عاجل خبرونه

Tag Archives: هوایي بریدونه

د بادغیس په هوايي بریدونو کې لس ولسي وګړي وژل شوي

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی او د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې د یو ماشوم او دوه ښځو په ګډون لس ولسي وګړي وژل شوي دي.  په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي وايي؛ د بالامرغاب ټولې سیمې د وسلوالو طالبانو په …

نور... »

په روزګان کې د ۶ طالبانو په ګډون لسګونه عام وګړي وژل شوي

سیمه ییزو سرچینو په ډاګه کړې، چې د روزګان د پخواني والي امان الله تيموري د کورنۍ د غړیو او شپږ طالبانو په ګډون د دغه ولایت د خلج د سیمې ۳۵ عام وګړي په یو لړ هوایي بریدونو کې وژل شوي دي. د خلج سيمې اوسېدونکی او قومي مشر …

نور... »

په بلخ کې د درې طالب ولسوالانو په ګډون ۴۵ طالبان وژل شوي

په بلخ ولایت کې د حکومت هوایي ځواکونو د درې طالب ولسوالانو په ګډون ۴۵ وسلوال طالبان وژلي دي. ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوایي ځواکونو دغه بریدونه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د بودنه قلعه په اړوند سیمه کې تر سره کړي دي. د دغې …

نور... »

د پکتیا په زرمت او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ۱۹ طالبان وژل شوي

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ځاځي اريوب او زرمت ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د پکتیا د امنیه قومنداني ویاند سرادار ولي تبسم زیاته کړې؛ په ځاځي اریوب ولسوالي کې طالبانو غوښتل پر امنیتي پوستو ډله …

نور... »

ملګرو ملتونو د هوایي بریدونو پرملکي زیانونو اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هوایي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. د جګړو ډېریدو او هره ورځ د مرګ و ژوبلې رامنځته کیدو ملګري ملتونه د ملکیانو تلفات د اندېښنې وړ بولي. د مې د شلمې او دوه ویشتمې پېښو ته نغوته کوي …

نور... »

په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو په بريد کې ۳۱ ملي پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت د ولايتي شورا ریيس وايي؛ تېره شپه د پولیسو د شهرا د ٦٠١ کندک مسوولینو په نهرسراج سيمه کي وسلوالو طالبانو ته کمين نيولى و، چي بهرنيو ځواکونو پخپل سر پرې بمبارد کړى او د دې کنډک د شهرا د قومندان په کډون يې ١٧ پوليس وژلي …

نور... »

طالبانو د فراه د ګلستان ولسوالۍ په پوستو کې ۲۰ سرتېري وژلي

د فراه ولایتي شورا څرګنده کړې، چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ پر اړوند پوستو طالبانو بریدونه کړي، چې په کې د ملي اردو له شل ډېر سرتېري وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع ویلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د ګلستان ولسوالۍ د توت …

نور... »

د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۰ طالبان وژل شوي او له لس ډېر ټپیان دي. د بغلان ولایت د خبرپاڼې له مخې؛ وسلوالو طالبانو د جمعې پر شپه …

نور... »

په غزني کې د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي

په غزني کې د ائتلافي ځواکونو پر هوایي بریدونو د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دغه طالب جنګیالي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په څلور هوایي بریدونو کې تېرمازیګر( د غویی ۷) …

نور... »

په هرات کې د طالبانو څلور مهم قومندانان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د هوایي ځواکونو په بمبارد کې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ څلور مهم قومندانان وژل شوي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛  تېره ورځ  هوایي ځواکونو د غوریان ولسوالۍ د غش او چمغاغ  په اړوند سیمو کې ملا مسلم، ملابشیر، ملا …

نور... »

په فراه ولایت کې اته وسلوال طالبان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د اته وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکړی.  یاد وزارت د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) په ډاګه کړې، چې هوايي ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کې طالبان په نښه او بمبارد کړي دي. …

نور... »

په غزني ولایت کې ۶۴ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د سویل ختیځ زون امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې په غزني ولایت کې (۶۴) وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امینتي او ائتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړ، ده یک، قره باغ، ګیرو ولسوالیو او مرکز پورې اړوند سیمو کې د …

نور... »

په بلخ او فاریاب ولایتونو کې ۱۱۳ طالبان وژل شوي

چارواکو ویلي، چې د بلخ په چاربولک او د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالیو کې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ګډو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي، ۱۱ مو نیولي او ۹ نور ټپیان دي. د دفاع وزارت ویاند غفور جاوید دا هم …

نور... »

په فاریاب کې د مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ طالبان بمبارد شوي

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو تر منځ د حمام چشمه په اړوند سیمه کې پر طالبانو پرلپسې درې هوایي بریدونه شوي، چې په کې د شمال لپاره د طالبانو د پوځي قومندان مولوي مطیع الله او څو نورو قومندانانو په ګډون …

نور... »

د افغانستان په ځمکنۍ جګړه کې امریکايي ځواکونه بیا ښکېل شوي

امریکايي ځواکونو یوه داسې تازه ویدیو خپره کړې، چې امریکايي او افغان ځانګړي ځواکونه د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې ګډ عملیات کوي. له هغې وروسته، چې د جګړې ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی؛ دا لومړی ځل دی، چې امریکايي …

نور... »