عاجل خبرونه

Tag Archives: ولسمشر غني

طالبان دې د افغان ځواکونو د ماتولو فکر له سره وباسي- ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر د هېواد  په سویلي  ولایت کندهار کې د بلک هاک جنګي الوتکو د سپارلو په مراسمو کې وویل، که طالبان د افغان ځواکونو د ماتولو فکر کوي؛ نو دا فکر دې له سره وباسي او که سولې ته تیار نه شي له منځه به یوړل شي. نوموړي وویل، …

نور... »

ولسمشر غني کندهار ولایت ته سفر وکړ

د ارګ د خبرپانې له مخې؛ ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د یو پلاوي په مشرۍ د کندهار ولایت د عمومي وضعیت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني کندهار ولایت ته په رسیدو له اتل ۲۰۵ قوال اردو لیدنه وکړه …

نور... »

ولسمشر غني له پاکستان سره د سولې پر خبرو ټينګار وکړ

د افغانستان ولسمشر، چې په ارګ کې د سام نړیوالې ناستې پر دوه یمه ورځ وینا کوله وویل، چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په خپله خاوره کې سخت دریځو ته اجازه ورنکړي. د سام دوه ورځنۍ غونډ‌ه په کابل کې جوړه او ترسره شوه؛ ولسمشر …

نور... »

اوسني روغتیایي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی- ولسمشر غني

د هېواد ولسمشر په هېواد کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې په روغتونونو کې جدي ستونزې شته او د روغتیایي مرکزونو لخوا وړاندې کیدونکي روغتیایي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی. د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره دولت طبي شورا جوړه …

نور... »

ترهګر د اوسنۍ زمانې یزیدیان دي- ولسمشر غني

ولسمشر غني وايي، چې ترهګر د اوسنۍ زمانې یزیدیان دي، چې په جوماتونو کې خلک وژني او غواړي د کربلا ویر تازه او د افغانانو ژوند تریخ کړي. ولسمشر، چې امام زمان جومات ته تللی و؛ په خپلو خبرو کې یې وویل، چې سخت دریځې ډلې د افغانانو تبايي غواړي. …

نور... »

د افغانستان او پاکستان سوله د سیمې اړتیا ده- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان تر منځ سوله د سیمې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا بولي. افغانستان په داسې حال کې د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې د سفر له کاروان سره یو ځای شوی، چې تر اوسه پورې سولې ته د رسیدو لپاره هڅې کوي. ولسمشر …

نور... »

ولسمشر د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د آسیایي رزمي هنرونو د پېنځم پړاو لوبو د پرانستې په  مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی. ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر او ورسره پلاوی د عشق …

نور... »

ولسمشر غني سبا ماښام مهال نیویارک ته درې ورځنی سفر کوي

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په دوه اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه  یکشنبه  ماښام  مهال د امریکا نیویارک ښار ته سفر کوي. د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني په ترکمنستان کې له څو ساعته تم کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په …

نور... »

ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر سره وکتل

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمداشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دوه یمه ورځ  نن سهار  پلازمېنه استانه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو …

نور... »

ځینې انتصابي ځوانان په فساد کې ښکېل شوي

د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ولسمشرغني هغو چارواکو ته نغوته(اشاره) کړې، چې د ځوانانو په استازیتوب په حکومت کې کار کوي وایي؛ چې یو شمېر ځوانان د هغې پوهې له کبله پر کار ګمارل شوي، چې لري یې؛ خو ځینې انتصاب شوي ځوانان، په اداري فساد کې …

نور... »

پر ترهګرو به هیڅ رحم و نشي

افغان ولسمشر د کانونو او پترولیم وزارت د وژل شویو کارکوونکیو په یاد غونډه کې وویل، چې پر ترهګرو به هیڅ رحم ونشي.  د زمري پر دوه یمه په کابل کې وسلوالو طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د عملې موتر په ځانمرګي برید کې ویجاړ کړ. په پېښه کې …

نور... »