عاجل خبرونه

Tag Archives: ځوانان

ځوانان په ننګرهار کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کوي

د ننګرهار ځوانانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کړې ده. د زمري ۲۱، چې د ځوانانو نړیوالې ورځ منل شوې؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو …

نور... »

په بنګله دېش کې چارواکو پر مبایلونو انترنیت بند کړی دی

بنګله دېشي چارواکو ویلي: اړوند ادارو؛ ځکه دا کار کړی، چې په دغه هېواد کې د ځوانانو پيل شویو مظاهرو زور اخیستی دی. د دې کار موخه تر ډېره دا ښودل شوې، چې ځوانان راټول نشي. په ډاکه کې مظاهرې پر تاوتریخوالو اوښتي او د شاهدانو په خبره څه باندې …

نور... »

ځانمرګي بریدګر د امام ابوحنیفه(رح) د لارې پیروان نه دي-اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امام ابوحنیفه(رح) د منزلت او شخصیت په اړه په علمي او څېړنیزه غونډه کې په ډاګه کړه، چې ځانمرګي بریدګر د امام ابوحنیفه رح د لارې پیروان نه دي او په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهونکي یې له فکر سره بلدیا نلري. د …

نور... »

د ودونو د مراسمو قانون توشیح او په رسمي ګڼه کې خپور شو

د عدلیې وزارت ویاند وایي، د ناوې خپلوان نه شي کولی د ودونو په مناسبت د زوم له کورنۍ طویانه، قلین، د شیدو بیه ولور او جېز په جبري توګه تر لاسه کړي. د طویانې اخیستل د ودونو په وړاندې یو لوی سرخوږی دی، چې د ځوانانو لپاره یې ډېرې …

نور... »

یو شمېر پارلماني وکیلانو په خوست کې ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي-مدني فعالان

د خوست مدني فعلان وایي، د دغه ولایت یو شمېر پارلماني وکیلانو ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي او دغې چارې د دې ولایت ځوانان بې اتفاقه کړي دي. په ټولنیزه رسنۍ فسبوک کې له خپل یا مستعار ادرس څخه یو او بل ته د سپکو سپورو ویل، د یو او …

نور... »

افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري

 د آریانا نیوز خبریال له آتنه په ډاګه کوي، چې افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري؛ ځینو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او شپې پر سړکونو تېروي. افغان ځوانانو ټوله شتمني لیلام کړې؛ زرګونه یورو یې لګولي، چې اروپایي هېوادونو ته دننه شي،  اروپا …

نور... »

ځینې انتصابي ځوانان په فساد کې ښکېل شوي

د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ولسمشرغني هغو چارواکو ته نغوته(اشاره) کړې، چې د ځوانانو په استازیتوب په حکومت کې کار کوي وایي؛ چې یو شمېر ځوانان د هغې پوهې له کبله پر کار ګمارل شوي، چې لري یې؛ خو ځینې انتصاب شوي ځوانان، په اداري فساد کې …

نور... »