عاجل خبرونه

Tag Archives: ولسمشر غني

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې د شهیدانو په فاتحه کې د قربانیانو له کورنیو سره د یوې – یوې نمرې ځمکې د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه کړې ده. د تېرې جمعې( د تلې ۲۶) د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې د …

نور... »

ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې لیرې کړ

د ولسمشرۍ ویاند ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د (نامسوولانه) څرګندونو له کبله د ویاندۍ له دندې ګوښه شوی دی. د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي زیاته کړې، چې په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب …

نور... »

خلیلزاد له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسوند ولسمشر غني ته ښودلی دی- وحید عمر

د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتیژۍ په چارو کې ځانګړي سلاکار وحید عمر په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې ځانګړي استازي خلیلزاد د امریکایانو او طالبانو د سولې هوکړې لاسوند ولسمشر غني ته ښودلی دی. د سولې د دغې طرحې له مخې؛ طالبان …

نور... »

سوله راتلوونکې ده او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم تر سره شي

ولسمشراشرف غني له بیارغونې وروسته د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دولت باعزته سوله غواړي او په خبره یې افغانستان به د مجاهدینو تر منځ د نویمې لسیزې ویجاړونکیو جګړو ته ور ونه ګرزي. دارالامان ماڼۍ، چې د مجاهدینو په جګړو کې کنډواله شوې وه؛ اوس …

نور... »

د ولسمشرۍ ټاکنو پخپل وخت تر سره کیدل اړین کار دی- اشرف غني

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ د کابینې په ناسته کې له دولتي چارواکو څخه په ټاکنیز بهیر کې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه؛ ځکه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کیدل د ولس غوښتنه او اړتیا ده. په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو ټاکنیز …

نور... »

ملي کرکت لوبډله له انګلستان سره لوبیږي

د افغانستان کرکت ملي لوبډله خپله پېنځمه لوبه له انګلستان سره د دغه هېواد په کوربتوب تر سره کوي. دغه سیالي په داسې حال کې د انګلستان د منچستر په کرکت لوبغالي کې تر سره کیږي، چې د افغانستان ولسمشر به د دغې سیالۍ ځانګړی میلمه او نندارچي وي. په …

نور... »

ولسمشرغني د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ټاکنیزې مذاکرې ته را وبلل

ښاغلي ولسمشرغني ویلي؛ نوماندان باید له ده سره مذاکره وکړي او د ټاکنو په اړه د اخلاقي اصولو پر سر هوکړې ته ورسیږي، چې د ده په وینا د اغېزناکو او رڼو ټاکنو زمینه برابره شي. د غبرګولي له لومړۍ راوروسته په ارګ کې د ولسمشر غني شتون د ولسمشرۍ …

نور... »

ولسمشرغني د چنګاښ پر شپږمه پاکستان ته د تګ نیت څرګند کړ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د پاکستان له لومړي وزیر سره به د ترهګرې پروړاندې د مبارزې او د سولې په ګډون پر څلور نورو موضوعګانو خبرې وکړي. ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه وویل، چې زغم، تدبیر او تفکر …

نور... »

د کابل بهیر درېیمه ناسته دوه میاشتې وځنډیده

د کابل بهیر درېیمه ناسته، چې ټاکل شوې وه د وري میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې تر سره شوې وای، وځنډیدله. د کابل بهیر ناسته، چې د افغانستان د سولې بهیر یې د اجنډا مهمه برخه وه او ولسمشر د روان کال د وري لومړۍ اوونۍ د ناستې د پیل …

نور... »

د آذربایجان او افغانستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې محمد اشرف غني آذربایجان ته د خپل سفر پر مهال د باکو نړیوالې ناستې په څنډه کې نن غرمه د دغه هېواد له ولسمشرالهام علي اوف سره وکتل. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ترانسپورت او کانونو …

نور... »

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کیږي

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه په یوه رسمي سفر د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې، عشق اباد ته رسیدلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۲) به د افغانستان او …

نور... »

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پر یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۲) پر یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې، چې له امریکایي سرتېرو او ولسمشر اشرف غني سره وګوري. د امریکا سرپرست وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دې دمه …

نور... »

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې د کرکې جنګ، وحشت او ناامنیو ستر لامل له اسلامي ارزښتونو سره واټن او د حضرت محمد (ص) له سیرته بې خبري ده.    د میلادالنبي په دې مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف په ګډون …

نور... »

ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې ته د سروردانش پر ملګرتیا ټینګار څرګند کړ

په تازه ګام کې ولسمشر غني د خپلې ټاکنیزې ډلې یوه برخه روښانه کړې، چې د خپلو نیمګړیو کارونو د بشپړولو لپاره به یې سروردانش ملګری وي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیزې ډلې د وروستي کیدو په حال کې دي او ولسمشر غني سرور دانش د خپلې ټاکنیزې ډلې غړی …

نور... »

ولسمشر غني د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د دنمارک له یوه پلاوي سره ولیدل

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني او د دنمارک د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې، اصلاحاتو، د فساد په وړاندې د مبارزې، د ولسي جرګې د ټاکنو او پوهنې په اړه خبرې کړې دي. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د هېواد ولسمشر د دوشنبې پر …

نور... »

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس د رای ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر له دریدو سره سم د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم ودروله او خلک لدې وروسته کولی شي برښنایي تذکرې واخلي. د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې رییس همایون محتاط …

نور... »

د سرتېرو او طالبانو د تلفاتو په اړه، د ولسمشر څرګندونې له غبرګون سره مخ شوې

د ولسي جرګې غړي د ولسمشر وروستیو خبرو ته ګوته نیسي، چې ویلي یې دي: د طالبانو او افغان ځواکونو پر تلفاتو یې زړه ماتیږي. دوی وایي، د حکومت د بې کفایتۍ له کبله امنیتي ځواکونه وژل کیږي او حکومت د وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغلی دی. په …

نور... »

اجرائیه ريیس د درې امنیتي چارواکو د استعفاګانو مخه نیولې

د اجرائیه ریاست سلاکار وایي، ښاغلي عبدالله عبدالله له ولسمشر غنی څخه غوښتی، چي د کورنیو چارو او ملي دفاع د وزیرانو او د ملی امینت د رییس استعفاګانی منظورې نکړی؛ ځګه، چې د هغه په باور په اوس وخت کي د درې چارواکو ګوښه کیدل د هېواد په ګټه …

نور... »

روسیې د مسکو ناسته وځنډوله

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د دوشنې پر ورځ( د وږي ۵) مازیګر مهال د روسیې فدراتیف د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تیلیفوني خبرې وکړې، چې په کې د مسکو ناستې له ځنډولو خبر ورکړ شوی دی.  د خبرپاڼې له مخې؛ په دې تیلیفوني …

نور... »

حکومت اساسي قانون مات کړی او خلک جنګوي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت نیوکه کوي، چې له یوې خوا واحده رهبري نلري او له بلې خوا سیاسي ډلې او حکومت د سیاسي ګټو وټو د ترلاسه کولو لپاره زیانمنې هڅې ترسره کوي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي؛ حکومت اساسي قانون مات کړی، د …

نور... »