عاجل خبرونه

Tag Archives: ټاکنې

په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو- طالبان

وسلوالو طالبانو د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې او بلنې په ځواب کې، چې طالبان دې په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ویلي، چې : په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو. دوی له خلکو هم غوښتي، چې په دې ټاکنو کې ګډون ونکړي. په هغه خبرپاڼه کې، چې …

نور... »

سیاسي ګوندونو په ټاکنو کې د خپلو استازیو د څارنې پر مناسبه ونډه ټينګار کړی

په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو په راروانو ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د ونډې د  زیاتیدو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه د ګوندونو استازي ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته لار ومومي. دوی وړاندیز وکړ، چې ټاکنې باید د تلې پر لومړۍ نېټه تر …

نور... »

په ټول هېواد کې په لومړۍ ورځ اووه زره کسانو نوملیکنه کړې

د ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې اووه زره کسانو نوم لیکنه کړې ده. په پلازمېنه کابل کې د نوملیکنې په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه د پام وړ نه ښکاري؛ خو بیا هم خلک راځي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره …

نور... »

د افغانستان د المپیک ملي کمیتې نوي رییس وټاکل شو

د افغانستان المپیک ملی کمیتې ریاست ټاکني نن له غرمي مخکی د آسیا المپیک شورا د استازی حیدر فرمان پر څارنه او نظارت ترسره شوې. د دې څوکۍ لپاره حفیظ ولي رحیمي، ضیا دشتي او شمس الحق مسعود مبارز ځانونه نومولي وه، چی د مسعود مبارز له  تېریدو سره ضیا …

نور... »

یو شمېر پارلماني وکیلانو په خوست کې ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي-مدني فعالان

د خوست مدني فعلان وایي، د دغه ولایت یو شمېر پارلماني وکیلانو ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي او دغې چارې د دې ولایت ځوانان بې اتفاقه کړي دي. په ټولنیزه رسنۍ فسبوک کې له خپل یا مستعار ادرس څخه یو او بل ته د سپکو سپورو ویل، د یو او …

نور... »

حکومت باید د ټاکنو له پیچلې ازموینې بریالی را ووځي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې حکومت باید د ټاکنو له پیچلې ازموینې بریالی را ووځي او د رایه ورکوونکیو امنیت خوندي کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي مهالوېش له مخې په پام کې ده، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د …

نور... »

ټاکنې د سږ کال د تلې په ۲۸ تر سره کیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره کیږي. کمیسیون د یادې ورځ  لپاره د ټاکنو تر سره کیدو ته تیاری پیل کړ او غواړي، چې د شنبې پر ورځ(د وري ۱۱) د ټاکنو مهالوېش په …

نور... »

په ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې سلګونه شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکولو د ۷۳۵۵ مرکزونو د جوړیدو د نوملړ په تړاو ۳۷۳ شکایتونه ور رسیدلي دي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رییس عبدالعزیز آریایي وایي: په ډېرو شکایتونو کې د رای ورکولو د مرکزونو لیریوالی اصلي موضوع وه، چې …

نور... »

په ۱۱ ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله رای مرکزونه معلوم نشول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په یوولس ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله د ټاکنو د رایو ورکولو مرکزونه معلوم شوي نه دي؛ ځکه، چې هلته ناامني ده. که څه هم خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو هیله لري؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې اړه ډاډه نه …

نور... »

د ۱۳۹۷کال له پیله به د رایه ورکوونکیو نوم لیکنه پیل شي- کمیشنر هاشمي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نوي لمریز کال د وري( حمل) په میاشت کې به د رایه ورکوونکیو نوم لیکنه پیل شي. له اوږده ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړه، چې د نوملیکنې کتابونه تازه له بهر څخه رارسیدلي او په راروانې وري میاشت کې به د …

نور... »

حکومت دې د والیانو له بدلولو ډډه وکړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ حکومت دې د ټاکنو په بهیر کې د والیانو له بدلولو ډډه وکړي، ځکه دا کار به په ټاکنو کې لاسوهنو ته زمینه برابره کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې پر ورځ( د کب ۱۴) له ټولو هغو دولتي ادارو سره د همغږۍ غونډه …

نور... »

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به څه نا څه دوه میاشتې وځنډیږي- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په تله میاشت کې تر سره شي. که څه هم راتلونکیو ټاکنو ته څه باندې سل میلیون دالر ټول شوي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له ټاکلي وخت سره …

نور... »

د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی- منیره یوسفزاده

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی او د سمنګان لپاره ټاکل شوی نوی والي به ډېر ژر کار پیل کړي. د سمنګان لیرې شوي والي عبدالکریم خدام ویلي، چې د جمعیت ګوند، د دغه ولایت د خلکو او …

نور... »

د هرات ۶۱ سلنه خلک په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي

د آریانا نیوز ټولپوښتنې په ډاګه کړې، چې د هرات له نیمايي ډېر خلک پر بېلابېلو لاملونو په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي. آریانا نیوز په هرات کې د راتلونکیو ټاکنو لپاره خلک پوښتلي، چې ډېرو ورته ویلي، نه غواړي په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي او یا د …

نور... »

ښايي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډيږي- صیاد

د ټاکنو د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې د چنګاښ پر شپاړسمه به پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شي؛ خو اوس د کمیسیون چارواکي وايي، چې ښايي ټاکنې وځنډيږي؛ ځکه، چې ډېر وخت له لاسه وتلی دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد وایي؛ مونږ …

نور... »

سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی غړیتوب خپل کړ

د اجرائیه ریاست د رسنیو سلاکار وايي، له اول الرحمن ردوال او عبدالقادر ځاځي څخه ولسمشر او اجرائیه رییس ته سید حفیظ الله هاشمي وړ وبرېښده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی غړیتوب یې خپل کړ. د اجرائیه ریاست د رسنیو سلاکار فریدون خوځون د شنبې پر ورځ( د مرغومي …

نور... »

ملګري ملتونه د رای ورکوونکیو د نوملړ برابرولو۹۰ سلنه لګښت پر غاړه اخلي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي؛ اته ویشت میلیون دالرو ته اړتیا ده، چې خپلې طرحې  پلې کړو. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تذکرو له مخې د رایه ورکوونکیو د نوملړ تیارولو تازه طرحه حکومت ته سپارلې، چې د پلي کیدو لپاره یې اته ویشت میلیون دالرو ته اړتیا ده. …

نور... »

د ټاکنو د برښنایي سیستم وسایل له داوطلبۍ پرته پېرودل کیږي- وریماچ

ټاکل شوې، چې د رڼو ټاکنو لپاره د تیکنالوژۍ پرمختللې وسایل له بهره وپېرودل شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغو وسایلو د  اخیستو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره تړون کړی دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ له آریانا نیوز سره په خبرو کې …

نور... »

د رایه ورکوونکیو نوملیکنه به ژر پیل شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ټول هېواد کې د رایو ورکولو د مرکزونو ارزونه اویا سلنه بشپړه شوې او ټاکل شوې د رایه ورکوونکیو د نوملړ د چمتو کولو کار ژر پیل شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ وایي، تر اوسه یې شپږ زره …

نور... »