Tag Archives: ولسي جرګه

ولسي جرګې د باور رایو لپاره د نوماندانو د ورپېژندنې غوښتنه کړې

حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو له ټاکل کیدو سره په یوه وخت کې د څلور نوماند وزیرانو او د سترې محکمې د دوه غړیو پېژندنه ولسي جرګې ته استولې، چې ولسي جرګې یې ژر ترژره د ورپېژندلو غوښتنه کړې ده. د ولسي جرګې دوه …

نور... »

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه تصویب کړه

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون وايي؛ کابو یوه میاشت ملي بودجه وارزول شوه، چې په کې د مهمو بدلونونو له رامنځته کولو وروسته د رایو له مخې تصویب او منل شوه. د دیارلس سوه اته نوییم مالي کال ملي بودجه، چې ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده د …

نور... »

عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران پخپلو دندو پاتې شول

د عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې بریالي را ووتل. د دوشنبې پر ورځ ولسي جرګې د عدلیې وزیر او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره د پرمختیايي بودجې په لګښت کې د پاتې راتلو له کبله استیضاح …

نور... »

د ټولګټو وزیر د خپل مقام پر ساتلو بریالی شو

ولسي جرګې د ټولګټو وزیر د دیارلس سوه شپږ نوییم مالي کال د پراختیایي بودجې د نه لګولو کبله  استیضاح کړی و؛ خو نوموړی د خپل مقام پر ساتلو بریالی شو. د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس محمد عظیم محسني وایي؛ ځینې اختیاري پراختیایي پروژې په …

نور... »

امریکا دې په افغانستان کې د سولې لپاره هرغوراوی ومني- ولسي جرګه

د ولسي جرګې غړي وایي، چې خلک د زلمي خلیلزاد د سولې له هڅو ملاتړ کوي او باید دا هڅې یوې پایلې ته ورسيږي. له هغې وروسته، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې پراخې شوې؛ دا هیلې هم ورسره را وټوکیدې، چې د سولې بهیر به یوې …

نور... »

د مسکو ناسته د خبرو لوی فرصت دی، باید له بندون سره مخ نشي

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د مسکو ناسته د سولې خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لوی فرصت دی او باید د سولې بهیر له بندون سره مخ نشي. د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پېنځه کسیز پلاوي ګډون د سولې خبرو د پیل لپاره هیلې …

نور... »

په ولسي جرګه کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون بیا هم تصویب نشو

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د سلیقه یي چلند له کبله د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون په څلورم ځل هم له تصویبه پاتې شو. دغه قانون ۱۶ فصلونه او یو سل و اته مادې لري، چې په اجنډا کې له بشپړ ځنډ وروسته ونیول شو؛ خو بیا …

نور... »

د مل پاسوال عبدالرازق وژل کیدل بهرني او کورني اړخونه لري- ستانکزی

د افغانستان امنیتي بنسټونو ویلي، چې د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرازق وژل کیدل بهرني او کورني اړخونه لري، چې پایله به یې ډېر ژر له خلکو سره شریکه شي. ولسي جرګي د کندهار پخواني امنیه قومندان او په مجلس کې د هلمند د خلکو د …

نور... »

څارونکي بنسټونه د رای ورځې له احتمالي غزولو خبر ورکوي

څارونکي بنسټونه وايي، چې په بایو متریک سیستم کې د رای ورکوونکیو او د ګوتو د نښان او ستیکرونو لګول ډېر وخت ته اړتیا لري، چې له کبله به یې رای ورکوونکي ونشي کولی په یوه ورځ کې خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو پر ورځ به رای ورکوونکي څو پړاوونه …

نور... »

په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه پیل شوه

چارواکي وايي، چې په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه به د نړیوالو څارونکیو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او رسنیو په مخ کې په بشپړ ړنښت تر سره شي. د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ وروستی شوی او د یکشنبې پر ورځ( د زمري پر …

نور... »

د امنیتي ځواکونو تلفات، د امنیتي بنسټونو د بې غورۍ پایله ده

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنیتي ځواکونو د وژنو پر مرکزونو اوښتي او حاضر هم نه دي، چې ځواب ووایي. دا په داسې حال کې ده، چې ناامنیو خلک ستړي کړي او حکومت د خلکو د امنیت خونديتوب مسوولیت لري؛ خو امنیتي …

