عاجل خبرونه

Tag Archives: نوملیکنه

سیاسي ډلو په را روانو پارلماني ټاکنو کې د خپلې ونډې غوښتنه کړې

سیاسي ډلو پر حکومت غږ کړی، چې په را روانو پارلماني ټاکنو کې د دوی رول له پامه ونه غورزول شي؛ پر تذکرو یې د ځانګړې نښې یا ستیکر له نښلولو سره هم مخالفت وښود او تور یې پورې کړ، چې حکومت او کمیسیون ټاکنې پخپله ګټه څرخوي. که څه …

نور... »

تر اوسه دوه میلیون او سل زره کسانو نوملیکنه کړې- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د دغه بهیر له پیل څخه تر اوسه دوه میلیون او سل زره کسانو ځانونه ثبت کړي دي. په ولسوالیو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې له بهیر څلور ورځې تیریږي او د ولایتونو په مرکزونو کې د …

نور... »

له خطر سره مخ هېوادوال کولی شي پر مثنی ستیکر ولګوي-کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ناامنو سیمو کې مثنی تذکرې وېشل کیږي او له خطر سره مخ هېوادوال کولی شي د اصلي تذکرو پر مثنی ستیکر ولګوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تذکرو پر کاپيو د ستیکرونو لګولو پرېکړه لغوه کړه او اوس هغو خلکو ته، چې په ناامنو …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستې له دندې استعفا ورکړه

د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستې د تذکرو پر کاپۍ د ستیکر لګولو په غبرګون کې له خپلې دندې ګوښه شوې او په دې اړه یې رسنۍ هم ډاډه کړې دي. د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستې شهلا حق رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس د تذکرو پر کاپۍ ستیکرونه لګوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د تذکرو پر کاپۍ د ستیکرونو لګول د ځینو حکومتي مشرانو او کمیسیون ګډه پرېکړه ده. د ټاکنو د تر سره کیدو څرنګوالی تل اندېښنې راپارولي. اوس ویل کیږي، چې د ټاکنو کمیسیون د تذکرو پر کاپیو ستیکرونه لګوي؛ خو د ټاکنو …

نور... »

په خوست کې د وژل شوي خبریال او چاودنې عاملان ونیول شول

د خوست والي د پنجشنبې پر ورخ د( غویی ۲۰) د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي یوې سترې قومي غونډې ته په وینا کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه او یعقوبیو اډې په جومات کې د چاودنې عاملین نیول شوي او …

نور... »

د ټاکنیز بهیر له نمګړتیاوو پرده پورته شوه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ تازه راپور ښیي، چې اوس هم د ټاکنو په لړۍ کې نمګړتیاوې شته دی. د دغه راپورله مخې؛ د نوماندانو د نوملیکني لپاره کافي وخت نشته، د نوملیکني په بهیر کې د اعتراضونو د ثبت لپاره د وخت نشتوالی، ـ د …

نور... »

د کندهار ولایت د نوملیکنې په مرکزونو کي د اړتیا وړ توکي خلاص شوي

د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړي وايي؛ د نوملیکنې لپاره ټول توکي خلاص شوي او که تر درې ورځو دغه مواد د ټاکنو  مرکزونو ته ونه رسيږي، دا بهیر به بند شي. د کندهار د ولايتي شورا غړيو د سې شنبې پر ورځ د( غویی ۱۸)  د یوه خبري …

نور... »

د کاري مودې له پوره کیدو سره سم له دندې ګوښه کیږم- اشرف غني

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې له قانون سره سم یې د ولسمشر په توګه دنده د راتلونکي ۱۳۹۸ ل کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي. ولسمشر او د هغه میرمنې د افغان میرمنو په پېنځم سمپوزیم کې ګډون وکړ او ولسمشر محمد غني یې برخه والو …

نور... »

