عاجل خبرونه

Tag Archives: ننګرهار

په ننګرهار کې د کونړ قاچاقي چارتراش ونیول شول

چارواکو ویلي، چې په ننګرهار کې د دوه نیم سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د کونړ د طبیعي ځنګلونو هغه چارتراش نیول شوي، چې قاچاقبرو غوښتل د ښیوې له لارې یې جلال آباد ښارته د ننه کړي. د کونړ له ځنګلونو د وهل شويو نښترو او لمنځو زرګونه جوړې چاتراش …

نور... »

ځوانان په ننګرهار کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کوي

د ننګرهار ځوانانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کړې ده. د زمري ۲۱، چې د ځوانانو نړیوالې ورځ منل شوې؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو …

نور... »

په ننګرهار کې له بډو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګری مخې ته راټول شوي کسان وایي،  له بډو ورکولو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده. په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخستلو په هیله ولاړ وي. وېزه غوښتوونکی نورمحمد وايي، چې د رشوت …

نور... »

د داعش پر هڅو د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ ده- ظاهر قدیر

د هېواد په ختیځ جلال آباد ښار کې بېړنی حالت حاکم دی؛ د جلال آباد ښار د ساتني مسوولیت د ملي پوځ په لاس کې دی او کور په کور د استوګنې سیمې هم پلټل کیږي. خلک پوښتي، چې ولې جلال آباد ښار د داعش او نور وسلوالو ډلو د پام …

نور... »

په ننګرهار کې د یوه خصوصي روغتون مخې ته چاودنه شوې

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، نن له غرمې مخکې په جلال آباد ښار کې یوه ماین  چاودنه شوې. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وایي، دغه چاودنه درمسال ته څېرمه د مغل خان نومي شخصي روغتون مخې ته رامنځته شوې ده. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پېښه …

نور... »

په ننګرهار کې د داعش شپږ غړي وژل شوي دي

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي؛ په ننګرهار کې د داعش شپږ غړي په هغه هوایی برید کې وژل شوي، چې  تېره ورځ د دغه ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ او ميلوه سيمو کې تر سره شوي دي.  په دغه برید کې د داعش وسلوالو دوه مرکزونه …

نور... »

په ننګرهار کې ډله‌ییز برید د درې بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې سې شنبه غرمه مهال پاو کم دولس بجې د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې له غبرګو چاودنو وروسته د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییز برید پیل شوی دی. د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي؛ پېښه د درې بریدګرو له لورې ترسره …

نور... »

په ننګرهار کې د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز برید شوی

سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ادآ موسیسې اړوند د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز ډله ییز برید شوی، چې تر دې دمه د درې کسانو له وژل کیدو او اته نورو د ټپی کیدو خبر ورکړ شوی دي. امنیتي سرچینې …

نور... »

په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو شخړه کړې

په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو عبیدالله شینواري او اجمل عمر د مرستیالۍ د څوکۍ پر سر نښته کړې. د ننګرهار ولایتي شورا ډېر کله د وکیلانو د خپلمنځيو شخړو کوربه وي؛ خو دا ځل خبره تر فزیکي شخړې راورسیده. یوه امنیتي سرچینه وايي، د شورا د غړیو …

نور... »

په ننګرهار کې ناامنیو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

مسوولین وايي؛ دمګړۍ په اچین کې دولس، په هسکه مینې کې اته، په نازیانو کې شپږ، په خوږیاڼيو کې لس، په بټيکوټ کې دوه، په مومندره کې اته او په حصارک کې درې ښوونځي د ناامنیو له وېرې تړل شوي دي. ننګرهار یو وخت د علم کور و؛ خو اوس …

نور... »

په ننګرهار کې د داعشي جنګیالیو ۵ کسیزه ډله ونیول شوه

ملي امنیت په ننګرهار کې د مخ پټو داعشي جنګیالیو هغه ۵ کسیزه ډله له وسلو سره نیولې، چې په ښار کې يې پولیس ترورول. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د داعش دې ډلې په ښار کې افغان سرتېري او دولت پلوه کسان ترورول او په زور یې …

نور... »

د جلال آباد ښار د هډې په څلورلاري کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د جلال آباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د هډې په څلور لاري کې چاودنه شوې. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د چاودنې موخه پوليس ول، چې له کبله يې دوه پوليس وژل شوي. خوږياڼي زیاته کړې، چې د چاودنې نوعيت څرګند …

نور... »

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې چاودنې طالب قومندان وژلی

د ننګرهار والي ویاند ویلي، نن سهار نهه بجې د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په نګړ خېل سیمه کې چاودنې یو طالب قومندان وژلی دی. د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي، دغه چاودیدونکي توکي د یوې هټۍ مخې ته ځای پرځای شوي وه، چې په کې ظابت خان …

نور... »

د سولې پر وړاندې د فشار منونکی نیم- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د سولې پر وړاندې هیڅ ډول فشارنه مني؛ ځکه، چې په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده. ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۰) جلال آباد ښار ته د خپل دوه ورځني سفر سفر پر مهال په شپږمه …

نور... »

د ننګرهار د ملکیار هوتک لیسې له درې چپړاسیانو سرونه پرې شوي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالو د ملکیار هوتک لیسه سوځولې او د لیسې له درې چپړاسیانو(ملازمانو) یې سرونه پرې کړي دي. د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ثابت الرحمن رسنیو ته څرګنده کړې، چې پېښه تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ …

نور... »

ولسمشر غني په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني، چې نن سهار جلال آباد ښار ته رسیدلی؛ د مسوولانو په حضور کې یې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.  د خبرپاڼې له مخې؛ د ختیځ زون دغه کمپلکس به، چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ …

نور... »

په ننګرهار کې د یوه ترکي په ګډون درې داعشیان نیول شوي

افغان ځواکونو د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش درې مهم کسان نیولي، چې یو په کې د ترکیې تبعه دی. د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وایي، چې: مونږ د داعش درې لوړپوړي غړي د یو ترکي محمد نومي په ګډون ونیول او د پاتې څېړنو لپاره …

نور... »

پاکستان ته د ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخنیوی وشو

د ننګرهار والي ویاند وایي؛ نږدې شپاړس ټنه ګرانبیه ډبرې، چې تر هندوانو لاندې په یوه لارې کې ځای پرځای شوې وې په تورخم کې د کمیسارۍ د پولیسو له خوا نیول شوې دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي؛ د کرومیتو دا ډبرې له شېرزاد ولسوالۍ څخه د …

نور... »

وسلوالو طالبانو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر سرحدي پوليسو بريد کړى

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه يوه بجه د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په حکیم آباد سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه ټولي وسلوال بريد کړى. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى بريد تائيدوي او وايي، په بريد کې دواړو خواوو ته ځاني زیانونه …

نور... »

د ننګرهار د غنی خېلو ولسوالی سرپرست په یوه برید کې ووژل شو

د ننګرهار دغني خېلو ولسوال له خپل یوه ساتوونکي سره په یو وسلوال برید کې وژل شوی او درې ملکي وګړي ټپیان دي. په ننګرهار کې د اختر وروستۍ دوه ورځې د داعش د بریدونو له امله ډېرې خونړۍ وې؛ خو څلورمه ورځ  د طالبانو پریوه داسې برید پیل شوه، …

نور... »