Tag Archives: وسلوال مخالفان

په جوزجان کې ښځو د سولې غوښتنه وکړه

په جوزجان کې ښځو د یوې غونډې په ترڅ کې د سولې له بهیره ملاتړ وښود او له وسلوالو مخالفانو یې وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي. د جوزجان ولایت په مرکز کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو را ټولو شویو ښځو د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ. …

نور... »

وسلوال مخالفین په یوولس ولسوالیو کې برلاسي دي

کورنیو چارو وزارت وایي، نولس ولسوالۍ له هغو سیمو دي، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ژر به دغو ولسوالیو ته پنځوس زره ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره ولیږل شي. که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته اووه ورځې پاتې دي؛ خو دغه ټاکنې امنیتي …

نور... »

وسلوالو طالبانو د پکتيا ولايت پر لجې منګل ولسوالۍ بريد کړی

د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، وسلوالو مخالفانو تېره شپه پر لجي منګل ولسوالۍ زوروره جګړه پیل کړه، چې د امنيتي سرتېرو يوې پوستې هم په کې سقوط کړی دی. د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه( د زمري ۱۳) د پکتيا ولايت د …

نور... »

په فاریاب ولایت کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه ویجاړ شول

دفاعي چارواکو څرګنده کړې، چې د فاریاب په غورماچ ولسوالې کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي؛ دا مرکزونه د غورماچ په عاشور زایي سیمه کې ول، چې تل به یی امنیتي پوستې او مرکزونه له …

نور... »

د کانونو وزارت لګښتونه له عوایدو ډېر لوړ دي

کانونه، دولت ته د عوایدو لویه سرچینه ده؛ خو د هغو اسنادو له مخې، چې آریانا نیوز تر لاسه کړي د کانونو وزارت لګښتونه له عوایدو ډېر لوړ ښیي او عواید یې په وروستیو ۵ کلونو کې په بېسارې توګه کم شوي دي. د دغه راپور له مخې؛ له لوړو …

نور... »

په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پریوه قومندان چاودنه شوې

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د پيوې کنډو په سیمه کې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پرقومندان چاودنه شوې.  د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې چاودنه کې د روداتو د سیمه ییزو پولیسو قومندان امان الله او د ټاکنو خپلواک کمیسون د رایه ورکوونکیو د …

نور... »

په کندهار کې د وسلوالو په برید کې پېنځه پولیس وژل شوي

چارواکي وایي، تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې په کې پېنځه پولیس وژل شوي دي. د کندهار والي ویاند داوود احمدي وايي، په دغه برید کې درې سیمه ییز پولیس او دوه ملي پولیس وژل …

نور... »

د هرات د چشت ولسوالۍ د نوملیکنې مرکز کارکوونکی او یو پولیس وژل شوي

د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د نوملیکنې د مرکز یو کارمند او یو پولیس سرتېری وسلوالو مخالفانو وژلي دي. د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې تېره شپه نهه بجې وسلوالو مخالفانو دوه کسان له کورونو راویستلي او بیا یې وژلي دي. نوموړي زیاته …

نور... »

مخالفو مشرانو ته دې د امن سیمې ځانګړې شي- حکمتیار

د حزب اسلامي رهبر گلبدین حکمتیار د  دولت د وسلوالو مخالفینو مشرانو ته د افغانستان په خاوره کې د امن ساحو د ځانګړې کیدو غوښتنه بیا تازه کړې ده. د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وایي: په دې سیمو کې به وسلوال مخالفان له خپلو کورنیو سره اوسیږي؛ نه به …

نور... »

پاکستان له افغانستان سره ګډو همکاریو ته چمتوالی ښودلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان پوځي استازي د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې ځای پر ځای شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې ښه والی راغلی دی او دواړو لوریو …

نور... »