عاجل خبرونه

Tag Archives: ولسمشریزې ټاکنې

یوناما او د امریکا سفیر د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کړی

په کابل کې د امریکا سفیرجان بس او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازولۍ مشر تدامیچي یاماموتو د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام هرکلی کړی دی. یوناما د ټاکنو خپلواکو بنسټونو هڅې  د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه ستایلي دي.   په افغانستان کې د یوناما …

نور... »

د ټاکنو د لومړنۍ پایلې اعلان د منلو ندی- ټاکنډلې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سمدستي وروسته د ثبات او همپالنې ډلې خبر ورکړ، چې د ټاکنو د پایلو دا اعلان له قانون، کړنلارو او لوایحو ښکاره سرغړونه ده او دوی یې نه مني. د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د ثبات …

نور... »

له اووه ولایتونو څخه یوازې په بغلان کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ټینګار کړی، چې مرکزي دفتر ته د بیا شمېرل شویو رایو د توکو له را لیږد وروسته به یوه ورځ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي. تر اوسه د رایو د بیا شمېرنې د تخنیکي تطبیقاتو لړۍ په پنجشېر، تخار، جوزجان …

نور... »

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو سره د ټاکنو د لانجې د غوڅولو لپاره غونډه جوړوي. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمعې پر ورځ کومه کاري اجندا نه درلوده؛ خو د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۷) د ملګرو ملتونو په دفتر کې …

نور... »

هر څوک باید د افغانستان د بقا لپاره قرباني ورکړي- رحمت الله نبیل

د امنیت او عدالت ټاکنډلې مشر په یوه خبري ناسته ویلي، چې د اشرف غني، عبدالله عبدالله او طالبانو په ګډون هرڅوک باید د افغانستان د بقا لپاره قرباني ورکړي. د امنیت او عدالت ټاکنډلې مشر رحمت الله نبیل دا هم ویلي، چې که طالبان په دې فکر کې وي، …

نور... »

د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر دوه یم ځل ځنډ اندېښنې راپورته شوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو پر دوه یم ځل ځنډ اندېښنه وښوده؛ خو څرګندوي: هڅې روانې دي، چې د لړم پر ۲۳ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي. د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته دوه ورځې پاتې دي؛ خو تر اوسه د رایو …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو څه ناڅه ۴۴ سلنه رایې جعلي دي- ګلبدین حکمتیار

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي، د تلې د شپږمې ټاکنو یو میلیون او دوه سوه زره رایې جعلي او شاوخوا یو نیم میلیون رایې ډاډمنې دي. له اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله وروسته ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند دی، چې د رسنیو په وړاندې د …

نور... »

عبدالله، حکمتیار او نبیل د رایو بیا شمېرنې پیل شوی بهیر تحریم کړ

د ولایتي رایو بیا شمېرنه نن د شنبې پر ورځ(د لړم ۱۸) په رسمي توګه اعلان شوه؛ خو د دې بهیر له پیلېدو سره سم د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزو ډلو د رایو بیا شمېرنه تحریم کړه. ټاکنو کمیسیون له شپږ ورځو وروسته څلور دېرش …

نور... »

درملوګ شرکت د چاڼ شویو رایو بشپړ راپور ټاکنو کمیسیون ته لیږلی

آلماني درمالوګ شرکت د چاڼ شویو بایومتریک رایو بشپړ راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لېږلی؛ خو ټاکنو کمیسیون تر اوسه د درمالوګ شرکت کره معلومات رسنیو ته ندي وړاندې کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات ویلي، د درمالوګ شرکت راپو تر لاسه شوی؛ زمونږ له شننې …

نور... »

رای شمېرنه بحراني او حکومتي ټاکنیزې ډلې ناندریزې دي

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، چې د رای شمېرنه بحران ته تللې او حکومتي ټاکنیزې ډلې له یو بل سره پر ناندریو اوښتې دي. د ټاکنو د لومړنیو پایلو له ځنډیدو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارې هم له عادي حالته وتلي او د نوماندانو شورا اندېښنې یې …

نور... »

