عاجل خبرونه

Tag Archives: هلمندي ځوانان

طالبان د هلمندي ځوانانو سوله ییزې هڅې بهرنۍ طرحه بولي

وسلوالو طالبانو په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې دغه حرکت د بهرنیو او حکومت طرحه ده. وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د هلمند د سوله غوښتونکيو ولسي حرکت د دښمن دسیسه بللې او له خلکو یې غوښتي، چې له دغه ډول استخباراتي او پټو دسیسو څخه ځان وساتي. …

نور... »

د سولې کاروان په کابل کې د یوناما مخې ته خیمه ودروله

په هېواد کې د سولې او اوربند د ټینګولو لپاره د هلمندي ځوانانو پر نوښت جوړ شوي کاروان په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته درې ورځنۍ خیمه ودروله. د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره دغه مدني خوزښت له هغې وروسته د ملګرو ملتونو دفتر مخې …

نور... »

طالبانو د سولې لپاره د هلمندي سوله غوښتونکیو غوښتنې ونه منلې

د سولې ولسي کاروان له طالبانو د اوربند غزول او د سولې خبرو پیل وغوښت؛ خو طالبانو نه یوازې د دوی درې ورځني ضرب الاجل ونه مانه، بلکې غوښتنې یې هم رد شوې. د سولې لپاره د ولسي خوزښت مسوول اقبال خیبر د څرګندونو له مخې؛ دوی په یوه لیک …

نور... »

سولې ته د رسیدو لپاره به ټولې دروازې وټکوو- اقبال خیبر

د هلمند د سولي کاروان، چې کابل ته یې ۶۳۰ کیلو متره لار پلې وهلې؛ د سولي پيغام راوړی؛ له ولسمشر سره یې وکتل او له نړیوالو هم ځانګړې غوښتنې لري. د سولي کاروان غړی اقبال خیبر وایي: زمونږ د خوزښت موخه د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان کابل ته راورسیده

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان له  یوې میاشتي او درې ورځو مزله وروسته تېره شپه د هېواد پلازمېنې کابل ته راورسیده. هلمندي ځوانان، چې د لښکرګاه له ښاره یې روژه په خوله پلی مزل پیل کړی و؛ په تڼاکو پښو او ستړي وجود نن منزل ته را ورسید؛ خو …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې پلی کاروان د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی

د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي خوزښت کاروان له کندهار ښار څخه د زابل لوري ته پلی تګ پیل کړی، چي دا مهال د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلي دي. له هلمنده اووه کسانو د کابل پر لوري پلی تګ پیل کړ او غوښتنه يي کوله، چې د جګړې …

نور... »

د هلمند د سولي د پېل شوي ولسي خوزښت غړي کندهار ته ورسیدل

د هلمندي ځوانانو د سولې خوزښت غړیو، چې اوړمه ورځ یې د جګړې له ښکېلو غاړیو څخه له ناهيلۍ وروسته د کابل پر لوري پلی سفر پیل کړی؛ کندهار ته رسیدلي او وایي: د ولس لپاره سوله او د جګړې دریدل غواړو. شاوخوا دوه مياشتې مخکي په هلمند کي ځانمرګی …

نور... »

هلمندي ځوانانو له هلمنده تر کابله پلی تګ پیل کړ

په هلمند کې د سولې غوښتنې د خیمې غړیو څو ورځي وړاندې د جګړي د پای ته رسیدو په موخه یو پرېکړه لیک صادر کړ، چې د جګړي ښکېلې غاړې د روژي په میاشت کي اوربند وکړي؛ خو هیڅ لوري ورته مثبت ځواب ورنه کړ اوس اړشوي، چې کابل ته …

نور... »