عاجل خبرونه

Tag Archives: ناتو

ولسمشر غني له ناټو او امریکا سره د سولې ګډه اعلامیه لاسلیک کړه

په ارګ کې ولسمشر اشرف غني نن د کب پر ۱۰ چې د فبروري له ۲۹ سره برابره ده د طالبانو او امریکایانو مشرانو د سولې له هوکړې سره همهاله د ناټو له سرمنشي او د امریکا له دفاع وزیر سره د سولې یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. ولسمشر غني …

نور... »

نه پوهیږم، چې طالبان سوله غواړي او که د غولولو په لټه کې دي- اشرف غني

ولسمشر اشرف غني د مونیخ په ۵۶ نړیواله امنیتي ناسته کې ټینګار کړې: ډاډه ندی، چې وسلوال طالبان سوله غواړي او که د غولولو په لټه کې دي. ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې: تر دوه ورځو مخکې هم طالبانو خپلو پلویانو ته ویل، چې لویدیځوال مو غولولي او دولت …

نور... »

امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي پر اووه ورځني کمښت ټینګار کړی ـ ایسپر

د امریکا دفاع وزیر د پنجشنبې پر ورځ/ د سلواغې ۲۴ په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي د اووه ورځني کمښت پر وړاندیز خبرې کړي دي. د امریکا دفاع وزیر …

نور... »

ناتو د افغانستان سولې په بهیر کې له شویو پرمختګونو ملاتړ څرګند کړ

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، د سولې په بهیر کې د امریکا له هڅو ملاتړ کوي؛ خو په عین حال کې یې له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخوالی او بریدونه راکم کړي. د ناتو سرمنشي په افغانستان کې د اوږدمهال حضور پر دوام ټینګار کړی او وایي؛ هره هڅه، …

نور... »

د سولي زمینې برابرولو ته تر ټولو ښه لار د افغان ځواکونو پیاوړتیا ده- ناتو

د ناتو سر منشي ویلي، چې په افغانستان کې د سولي زمینې برابرولو ته تر ټولو ښه لار د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ده.  د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې بیا پر افغانستان وغږید او څرګنده یې کړه، چې ځواکونه یې په دې هېواد کې؛ ځکه دېره شوي، …

نور... »

د افغان او بهرنیو سرتېرو په لیکو کې ۲۰۰ خپلمنځي بریدونه تر سره شوي

په وسلوال ځواک کې د طالبانو نفوذ د جګړې نوی تاکتیک دی، چې له مخې یې وسلوال طالبان  پر  افغان او بهرنیو سرتېر  مخامخ بریدونه تر سره کوي. د آریانا نیوز د ارزونو له مخې؛ په تېرو ۴ کلونو کې د افغان پوځ او بهرنیو سرتېرو په لیکو کې دوه …

نور... »

د افغانستان د سولې له طرحې به ملاتړ روان ساتو- ناتو

د ناتو سرمنشي له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې به د سولې د طرحې په اړه د دوی د غوڅ ملاتړ ماموریت روان وي. طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وایي، د ناتو له چاراکو سره د زلمي خلیلزاد له مشورو وروسته ممکن د …

نور... »

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو پر موضوع د ناتو له مشرانو سره خبرې کوي. باخبرې سرچینې وايي، چې خلیلزاد به له بروکسل څخه پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به …

نور... »

ناتو له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوښمنه ده

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی په خپل تویت کې د افغانستان په اړه پوښتنو ته په ځواب کې خوښمن شوی، چې په تېرزیږدیز کال کې د سولې په اړه پرمختګ شوی و او هیله من دی، چې دا خبرې تلپاتې سوله رامنځته کړي. په افغانستان کې د ناتو …

نور... »

د ناتو مشران خپله اویایمه کلیزه په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې نمانځي

