عاجل خبرونه

Tag Archives: ناڅرګند وسلوال

په کابل کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا ناڅرګندو وسلوالو ۱۰ کسان وژلي

په کابل کې ښار کې وژنو او وسلوالو غلاوو ښاریان سخت اندېښمن کړي او پولیس د امنیت په ټینګولو کې ناکام ګڼي. د کابل په لویدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د قروغ غره په لمن کې ناڅرګنده وسلوالو پرل نشه يي توکو روږدي نهه کسان …

نور... »

د کابل ښار د ۷، ۸، ۵ او ۱۸ حوزو اړوند سیمې تر ټولو ناامنه دي

د آریانا نیوز د راپور له مخې؛ تېره شپه وسلوالو غلو یو تن د پېنځمې حوزې، دوه نور د اوومې حوزې، یو تن د اتمې حوزې او درې نور د اتلسمې حوزې په اړوند سیمو کې ټپیان کړي؛ پیسې او مبایلونه یې ترې وړي دي. په کابل ښار کې جنایي …

نور... »

د کابل ـ ګردیز پر لار د پکتیا استناف محکمې ۳ قاضیان او یو کارکوونکی وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۱۶) د کابل- ګردیز پر لویه لار د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په اړوند کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې درې قاضیان او یو کارکوونکی د وسلوالو طالبانو لخوا وژل شوي دي. د پکتیا والي ویاند …

نور... »

په لوګر ولایت کې ناحرګندو کسانو يو جومات سوځولی

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو جومات سوځولی دی. د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې تېره شپه د بره کي برک ولسوالۍ په قاضي قلعه سیمه کې ناڅرګندو کسانو د کلي جومات سوځولی …

نور... »

سیاسي فعال حسن حقیار تېره شپه د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی

سیاسي فعال حسن حقیار تېره شپه اته بجې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د پل آرتل سیمې ته نږدې د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی دی. ښاغلی حسن حقیار سیاسي فعال دی، چې تر ډېره د سولې بهیر اړوند مسایل په رسنیو کې څېړي. نوموړی د چارشنبې پر شپه( …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په بغلان کې د یوې کورنې ۷ غړي وژلي

د بغلان ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې ناڅرګندو وسلوالو د دې ولایت د دوشي ولسوالۍ د زارغه په اړوند سیمه کې د یوې کورنې ۷ غړي وژلي دي. د دوشي ولسوالۍ ولسوال صاحب داد غفوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د شنبې پر شپه د دې …

نور... »

د کابل په سخي کارته کې ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

د کابل پولیسو منلې، چې د درېیمې ناحیې د سخي کارتې په اړوند سیمه کې تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې د اړوند کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي هم دي. پولیسو ویلي، …

نور... »

په پروان کې د دوه زدکوونکیو مړي موندل شوي

امنیتي چارواکو ویلي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ښوونځي دوه زدکوونکي د ښکاري توپکونو پر ډزو وژل شوي دي. د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرقیب کوهستاني ویلي؛ د ښوونځي دغه دوه زدکوونکي، چې له اووه لس کلونو ډېر عمر نلري د دې ولسوالۍ …

نور... »

په کابل ښار کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون سلاکاره ترور شوه

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۱) ۷:۲۰ دقیقې ناڅرګندو وسلوالو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون سلاکاره مینه منګل ترور کړې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړې ترور …

نور... »

په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر …

نور... »

په غزني کې ناڅرګندو وسلوالو یو زیارت ته چاودنه ورکړې

په غزني ولایت کې ناڅرکندو وسولوالو تېره شپه یو زیارت پر ماینونو ویجاړ کړی دی. د غزني والي ویاند عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې ناڅرکندو وسلوالو د عبدالواحد زیارت، چې پر شمس العارفین شهرت لري پر چاودیدونکیو توکو الوځولی دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په لغمان کې مدني فعال وژلی

نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې دوه تنو ناڅرګندو وسلولو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په اړوند سيمه کې مدني فعال شېرزاد ساپی پر ډزو وژلى دى. د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شېرزاد ساپی، چې د ولسي جرګه نوماند او مدني فعال …

نور... »

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي ترور شو

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي او د بدني روزنې د ښکلا اتل تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی. په کندوز ولایت کې امنيتي چارواکو پېښه منلې؛ خو په اړه یې ډېر څه نه وایي.   د ارواښاد کریمي خپلوانو ویلي، چې نوموړی تېره …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په پروان ولایت کې یو پولیس افسر وژلی

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست څرګنده کړې، چې نن سهار اووه نیمې بجې د یو پولیس افسر مړی رالیږدول شوی؛ خو د دغه ولایت پولیس په دې اړه څه نه وایي. د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس زیاته کړې؛ دغه وژل شوي پولیس، چې روغتون ته رالیدول …

نور... »

په فراه ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو

د دوشنبې پر سهار( د مرغومي ۱۰) ناڅرګندو وسلوالو په فراه ښار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی پر ډزو وواژه او خپله پر تېښته بریالي شوي دي. د فراه ولایت امنیه قومندان رحمت الله صدیقي ویلي، چې  ناڅرګندو وسلوالو سهار مهال د دغه ښار په عسکر آباد سیمه کې …

نور... »

د پکتیا والي له وسلوال بریده روغ رمټ وتلی

په پکتیا کې سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دغه ولایت والي شمیم کتوازی نن سهار مهال له وسلوال بریده روغ رمټ وتلی دی. د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت ویلي، چې ښاغلی کتوازی د کابل –ګردیز پر لویه لار د لوګر په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو تر …

نور... »

په خوست کې د احمد شاه او په کابل کې د سباوون کاکړ جنازې خاورو ته وسپارل شوې

په خوست کې د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال( د غویی ۱۰) د بي بي سي خبریال احمد شاه د متون د مندوخېلو کلي پر عام سړک د ناڅرګندو موترسایکل سپرو پر ډزو ووژل شو او  جنازه یې د سې شنبې پر ورځ خاورو ته وسپارل شوه. هغ یو تکړه …

نور... »

کابل ته غزیدلې وارداتي برښنا پرې شوې

د بغلان سیمه ییزو چارواکو منلې، چې ناڅرګندو وسلوالو په دې ولایت کې کابل ته د غزیدلې وارداتي برښنا یوه ستن له منځه وړې او برښنا یې پرې شوې ده.   د بغلان سیمه ییزو چارواکو او برښنا شرکت تائید کړې، چې د دې ولایت د کیله ګي په اړوند …

نور... »

په جوزجان کې پر ۱۰ کلنې نجلې جنسي تېری شوی

د جوزجان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د جوزجان د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه د دې ولایت …

نور... »

تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو په تخار کې د بازار یو ساتونکی پر دار ځړولی

امنیتي چارواکو ویلي، چې تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د سیاب بنګي کلي د بازار ساتونکی په دار ځړولی دی.  د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر د پېښې د تائید تر څنګ ویلي، چې دغه سړی عبدالباقي نومیږي او ۴۳ کاله عمر لري. نوموړي زیاته کړې، چې عبدالباقي نومی …

نور... »