Tag Archives: ننګرهار

د جاپاني افغان تتسو ناکامورا جنازه جاپان ته ورسیدله

د جاپاني افغان داکتر تتسو ناکامورا جنازه، چې تېره چارشنبه د ننګرهار په جلال آباد ښار کې له پېنځه افغان ساتونکیو سره ووژل شو؛ نن یکشنبه( د لیندۍ ۱۷) پر سیمه ییز وخت له غرمې وروسته توکیو ته نږدې د ناریتا هوایي ډګر ته ورسیدله. د جاپان د ناریتا په …

نور... »

جاپانی داکتر ناکامورا د کونړي سیند د اوبو قرباني شو

د طب داکتر ناکامورا، چې په خټه جاپانی و؛ تېره ورځ له خپلو پېنځه افغان ستاتونکیو سره د کونړي سیند قرباني شو؛ خو خدمتونه به یې تر پېړیو ژوندي وي. د داکتر ناکامورا همکاران وايي؛ په ۱۹۸۴ کې یې د پېښور افغان کډوالو ته روغتیايي خدمات پیل کړي وه، د …

نور... »

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د کونړ له نورګله داعشیان راځي

د ننګرهار د دره نور ولسوال ویلي؛ د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي فعال دي او کله ناکله د شپې لخوا دره نور ته هم راځي. د ننګرهار د دره نور ولسوال هجرت الله ګردیوال په یوه خبرې ناسته کې څرګنده کړې، چې د کونړ په نورګل …

نور... »

سږ کال په ننګرهار کې ۱۵۰ ټنه زیتون شوي

سږ کال د ننګرهار د کانال پر ځمکه ۱۵۰ ټنه زیتون شوي، چې  پرې د زیتونو په کارخونه کې د تېلو او اچارجوړولو چارې روانې دي. د زیتونو په بن کې محمداجان نومي کارګر ویلي، چې د ننګرهار د کانال زیتون پاخه شوي او له تېرو شل ورځو راپدیخوا د …

نور... »

په ننګرهار کې د دوه کورنیو له نښتې ۱۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې نن سهار شپږ بحې د خوږياڼو ولسوالۍ د ککړک د بډاکڅ په اړوند سيمه کې د دوه ځايي کورنيو( ورښمين او انور) تر منځ د کورني تاوتريخوالي له کبله خپلمنځي نښته رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي، له دواړو …

نور... »

په ننګرهار کې ۲۹ داعش جنګیالي او ۷ طالبان له وسلو سره تسلیم شوي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۹ داعش جنګیالي او ۷ طالب وسلوال له وسلو سره ملي امنیت ته تسلیم شوي دي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، چې په شینوارو او خوږیاڼو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو …

نور... »

د ننګرهار د هسکې مېنې پر جومات د برید پلانوونکی ووژل شو

په ننګرهار کې د صفر دوه قطعې مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د د دې ولایت د هسکې مېنې د وروستي برید پلانوونکی د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال چاودنو …

نور... »

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې د شهیدانو په فاتحه کې د قربانیانو له کورنیو سره د یوې – یوې نمرې ځمکې د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه کړې ده. د تېرې جمعې( د تلې ۲۶) د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې د …

نور... »

د ننګر هار د هسکې مېنې د جودرې ۷۰ کسان خاورو ته سپارل شوي

د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې د اړوند سیمې په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د خونړۍ پېښې د شهیدانو ۷۰ جنازې خاورو ته سپارل شوي او د جودرې له هر کوره د میندو، خویندو او یتیمو ماشومانو چغې راپورته شوې دي. د دغې خونړۍ پېښې ټول …

نور... »

په ننګرهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال له ۹۸ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د هسکې مېنې  ولسوالۍ د جودرې په اړوند جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د چاودنې له کبله ۶۲ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي. عیني شاهدان وايي، لومړی یو پړک پورته شو او ورپسې درنده چاودنه …

نور... »

