Tag Archives: ننګرهار

په کابل کې دې د امریکا سفارت وتړل شي- د ننګرهار لاریونوال

په ننګرهار کې سلګونه کسانو په کابل کې د امریکا سفارت د تړلو غوښتنه کړې ده. دوی د امریکا د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی، چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی دی. د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د نجم …

نور... »

په ننګرهار کې درې پرلپسې چاودنو مرګ و ژوبله اړولې

  د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د شنبې په ورځ له غرمې وړاندې د ښار د څلورمې ناحیې اړوند انعکاس تلویزیون ودانۍ ته څیرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په کې د ملي امنیت ښاري مدیر او دوه سرتېري و وژل شول او شپږ سرتېري ټپیان شول. …

نور... »

سخت دریځي هر کال له کانونو سلګونه میلیون دالر تر لاسه کوي

 په افغانستان کې سخت دریځي هر کال د کانونو له کیندنو سلګونه میلیون دالر تر لاسه کوي. څېړنې ښيي، چې د نشه يي توکو له کار و بار وروسته د کانونو استخراج د سخت دریځو ډلو د عوایدو پر مهمو سرچینو اوښتی او اوس پر وسلوالو طالبانو سربېره داعش جګړه …

نور... »

په خوږیاڼو کې د جګړې ښکېلو خواوو ۳۴ کسه وژلي او ۵ زره کورنۍ تېښتې ته اړ شوي

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش، طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ په خونړیو نښتو کې څلور دېریش کسه وژل شوي او پېنځه زره کورنۍ بې ځایه شوي؛ خو د حکومت چوپتیا خلک اندېښمن کړي دي.   د خوږیاڼو له ګڼو سیمو خلک په تېښته کې دي او حالت …

نور... »

د اعشیانو د ننګرهار په خوږیاڼو کې شپږ کلي نیولي او جګړه روانه ده

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، چې د داعش جنګیالیو په حیرانوونکې توګه د اګام د سلیمانخېلو د تنګي له لارې ځانونه د خوږیاڼو د وزیرو تر تنګي رسولي؛ د دې ولسوالۍ شپږ غرني کلي یې لاندې کړي او په سیمه کې د وسلوالو طالبانو، ځايي خلکو او …

نور... »

پاکستان د ننګرهار پر بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغولي

پاکستان دیورند کرښې ته نږدې د ننګرهار د درې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي. پاکستانیو ځواکونو د ننګرهار د نازیانو، اچین اولال پورې ولسوالیو پرکلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په درې اوونیو کې له پورې غاړې څخه پر یادو ولسوالیو …

نور... »

په ننګرهار کې د اووه پاکستانیانو په ګډون ۲۲ وسلوال وژل شوي

په ننګرهار کي چارواکي د عملیاتو په ترڅ کې د اووه پاکستانیانو په ګډون د ۲۲ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د لعلپورې ولسوالې په بېله سیمه کې تېره شپه په ځانګړیو عملیاتو کې اووه پاکستاني طالبان وژل شوي دي. هغه زیاتوي، د …

نور... »

د ننګرهار د مرکز داکترانو او درمل پلورونکیو کار بندیز کړی

په ننګرهار کې د دولتي او خصوصي روغتونو داکترانو او درمل پلورونکیو د غلا، انسان تښتونو او نا امنیو له کبله کار بندیز کړی. د جلال آباد ښار داکتران او  درمل پلورونکي، چې د ښار د روغتیا په مارکت او ولایتي شورا کې د احتجاج په توګه په ډاګه کړه، …

نور... »

د ظاهر قدیر ساتونکیو د ځانمرګي پر شک قومي مشر وژلی

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر ساتونکیو یو قومي مشر د ځانمرګي برید کوونکي پر شک وژلی دی. د ننګرهار ولایت قومي مشرانو د ننګرهار ولایت مخې ته د غبرګون ښودلو په موخه راټول شول او وایي، چې د ظاهر قدیر شخصي ساتونکیو له یوه قومي مشر …

نور... »

په ننګرهار کې د ظاهر قدیر د کور پر ساتونکیو د برید مخه ونیول شوه

په ننګرهار کې هغه کس ووژل شو، چې غوښتل یي د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر پر ساتونکیو برید وکړي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي عبدالظاهر …

نور... »

په ننګرهار کې داعشیانو او پاڅونوالو نښته کړې

 د ننګرهار په نازیان ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکیو او داعش وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.  د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دا نښته تېره شپه د نازیانو ولسوالۍ د مورچل په سیمه کی رامنځته شوې، چی په کی د درې پاکستانیانو په ګډون پاڅلور داعش …

نور... »

ځينې سیاسي مشران د شهیدانو پر وینو تجارت کوي

په ننګرهار کې د شهید د اوونۍ په نمانځغونډه کې د شهیدانو د کورنۍ غړیو پر حکومت نیوکه کړې، چې حقوق یې پروخت نه ورکوي او ځينې سیاسي مشران د شهیدانو پر وینو تجارت کوي. شهیدانوته د درناوي په خاطر د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ادارې هم د …

نور... »

په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو مرکزونه بمبارد شوي

د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ په بېلابېلو  سیمو کې بهرنیو ځواکونو د داعش څو مرکزونه بمبارد کړي دي. د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په دې بمبارد کې د داعش اتلس جنګیالي وژل شوي او اووه ټپيان دي. هغه زیاته کړې، چې په دغو …

نور... »

په ننګرهار کې د دفاع وزارت د ساحوي کشف مدیر احسان الله وژل شوی

په ننګرهار کي د دفاع وزارت د ساحوي کشف مدیر احسان الله تېر ماښام د وسلوالو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.  د ننګرهار د امنیی قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، نوموړی د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په سیمه کې له کوره جومات ته روان …

نور... »

د افغانستان په ختیځ کې ټپي شوي امریکايي سرتېري ساه ورکړې

په افغانستان کې د پریکنده ماموریت ځواکونو په ډاګه کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو پرمهال یوه ټپي شوي امریکایي سرتېري ساه ورکړې ده. امریکايي رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان په ختيځ کې يو امریکايي پوځي وژل شوی او يو شمېر …

نور... »

په ننګرهار کې یو توغول شوي توغندي شپږ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

چارواکي وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي؛ د یادې ولسوالۍ د فتح الله په اړوند سیمه کې د طالبانو او امنیتي …

نور... »

په ننګرهار کې یو طالب قومندان له خپلو ساتونکیو سره وژل شوی

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو یو جنګیالي د فضل سبحان په نوم خپل قومندان له پېنځه ساتوونکیو سره وژلي دي.  د خوږیاڼو ولسوال سبحان الله وايي، وژل شوی قومندان په سیمه کې د مولوي نیک محمد نومي د یوه بل مهم …

نور... »

د ننګرهار د بهسودو د حلقوي سړک په پوسته کې دوه پولیس وژل شوي

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه تېرماښام پر پولیسو ناپېژنده موترسیکل سپرو ډزې کړي. د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، په پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او  د پولیسو وسلې هم وسلوالو له ځان سره وړي. تراوسه د …

نور... »

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مخې ته یو ۲۵ کلن ځوان وژل شوی

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ مخې ته یو پېنځه ویشت کلن ځوان ناپېژنده وسلوالو پر ډزو وژلی دی. د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دوه موتر سیکل سپرو امنیه قومندانۍ ته څیرمه پر یوه ځوان ډزې کړي او وژلی …

نور... »