Tag Archives: پولیس

یو کس په هرات کې خپله ښځه، خواښې او اوښی د چړې پر ګوزارونو وژلي

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند آریانا نیوز ته ویلي، چې پېښه د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۷) د دې ولایت په اوومه ناحیه کې رامنځته شوې ده. د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولی زاده زیاته کړې، چې په دې پېښه کې تورن کس له پېښې وروسته د …

نور... »

په کاپیسا کې ماین چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کاپیسا امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې په کاپیسا ولایت کې ماین چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده. د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش آریانا نیوز ته ویلي، چې طالبانو امنیتي ځواکونو ته تېره ورځ د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون قفل ماتوونکي لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قفل د ماتولو څېړونکيو ویلي؛ د قفل ماتولو په قضیه کې نهه ملکي او پوځي مامورین، چې په دې تړاو تورن پېژندل شوي، د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله په دې اړه ویلي؛ موندنې مو ښیي، …

نور... »

په کندوز ۱۸ پاڅونوالو او پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د دې ولایت په علی آباد ولسوالې کې د پولیسو او پاڅونوالو پر پوستو د وسلوالو په برید کې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی. وسلوالو طالبانو د سې شنبې پر شپه د کندوز د علي آباد ولسوالې …

نور... »

پولیسو د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنه روانه وساتله

د پولیسو او ولسي جرګې ترمنځ د راپورته شوي کړکیچ په لړ کې د یکشنبې پر ورځ( د تلې ۲۱) بیا هم د دارالامان پر سړک د ملي شورا د غړیو د تورو ښیښو لرونکیو ذرې موټرو پلټنه وشوه. خلکو په دې وروستیو کې د ملي شورا د غړیو لخوا …

نور... »

د قانون پلي کوونکيو او جوړوونکیو، د تېرې شپې چلند غبرګونونه را پارولي

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګې ځینې غړي قانون ته ژمن ندي او د تېرې شپې بېړنۍ ناسته یې د قانون پلي کیدو ته په غبرګون کې تر سره شوې ده. د ولسي جرګې ځینې غړي د جمعې پر ماښام د نهمې امنیتي …

نور... »

د غزني پوهنتون په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ زدکړیالان ټپیان کړل

کورنیو چارو وزارت وایي؛ چاودنه په درسي ټولګي کې د ځای پرځاي شویو چاودیدونکیو توکو له چاودنې رامنځته شوې، چې د پېښې ۲۰ ټپیان نجونې دي. د سې شنبې پر ورځ له غرمې مخکې د غزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په یوه ولګي کې هغه مهال چاودنه رامنځته شوه، چې …

نور... »

د سویل ختیځ زون د یوناما دفتر ساتونکیو خپلمنځي نښته کړې

امنیتي چارواکي وایي، چې نن ماښام ناوخته په پکتیا کې د سویل ختیځ زون د یوناما دفترساتونکیو خپلمنځي نښته کړې، چې په کې د یوناما د ساتونکیو قومندان او یو بل پولیس وژل شوي دي. د پکتیا امنیه قومندان سمونوال عثمان جانباز وایي، د یوناما د ساتونکیو قومندان او پولیس …

نور... »

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته هوایي برید شوی

د یکشنبې پر شپه شاوخوا دوه بجې د بهرنیو ځواکونو یوې جنګي چورلکې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د کان او قطرغي په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوسته هوايي برید کړی. د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوال بصیرګلاب وايي، په بمبارد کې یو پولیس افسر او دوه پولیس …

نور... »

امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو په بهیر کې ناپېیلي پاتې شي-عبدالله عبدالله

اجرائیه رییس وايي، امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو په بهیر کې خپل ناپېیلتوب وساتي او د هیڅ فشار تر اغېزې لاندې دې نه راځي. په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ پیل شوي؛ د حکومت اجرائیه رییس په ټاکنو کې د پولیسو د لاسوهنې په اړه اندېښمن شوی …

نور... »

د کندهار – روزګان پر لویه لار پولیسو خپل ۷ نور پولیس ملګري وژلي

د کندهار ولایت امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د کندهار – روزګان پر لویه لار څو تنو پولیس خپل اووه نور پولیس ملګري وژلي دي. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دغه پېښه د یک شنبې پر ورځ( د زمري ۱۳) له غرمې مخکي د شاولیکوټ …

نور... »

په کابل کې یو طالب له ۹ ملګرو سره نیول شوي

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې وزارت ځانګړیو ځواکونو په کابل کې یو طالب له خپلو ۹ ملګرو سره نیولي دی. کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې تېره شپه د پولیسو ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت د چارآسیاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې خپل چاڼیز عملیات تر سره …

نور... »

په کابل کې پولیسو د آریانا نیوز خبریال وهلی او ګواښلی

د کابل پولیسو قومندانۍ د آریانا نیوز خبریال ګواښلی؛ ګرځند(مبایل) او د انځور اخیستنې کمره یې ترې په زور اخیستي دي. د آریانا نیوز خبریال سمیع جهش، چې په کابل کې د افغان ـ ترک پر ښوونځي د پولیسو د سهارني برید د پوښښ لپاره اړوند سیمې ته ورغلی و، …

نور... »

وسلوالو طالبانو په بغلان ولایت کې د ولسي پاڅون ۲۵ ځواکونه وژلي

د وسلوالو طالبانو لایزري قطعې تېره شپه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په کوهګدای کلیو کې د ولسي پاڅون پر ځواکونو بریدونه وکړل. د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکوونکیو د یوه قومندان صلاح الدین په ګډون د یاد پاڅون ۲۵ …

نور... »

په کابل کې خراسانی نومی لوی مجرم ونیول شو

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د کابل پولیسو د هېواد لوی مجرم عبدالحمید خراسانی نومی نیولی دی. د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړی نن له غرمې مخکې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د سیاسیونو د ننني لاریون په بهیر کې ځان له پولیسو سره …

نور... »

په کابل کې د غلو او لوټمارانو یوه ۵ کسیزه ډله ونیول شوه

د کابل پولیسو په یوه خبرپاڼه کې د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳) د غلو او لوټمارانو د یوې ۵ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان هر یو شعیب، فرهاد، احمد شاه، تازه ګل او اجمل نومیږي، چې د کابل ښار له …

نور... »

پولیسو په فاریاب کې د طالبانو د ماليې راټولوونکی نیولی

کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې طالبانو ته د مالیې راټولولو د مسوول له نیولو خبر ورکوي. یاد وزارت د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۳۱) په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو نن سهار د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې طالبانو ته د مالیې راټولولو مسوول قاري یحیی …

نور... »

په کندهار ولایت کې اووه وسلوال طالبان نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کندهار ولایت کې اووه وسلوال طالبان نیول شوي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي پولیسو ځواکونو په کندهار ښار کې د وسلوالو طالبانو یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده. په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ډلې د …

نور... »

په کابل ښار کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون سلاکاره ترور شوه

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۱) ۷:۲۰ دقیقې ناڅرګندو وسلوالو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون سلاکاره مینه منګل ترور کړې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړې ترور …

نور... »

د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.   د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ د خلازیو او …

نور... »