عاجل خبرونه

Tag Archives: ټاکنې

د سولې خبرو ته ملي پلاوي جوړیږي- عبدالله عبدالله

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ اجرائیه رییس د وزیرانو شورا په ناسته کې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو ګونګوسو ته په نغوته کې ویلي، چې لنډمهاله حکومت د لنډمهاله موخې لپاره د افغانستان د خلکو په ګټه ندی او ان پدې اړه بحث او خبرې هم ندي شوي. …

نور... »

حکومت د سولی بهیر مخنیوی کوي- حنیف اتمر

حنیف اتمر د دوشنبې پر ورځ( د وري۵) په مزارشریف ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلینغونډې ګډونوالو ته حکومت تورن کړ، چی غواړي د سولې بهیر او په دې اړه د امریکا د هڅو مخه ونیسي او ټینګار کوي، چې که سوله ان په لنډمهاله حکومت راځي؛ …

نور... »

ولسمشر اشرف غني د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶) له غرمې مخکې د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل. ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو په ارګ کې د سولې بهیر، له وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې او کابل …

نور... »

د آریانا نیوز د نظرپوښتنې پایله سولې ته د خلکو د اړتیا ښکارندویي کوي-څارونکي

د ټاکنو یو شمېر  څارونکي بنسټونه وایي؛ د آریانا نیوز او د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې نظر پوښتنې په ډاګه کړې، چې خلک سولې ته تږي دي. آریانا نیوز د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) په ملاتړ په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه …

نور... »

د سولې او ټاکنو په اړه د آریانا نیوز او نی بنسټ نظر پوښتنه له غبرګونونو سره مخ شوه

د آریانانیوز او د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) په نظر پوښتنه کې له څلوردېرش ولایتونو څه باندې پېنځه زره وګړیو برخه اخیستې وه، چې اکثرو یې د سولې خبرو په پنځ (اوج) کې له طالبانو سره د سولې هوکړه له ولسشمریزو ټاکنو غوره وګڼله. ځینې خلک وایي، په هېواد …

نور... »

د ولسي جرګې د ټاکنو نه څارنه به ټاکنو ته قانوني او ټولنیز زیان واړوي

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، چې د څارونکیو لخوا د ولسي جرګې د ټاکنو نه څارنه به دغه بهیر ته قانوني او ټولنیز زیان واړوي. که څه هم تر اوسه د رای شمېرلو بهیر روان دی او په دې اړه دا ډول خبرې له وخت مخکې دي.؛ خو ځینې نوماندان …

نور... »

په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ ۹۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ شاوخوا لس کسان وژل شوي او اتیا نور ټپيان دي. په لغمان، کونړ او ننګرهار کې د شنبې د ورځې ټاکنې له ننګونو سره مل وې. له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند محمد ظفرمبارز وايي، د ټاکنو پېچلی بهیر، امنیتي …

نور... »

له بایو متریک بارکودونو پرته به ټولې رایې باطلې شي- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ هغه رایې به باطلې اعلام شي، چې د بایومتریک بارکودونه ونلري.  بایومتریک دستګاوې به له تنظیمیدو وروسته د یکشنبې پر ورځ ولایتونو ته ولیږل شي؛ خو دا وسایل د رای ورکوونکیو په تړاو اطلاعات څه ډول ثبتوي؟ کمیسیون وایي: لومړی باید د ښي لاس د …

نور... »

په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي. د ټاکنو پر ورځ د رای ورکوونکیو د بایومتریک کیدو سیستم کارول د سیاسي ګوندونو د پرلپسې غوښتنو پایله ده. اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ کار روان دی، چې د ټاکنو …

نور... »

د ناامنیو له کبله به د رایو نور مرکزونه هم وتړل شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که ناامني همداسې روانه وي او ځینې نورې ساحې وسلوال لاندې کړي؛ د ټاکنو پر ورځ به  د رای ورکولو ډېر نور مرکزونه هم بند پاتې شي. د ټاکنو لپاره څه باندې اووه زره مرکزونه په نښه شوي؛ خو څه باندې دوه زره …