د ناتو مشران د سې شنبې پر ورځ( لیندۍ ۱۲\ د دسمبر ۳) په لندن کې د دغه سازمان اویایمه کلیزه  نمانځي. د ناتو مشران اویایمې کلیزه په خپله دوه ورځنۍ سرمشریزې کې نمانځي؛ خو د غړیو ترمنځ یې د نه یووالي نښې نښانې هم لیدل کیږي. دوی به د …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی

د ناتو سرمنشي  له سرمشریزې مخکې یو ځل بیا د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا او طالبانو د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې هر ډول حل لار باید  تاوتریخوالی لږ او اوربند ټینګ کړي. داسې ښکاري، چې ناتو له …

نور... »

په افغانستان کې د ښځو پوځي شورا جوړیږي- رولا غني

د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني د ښځینه پوځیانو په لومړنۍ درې ورځنۍ ناسته کې ویلي؛ ټاکل شوې په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ پوځي شورا جوړه شي، چې د ښځینه پوځیانو د همغږۍ لپاره مهمه ده. دغه راز رولا غني د سولې په خبرو کې د ښځو شتون یوه …

نور... »

ناتو په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته رسوي- جنرال میلر

په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر ویلي، چې د ناتو د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو تر منځ دا هیله شته، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسیدو لپاره یوه لار ومومي. جنرال میلر دغه راز څرګنده کړې، چې ناتو او …

نور... »

ناتو د افغان ځواکونو د تجهیز او مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د افغانستان ملاتړي هېوادونه د ترهګرو د ځالو او پټنځیو د له منځه وړلو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او وایي، چې د پیسو پر ورکړې سربېره به افغان ځواکونو ته د داعش پر وړاندې جنګیدو لپاره تجهیزات هم برابر وي. په بروکسل کې د ناتو عمومي منشي د …

نور... »

طالبان باید تلپاتې سولې ته ژمن وي-ناتو

ناتو د افغانستان د سولې خبرو له بیا پایلیدو هرکلی کوي؛ خو له طالبانو هم غواړي، چې سولې ته د رسیدو لپاره رښتینې ژمنه وکړي. د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې مونږ د سولې د خبرو اترو له بیا پیل هر کلی کوو؛ خو طالبان هم باید لیوالتیا وښیي، …

نور... »

په افغانستان کې د امریکا جګړه یوه تېروتنه وه- کاترین برون

 د امریکا د نړیوالو اړیکو رییس ویلي؛ د امریکا ۴۳ سلنه خلک د افغانستان جګړه یوه تېروتنه بولي او وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې افغان ځواکونه هم د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې ډېره قرباني ورکوي. په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه، چې تر …

نور... »

پخلاینې ته د رسیدو لپاره، له طالبانو سره د خبرو دوام مهم دی-د ناتو سرمنشي

د ناتو سرمنشي ویلي، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د دې لپاره شتون لري، چې د سولې خبرو شرایط برابر شي او دوی له اړتیا ډېر په افغانستان کې نه پاتې کیږي. د ناټو سرمنشي له یوې امریکایي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ بهرني ځواکونه به په افغانستان …

نور... »

له افغانستان څخه د سرتېرو پر وتو هیڅ راز خبرې ندي شوي- تاد ولترز

د ناتو په ماموریت کې ورګډ د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي قومندان ویلي، چې تر دې دمه له افغانستان څخه د سرتېرو پر وتو هیڅ راز خبرې ندي شوي او له افغان ځواکونو څخه به خپل ملاتړ روان ساتي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو له خبرو ملاتړ څرګند کړ

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د امریکایانو او طالبانو له خبرو هرکلی کړی او ترې ملاتړ کوي. د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۱) په بروکسل کې یوې خبرې ناستې ته څرګنده کړه، چې ناتو د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د …

نور... »

نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په مناسب وخت کې وځي- ناتو

د ناتو سرمنشي وایي؛ لکه څنګه، چې د ناتو متحدین د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکېل دي دغه راز به له دې هېواده د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو هم ګډه پرېکړه وکړي. د ناتو سرمنشي د اسپین په انستیتوت کې د خبرو پر مهال وویل، چې …

نور... »