غزني پوهنتون په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ زدکړیالان ټپیان کړل

کورنیو چارو وزارت وایي؛ چاودنه په درسي ټولګي کې د ځای پرځاي شویو چاودیدونکیو توکو له چاودنې رامنځته شوې، چې د پېښې ۲۰ ټپیان نجونې دي. د سې شنبې پر ورځ له غرمې مخکې د غزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په یوه ولګي کې هغه مهال چاودنه رامنځته شوه، چې …

نور... »

په ننګرهار کې چاودنې ۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار والي وياند ويلي؛ د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ هوټل ته نږدې نن مازیګر ۴ نیمې بجې چاودنه رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼي زیاته کړې؛ چاودنه د ملي اردو د جلب او جذب کاستر موتر ته نږدې په درول شوي …

نور... »

په کابل کې چاودنې ۵۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن پنجشنبه( د وږي ۱۴) له غرمې مخکې څه نا څه ۱۰:۱۰ د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په شش درک سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پېښې رامنځته کیدل مني او وایي، چې په دې پېښه کې لس …

نور... »

په کندوز ښار کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

امنیتې چارواکو په ډاګه کړې، چې په کندوز ښار کې ماښام مهال په داسې حال کې چاودنه رامنځته شوی، چې د دې ولایت امنیه قومندان د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکاوه. د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او د امنیه …

نور... »

په جلال آباد ښارکې د ننګرهار پوهنتون استادانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر مازيګر( د وږي ۵) شاوخوا څلورنيمې بجې د ننګرهار امنيه قومندانۍ ته نږدې پر کورلا ډوله موتر چاودنه شوې. د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل وايي، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو …

نور... »

په کابل کې چاودنې د واده د مراسمو ۲۴۵ ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ښار د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د ودونو په یوه تالار کې چاودنې لږ تر لږه له ۶۳ کسانو خوږ ژوند اخیستی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې تېره شپه ۱۰:۴۵ د کابل ښار د لویدیځې څنډې د (شهردبۍ) د ودونو په تالار …

نور... »

کابل پوهنتون ته نږدې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۳۳ نور ژوبل کړي

پولیسو ویلي؛ د جمعې پر ورځ سهار مهال یو ځانمرګی له دې سیمې تېریده؛ خو د دوی څارنې اړ کړ، چې د کابل پوهنتون په څو قدمۍ کې د قضا خدمتي دورې او طبي شورا د آزموینې محصلانو ته نږدې چاودنه وکړي. آریانا خبریال سمیع جهش، چې د پېښې ځای …

نور... »

د غزني په یوه جومات کې د چاودنې له کبله دوه تنه ووژل شول

د غزني ولایت چارواکو څرګنده کړې، چې تېر ماښام د دې ولایت په یوه جومات کې چاودنې دوه تنه وژلي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان دي. له سیمې څخه عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه د غزني ښار د خاک غریبان په اړوند سیمه کې د عبادت کوونکيو د ماښام …

نور... »

د کابل ښار د دارالامان په اړوند سیمه کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د کابل ښار دارالامان ته نږدې یوه نیمه بجه د حکومتي کارکوونکیو پر یو کاستر یوه چاودنه شوې ده. مسوولین وایي، چې چاودنه د اداري اصلاحاتو کمیسیون د کارکوونکیو پر کاستر موتر رامنځته شوې ده.  د اداري اصلاحاتو کمیسیون ویاند منلې، چې د دوی د کارکوونکیو پر موتر چاودنه شوې، …

نور... »

په کابل ښار کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون له دوه کسانو ژوند واخیست

امنیتي چارواکي وایي، چې د روژې پر نولسمه ورځ او د جمعې لمانځه پر مهال( د غبرګولي ۳) د کابل ښار په التقوا جومات کې چاودنې د مولوي سمیع الله ریحان په ګډون د دوه کسانو ژوند واخیست او ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپیان دي. د کابل پولیس وایي، برید …

نور... »

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې چاودنې دوه سرتېري ټپیان کړل

امنیتي چارواکي وایي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار د لومړۍ حوزې اړوند له خوست پله سره د ملي اردو پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده. د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم آریانانیوز ته ویلي، چې دوه تنه د ملي اردو سرتېرې یې ټپیان کړه. تبسم زیاتوي، …

نور... »

په هرات کې یوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۵ کسان وژلي او د اوبه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۲۰ نور ټپیان دي. د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا منلې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۸) اته نیمې بجې د اوبه ولسوالۍ په بازار …

نور... »

په لوګر کې د چاودنې له امله د واده ګډونوالو ته مرګ و ‌ژوبله اوښتې

امنیتي سرچینو ویلي، چې د لوګر د محمد آغه ولسوالۍ د یوه کور په واده کې چاودنې څلور تنه وژلي او اووه نور یی ټپيان کړي دي. سرچینه وایي، دا چاودنه د محمد آغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې تېره شپه د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده …

نور... »

په تخار ولایت کې د ټاکنیز کمپاین په ناسته کې چاودنې ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په تخار کې امنیتي چارواکي وایي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند د کمپاین پر غونډه چاودنه رامنځته شوې ده. د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر ویلي، چې دا چاودنه نن غرمه د رستاق په ولسوالې کې د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندې نظیفه یوسفي بیک …

نور... »

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار شاوخوا اووه بجې د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د برښنا ریاست د اړوند سیمې په پلورنځیو کې چاودنه رامنځته شوې ده.    د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د ښار په اړوند سیمه د …

نور... »

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پر پولیسو چاودنه شوې

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وایي، چې،  د ګردیز ښار د پولیسو پر رنجر موتر چاودنه رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی . دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایتي شورا  یو …

نور... »

په کابل کې د ټاکنو کمیسیون په وړاندې د اعتراض کوونکیو خیمې ته نږدې چاودنه شوې

د کابل پولیسو ویلي، چې نن له غرمې وروسته ۱:۱۵ یو ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، چې ټاکنو کمیسیون ته نږدې د اعتراض کوونکیو خیمې ته ننوځي؛ خو د پولیسو له پېژندلو سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. …

نور... »