نور... »

ولسمشر په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د نه لاسوهنې فرمان وړاندې کړ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره یو څلور ماده ییزه فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې، چې د سې شنبې پر ورځ( د زمري ۱۶) د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه خبري ناسته کې اعلام کړ؛ حکومتي چارواکي، کارکوونکي او …

نور... »

له پارلماني نوملړه د ۲۵ نوماندانو د ایستلو پرېکړه وروستۍ نده- کمیسیون

  د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، وایي چې له نامسووله وسلوالو سره د اړیکو په تور د نوماندانو له نوملړه د ۲۵ نوماندانو د ایستلو پرېکړه وروستۍ نده؛ ښايي ځينې حذف شوي کسان په وروستي نوملړ کې شامل شي. هغه کمیسیون، چې له نامسوولو وسلوالو سره د نوماندانو د اړیکو …

نور... »

په یو شمېر سیمو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګول شوي- لالی حمیدزی

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی وايي، چې په یو شمېر سیمو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګول شوي دي. د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزي د دغو تذکرو ځينې بېلګې د آریانا نیوز په تحول خپرونه کې ښکاره کړې، چې د یوه سړي عکس پرې لګیدلی؛ خو نومونه یې …

نور... »

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رڼو ټاکنو غوښتونکې شوه

د م.م امنیت شورا ناسته، چې پرون ترسره شوې په کې د افغانستان د ټاکنو او سولې پر بهیر خبرې وشوې؛ د نږدې ۹ میلیون رای ورکوونکیو له نوملیکني یې خوښي څرګنده کړه او د دغه هېواد له حکومت او سیاستمدارانو یې غوښتل، چې د مسوولیتونو له مخې د رڼو …

نور... »

د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر او د رایو ورکولو سیستم دې باطل شي- سیاسیون

یو شمېر ګوندونو او حزبونو، سیاسي ډلو او شخصیتونو د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر د باطلیدو او د رایو ورکولو په سیستم کې د بدلون غوښتنه وکړه. یو شمېر ګوندونو، سیاسي ډلو او ځینو سیاسي څېرو د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۳) په یوه ناسته کې بحث وکړ، …

نور... »

په پاکستان کې ځانمرګي ۲۷۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بلوچستان داخله وزیر ویلي، چې د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید ځاني زیان نور هم پورته شوی دی.   د بلوچستان داخله وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته څرګنده کړې، چې په دې برید کې ۱۲۸ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي. چاودنه هغه …

نور... »

په غزني کې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پیاوړي مدیریت ته اړتیا ده- هاشمي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غزني کې ولایت کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پر پیاوړي مدیریت ټينګار څرګند کړی دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې په غزني ولایت کې حوزوي ټاکنې تر سره کوي؛ خو اوس هم …

نور... »

اوس هم د تېرو ټاکنو تور سیوری حس کیږي-عبدالله عبدالله

اجرائیه رییس وایي، اوس هم د تېرو ټاکنو تور سیوری د هېواد په ګوټ ګوټ کې احساس کیږي؛ خو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د خلکو د حق د ورکړې لپاره جدي هڅې تر سره شي. د افغانستان په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د …

نور... »

اهل هنود کولی شي د چنګاښ له ۱۶ تر ۲۱ ځانونه بیا ټاکنو ته نوماند کړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هندوان او سکان کولی شي د چنګاښ له ۱۶ تر ۲۱ ځانونه د ولسي جرګې ټاکنو ته بیا نوماند کړي؛ ځکه، چې ځانګړې څوکۍ یې له لاسه ونه وځي. ولسمشر هم د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۴) له هندوانو سره غمشریکۍ ته تللی و، …

نور... »

راروانو ټاکنو ته د ۷ ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلام شو

ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د اووه ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلام شو. له دوه ورځو ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون د اووه ولایتونو د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلام کړ؛ خو ځینې نوماندان ترې حذف شوي دي. …

نور... »