عاجل خبرونه

Tag Archives: ځانمرګی برید

د تورخم – جلال آباد پر لویه لار ځانمرګي ۱۶۰ لاریونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایي، د تورخم– جلال آباد پر لویه لار د مومند درې د اړوند سیمې په ډکه کې د څلور ولسوالیو پر لاریونوالو ځانمرګی برید شوی، چې ۱۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې. ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼې وایي، په دې پېښه کې ۳۲ کسان وژل شوي …

نور... »

د احمد شاه مسعود د تلین پر هوایي ډزو او ځانمرګي برید کې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

چارواکو ویلي، چې د احمد شاه مسعود د ۱۷ تلین په مناسبت ښار ته د راوتلیو کسانو د ناتاره هوایي ډزو پر لامل ۱۳ کسان ټپیان شوي او دغه راز ځانمرګي ۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو پولیسو ۱۰۰ ناقانونه وسلوال نیولي دي. د سنبلې اتلسمه په قانون …

نور... »

د ننګرهار ولایتي شورا د ټاکنو د تحریم ګواښ کړی

د ننګرهار ولایتي شورا له ټاکنیز نوملړه د جاوید زمان غمشریک ویستل ناعادلانه کار وبللو او خبرداری یې ورکړ، چې که له نوموړي سره عدالت ونشي او پر پلویانو یې د شوي برید څېړنه ترسره نشي؛ نو په دې ولایت کې به روانې پارلماني ټاکنې تحریم کړي. د تېرې شنبې …

نور... »

د جلال آباد ښار د بهسود پله په څلور لاري کې ځانمرګي برید شوی

د ننګرهار والي ویاند وايي، چې په برید کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ و ژوبله ا وښتي ده. یوه بله سرچینه وايي، چې برید د څلورمې لوا د ګارنیزون د قومندان رسول محمد پر موتر شوی، چې هغه روغ دی؛ خو نورو سرتېرو ته یې مرګ و ژوبله …

نور... »

په پروان ولایت کې د ناتو درې سرتېري ووژل شول

د پروان ولایت چاریکار ښار ته نږدې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت درې سرتېري د یکشنبې له غرمې مخکې( د زمري ۱۴) په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. په هغه خبرپاڼه کې، چې ناتو خپره کړې راغلي؛ دغه سرتېري له افغان ځواکونو سره په اړوند سیمه کې د …

نور... »

د جنرال دوستم پر کاروان ځانمرګی برید شوی

 نن مازیګر یو ځانمرګي برید ګر غوښتل د جنرال دوستم پر کاروان برید تر سره کړي؛ خو د امنیتي خنډونو له کبله بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې ده. آریانا نیوز خبریال وایي، هغه مهال، چې د ولسمشر لومړی مرستیال د خپل دفتر پر لوري راوان …

نور... »

د جلال آباد په ځانمرګي برید کې د وژل شویو اهل هنودو شمېر۱۸ ته پورته شوی

اهل هنود وایي؛ د جلال آباد په پروني ځانمرګي برید کې د وژل شویو اهل هنودو شمېر اتلس او د ټپیانو اته کسانو ته لوړ شوی، چې په کې ولسي جرګې ته نوماند اوتارسینګ او د اهل هنودو د حجرې، درمسال او ښوونځي مشران هم شته دي. د جلال آباد …

نور... »

په ننګرهار کې موتربم د لس اهل هنودو په ګډون ۴۴ کسانو ته مرګ وړ ژوبله اړولې

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د اهل هنودو پر هغې ډلې ځانمرګی برید شوی، چې غوښتل یې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره وګوري. د جلال آباد چارواکي او عام خلک د ولسمشر راتګ ته له یوې اوونۍ راپدیخوا په تمه ول؛ سرتېرو …

نور... »

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نوې تګلاره تر کار لاندې ده

د مې درېیمه د رسنیو نړیواله ورځ په افغانستان کې د غویی پر لسمه د وژل شویو خبریالانو د فاتحې له مراسمو سره ونمانځل شوه.  دې مراسمو ته د قربانیانو د کورنیو غړي ورغلي وه او پر حکومت یې له دې کبله نیوکه وکړه، چې د خبریالانو امنیت یې نه …

نور... »

د کابل ښار د برچي په تذکرو مرکز کې ځانمرګي برید ۵۲ کسان وژلي

امنیتي چارواکو ویلي، چې نن لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوی، چې په  کې له ۳۰  ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د …

نور... »

په کابل کې ځانمرګي ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار مهال بریدګر د شش درک سړک شنې امنیتي برخې ته ننوتی او د ملي امنیت ریاست یوې برخې ته نږدې یې خپل چاودیدونکي توکي چولي، چې په کې درې کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي. دغه ځانمرګي برید نن سهار …

نور... »

په کندهار ولایت کي ځانمرګي ۱۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ځانمرګي ۱۳  سرتېري وژلي دي. د کندهار امنیيه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، تېر ماښام د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په لومړي قراول کې د هاموی موتر په وسیله شوي برید ۱۳ سرتېري وژلي دي. هغه زیاته کړې، چې په وژل شویو کي …

نور... »

په کابل کې د دنمارکي ځواکونو پر کاروان موتر بم چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې  ۱۱ بجې د کابل ښار د ۵ امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلاري ته نږدې د دنمارکي ځواکونو د موترو پر کاروان موتر بم برید شوی دی. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش پېښه تائیدوي او وایي، چې په دې ځانمرګي برید کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي …

نور... »

د کابل په بګرام ولسوالۍ کې ځانمرګي د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید کړی

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دوشنبې پر ورځ(د وږي ۲۰) یو ځانمرګي بریدکوونکي د بهرنیو ځواکونو پر موترو برید تر سره کړ. د پروان ولایت امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزی وایي، چې د بګرام ولسوالۍ د نصرو کلا په سیمه کې بریدګر پر خپل ګړندی …

نور... »