د نوملیکنې په ۲۰ ورځو کې له یو میلیون ډېرو کسانو نومونه لیکلي

د غویی پر دوه یمه د کابل په لویدیځ کې داعش د نوملیکنې پر یوه مرکز خونړی برید وکړ او خلکو ته یې وېره پیدا کړه، چې لږ شمېر خلک په ټاکنو کې د ګډ‌ون لپاره نوم ولیکي. په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ یو شمېر …

نور... »

د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي- د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو د نوملیکنې لپاره د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي. څه باندې دوه اوونۍ کیږي، چې د  رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیل شوی او تر اوسه پورې د ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې شپږ سوه …

نور... »

امنیتي ګواښونو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه وتړل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په وروستیو دوه اوونیو کې د امنیتي ګواښونو پر دلیل د رای ورکوونکیو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه تړل شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړي پړاو کې د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې د یوزر و …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې د بهیر له احتمالي غزیدو خبر ورکوي

د نوملیکنې روان پیکه بهیر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د قناعت وړ نه بریښي؛ نو، ځکه د نوملیکنې د وخت غزولو خبره کوي. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخپل وخت د ټاکنو له تر سره کیدو خبرې کوي؛ خو د ټاکنو په وړاندې امنیت ستره ستونزه بولي. …

نور... »

د غبرګولي( جوزا) پر ۵ نېټه د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره بشپړ مهالوېش څرګند کړ، چې له مخې به یې د غبرګولي( جوزا) په ۵ نېټه  د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش یو ځل بیا بدل او لاندې تغیرات په کې …

نور... »

کیدی شي د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر تمدید شي- کمیسیون

د دې بهیر له پیل څخه د جمعې ورځې تر پایه څه باندې یو سل و نهه اتیا زره کسانو په ۳۴ ولایتونو کې ځانونه په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت کړي دي؛ کمیسیون په همدې خاطر ناراض دی او وایي، ممکن د ولایتونو په مرکزونو کې دغه …

نور... »

په نوملیکنه کې د خلکو ساړه ګډون حکومت اندېښمن کړی

ولسمشر اشرف غني د حکومت له مشرانو او د ټاکنو کمیسیون له  غړیو سره په لیدنه کې د نوملیکنې بهیر ارزولی اوسپارشتنه یې کړی، چې حکومت، کمیسیون، دیني عالمان او مدني بنسټونه دې په عامه پوهاوي پروګرام کې ډېر کار وکړي. د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د خلکو د …

نور... »

په تېرو درې وځو کې ټاکنو ته ۱۳۰۰۰ کسانو نومونه لیکلي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ځکه، چې په تېرو درې ورځو کې په ټولیزه توګه دیارلس زره کسانو نومونه لیکلي دي. خلک وايي، چې زیاتره کسان د ټاکنو په اړه معلومات نلري او عامه پوهاوی کمزوری دی؛ ځکه، نو نوملیکنې ته ډېر …

نور... »

سیاسي ګوندونو په ټاکنو کې د خپلو استازیو د څارنې پر مناسبه ونډه ټينګار کړی

په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو په راروانو ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د ونډې د  زیاتیدو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه د ګوندونو استازي ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته لار ومومي. دوی وړاندیز وکړ، چې ټاکنې باید د تلې پر لومړۍ نېټه تر …

نور... »

طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي- اشرف غني

ولسمشر غني او د هېواد لومړۍ میرمن د شنبې پر ورځ(د وري ۲۵) چې د ټولو ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د رای ورکولو مرکزونه پرانستل شوي؛ په رسمي توګه ځانونه ثبت کړل او له طالبانو یې وغوښتل، چې د یوه سیاسي …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شنبې پر ورځ په ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر پیلوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکې شنبې پر ورځ د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیلوي؛ خو ناامنۍ د دغه بهیر ستره ستونزه ګڼي.  د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین له امنیتي ارګانونو غواړي، چې د رای مرکزونو امنیت خوندي کړي؛ ځکه، چې د راتلونکې شنبې پر ورځ د رایه ورکوونکیو …

نور... »