په ننګرهار کې چاودنې ۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار والي وياند ويلي؛ د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ هوټل ته نږدې نن مازیګر ۴ نیمې بجې چاودنه رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼي زیاته کړې؛ چاودنه د ملي اردو د جلب او جذب کاستر موتر ته نږدې په درول شوي …

نور... »

سوله له موقت حکومت پرته ناشونې ده- حکمتیار

د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار د ننګرهار په کمپایني غونډه کې ویلي، اوسنی حکومت د روانې جګړې عامل دی او له موقت حکومت پرته سوله نه کېږي. د ولسمشرۍ د نوماند ګلبدین حکمتیار د ختیځ استوګنو ته په یوه رابلل شوې غونډه کې څرګنده کړې، چې  اوسنی حکومت د جګړې …

نور... »

د ختیځوالو په غوښتنه مې شپني عملیات بند کړي- اشرف غني

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني په جلال آباد کې یوې ټاکنیزې ناستې ته ومنله، چې په خوږیاڼو کې د صفر دوه قطې پر شپنیو عملیاتو ملکي وګړي وژل شوي او څرګندوي، چې د ختیځوالو په غوښتنه یې دغه عملیات بند کړي او د شهیدانو پوښتنه به هم وکړي. د دولت …

نور... »

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته هوایي برید شوی

د یکشنبې پر شپه شاوخوا دوه بجې د بهرنیو ځواکونو یوې جنګي چورلکې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د کان او قطرغي په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوسته هوايي برید کړی. د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوال بصیرګلاب وايي، په بمبارد کې یو پولیس افسر او دوه پولیس …

نور... »

صفر دوه قطعې په جلال آباد کې څلور زلمي وروڼه وژلي

د ننګرهار ولایت د جلال آباد خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جسدونه د ولایت مقام مخې ته ایښي او له حکومته سپيناوی غواړي. احتجاج کوونکی عبدالقادرخان وایي،  دا شاه زلمي څلور واړه وروڼه دي. داوود خان نومی اعتراض کوونکی وایي، په دوی کې دوه تنو حکومتي …

نور... »

په جلال آباد ښارکې د ننګرهار پوهنتون استادانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر مازيګر( د وږي ۵) شاوخوا څلورنيمې بجې د ننګرهار امنيه قومندانۍ ته نږدې پر کورلا ډوله موتر چاودنه شوې. د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل وايي، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو …

نور... »

د ننګرهار په چمتله کې دوه وسلوال طالبان نیول شوي

د ننګرهار مسوولينو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ ماښام مهال د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې په اړوند سیمه کې دوه وسلوال طالبان له وسلو او مهماتو سره ونیول شول. سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې په اړوند سیمه کې یو شمېر وسلوالو طالبانو د ملي اردو له ځواکونو …

نور... »

په ننګرهار کې چاودنې د واده د مراسمو ۲۰ ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د ځايي پاڅونوالو د یوه مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی. په ننګرهارکې د جمعې پر ورځ ( د چنګاښ) د سهار نهه بجې د لاندې پچیر په سیمه کې یو ځانمرګي د ځايي پاڅونوالو د …

نور... »

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

امنیتي چارواکو ویلي، چې د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ د بېنِګاه په سيمه کې د جلال آباد ښار د اتمې امنيتي حوزې د ملي امنيت د مدير نورعباس پاچا پر هایلکس ډوله موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده. د ننګرهار د ملي امنيت مسوولين چاودنه تائيدوي او وایي، …

نور... »

د جلال آباد ښار د بیز په اړوند سیمه کې ماین چاودنه شوې

د جلال آباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بيز په سيمه کې د څلورمې ناحيې د ګذر د وکيل پر موتر چاودنه شوې. د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند فریاد خان وايي، چاودنه د وکيل ملک نعيم موتر پورې د نښلول شوي مقناطسي ماين له کبله رامنځته شوې، چې …

نور... »