نور... »

اهل هنود کولی شي د چنګاښ له ۱۶ تر ۲۱ ځانونه بیا ټاکنو ته نوماند کړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هندوان او سکان کولی شي د چنګاښ له ۱۶ تر ۲۱ ځانونه د ولسي جرګې ټاکنو ته بیا نوماند کړي؛ ځکه، چې ځانګړې څوکۍ یې له لاسه ونه وځي. ولسمشر هم د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۴) له هندوانو سره غمشریکۍ ته تللی و، …

نور... »

په ولسي جرګه کې د ولسمشر تقنیني فرمان رد شو

په ولسي جرګه کې له بودجوي ادارو څخه د خپلواکو ادارو د نوم لیرې کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت رد شو.   د ولسي جرګې د دوشنبې(د چنګاښ ۱۱) په غونډه کې د ولسمشر د هغه تقنیني فرمان په اړه خبرې وشوې، چې په …

نور... »

له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی!

د مشرانو جرګې یو شمېرغړي وايي، چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی؛ ځکه دغه هېواد نه غواړي په پاکستان کې د وسلوالو سخت دریځو مرکزونه ویجاړ او پر ضد یې رښتینې مبارزه وکړي. په افغانستان کې ناکراریو په دې وروستیو کې زور اخیستی؛ نو، ځکه …

نور... »

حکومت طالبانو ته د ځانګړیو سیمو د پریښودو هڅې پیل کړي

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ حکومت طالبانو ته د هېواد د ځینې سیمو د پریښودو هڅه کوي، چې دا نه یوازې د خلکو او افغان ځواکونو له وینو سره ستر خیانت دی، بلکې هېوادنۍ لاسته راوړنې مو باید د سولې له خبرو قرباني نشي. د طالبانو له درې ورځني …

نور... »

ځینې حکومتي کړۍ له ترهګرو سره همکاري کوي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ پلازمېنې کابل او د هېواد یو شمېر نورو سیمو ته د ترهګرو په رالیږدولو کې لاس لري. دوی وایي، چې ډېري ترهګر په هغو مرمۍ ضد موترو کې رالیږدول کیږي، چې په هېواد کې یې …

نور... »

ولسي جرګې د نوملیکنې او تذکرو استازي استجواب کړل

ولسي جرګې د ټاکنو خپلواکمیسیون د دارالانشا سرپرست او د وګړیو د ثبت ادارې رییس د کاغذي تذکرو د وېش د څرنګوالي او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په اړه د ځواب ویلو لپاره غوښتي وه. د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، اوسني وضعیت ته په کتو حکومت د رڼو …

نور... »

په مشرانو جرګه کې له امریکایانو سره د امنیتي تړون د لغوه کولو غوښتنه شوې!

د مشرانو جرګې غړیو ویلي، چې امریکا په خپلو ژمنو نده ولاړه او هره ورځ افغانان وژل کیږي؛ نو، ځکه له امریکا سره د امینتي تړون د لغوه کولو غوښتنه کوي. د یکشنبې پر ورځ( د غویي ۳۰) په مشرانو جرګه کې یو ځل بیا له امریکا سره د افغانستان …

نور... »

له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ۵۵۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده- نصیر احمد درانی

د کرنې او مالدارۍ وزیر ولسي جرګې ته په ډاګه کړې، چې په هېواد کې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره پېنځه سوه پنځوس میلیون دالرو ته اړتیا ده، چې کولی شي پرې د نهه میاشتو لپاره زیانمن وګړي او حیوانات وژغوري. په هېواد کې د وچکالۍ د زیانونو له …

نور... »

د افغانستان زندانونه له بهرنیو ترهګرو ډک دي- معصوم ستانکزی

ولسي جرګې د وسلوالو طالبانو لخوا د خندق د عملیاتو له پیل کیدو او تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت رييس استجواب کړل. دوی د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو او هغو ګواښونو له کبله اندېښنه وښوده، چې افغانان ور …

نور... »