ښايي له اته سوه زره ډېرې رايې باطلې شي- ټاکنڅاري بنسټونه

ټاکنڅاري بنسټونو ویلي، چې ښايي له اته سوه زره ډېرې رايې باطلې شي؛ ځکه د بایو متریک او بې بایو متریک رایو په شمېر کې ډېر توپیر دي او د بې بایومتریک رایو له باطلیدو سره به د رای اچوونکیو شمېر هم راټیټ شي. د تلې د شپږمې نېټې د …

نور... »

د دوه یم پړاو احتمالي ټاکنو لپاره باید لنډمهالی حکومت رامنځته شي- حکمتیار

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د دوه یم پړاو احتمالي ولسمشریزو ټاکنو لپاره باید لنډمهالی حکومت رامنځته شي. د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له ځنډیدو وروسته ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو لومړنی نوماند دی، چې د احتمالي ولسمشریزو ټاکنو پر دوه یم پړاو ټاکنو خپل غبرګون …

نور... »

که ټاکنې دوه یم پړاو ته ولاړې، سږکال یې تر سره کول ناشوني دي-ټاکنڅاري

ټاکنڅاري بنسټونو ویلي؛ که ولسمشریزې ټاکنې دوه یم  پړاو ته ولاړې، سږکال یې ترسره کول ناشوني دي. د ولسمشریزو ټاکنو درې نوماندانو د بریالیتوب اعلان کړی؛ شاوخوا لس نوماندانو ویلي، چې لومړی پړاو ټاکنې به ګټونکی ونلري. په دې ضد او نقیض خبرو کې آیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه …

نور... »

ولسمشریزې ټاکنې کړکیچ ته تللې دي- حکمتیار

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کوي، چې ولسمشریزې ټاکنې کړکیچ ته تللي دي. له آریانا نیوز سره په خبرو کې نوموړي ویلي؛ دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې له ده سره اړیکې نیولي او ترې غوښتنه شوې، چې له اوسني کړکېچ څخه د وتو لپاره مشوره …

نور... »

ولسمشریزې ټاکنې هیڅ راز ګټونکی نلري- د نوماندانو شورا

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ویلي، چې د ټاکنیزو واکمنو ډلو له لوري تر سره شویو درغلیو ته په کتو د ولسمشریزو ټاکنو پایله د منلو نه ده او هیڅ راز ګټونکی به ونلري. د  ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ټینګار ښکاره کړی، چې له ولسمشریزيو ټاکنو سره ځینې …

نور... »

په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایو لوړه کچه د درغلیو ښکارندویي کوي

یو شمېر ټاکنیزې ډلې اندېښمنې شوي، چې د رایو لوړه کچه د درغلیو ښکارندویي کوي او هڅې کیږي، چې دا رایې سیستم ته د پاکو رایو په توګه وردننه شي. ټاکنیزې ډلې اندېښمنې دي، چې درغليو ته کار شوی او د رای اچونې له پای ته رسیدو وروسته اوس ښایي …

نور... »

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو څېړل پیل کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولینو ویلي، چې نږدي ۴ زره پېنځه سوه شکایتونه ثبت شوي او د څېړلو چارې یې د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۹) په رسمي بڼه پیل شوې. د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو تر دوشنبې ورځې پورې ۴۳۶۷ شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې …

نور... »

د ټاکنو د رای ورکوونکیو اټکلي پایلې خپرې شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۹) په یوه خبري ناسته کې  د ټاکنو د ټولو رای ورکوونکیو د رایو اټکلي شمېر وړاندې کړ. د ټاکنو کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د تلې شپږمې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ۹ میلیون کسانو ډېرو نوملیکنه …

نور... »

بې بایو متریک رایې دې هم وشمېرل شي- د مشرانو جرګې مشر

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضا هادي مسلمیار د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ګواښ کړی، چې باید بې بایومتریک رایې هم وشمېري. د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۹) ویلي؛ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، چې …

نور... »

سیاسي بهیرونه د ټاکنو د ګډوډولو په هڅه کې دي- د ولسي جرګې غړي

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي؛ د حامد کرزي، یونس قانوني، عطا محمد نور او اسماعیل خان په ګډون ځینې سیاسي څېرې د ټاکنیز بهیر د ګډوډولو په هڅه کې دي. دوی وایي، دا سیاستوال هڅې کوي، چې خپله واک و ځواک تر لاسه او هېواد له یوه ستر بحران …

نور... »