عاجل خبرونه

Tag Archives: ناامني

د ناامنیو له کبله به د رایو نور مرکزونه هم وتړل شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که ناامني همداسې روانه وي او ځینې نورې ساحې وسلوال لاندې کړي؛ د ټاکنو پر ورځ به  د رای ورکولو ډېر نور مرکزونه هم بند پاتې شي. د ټاکنو لپاره څه باندې اووه زره مرکزونه په نښه شوي؛ خو څه باندې دوه زره …

نور... »

په غزني کې ښاري ګارنیزیون جوړ شو

چارواکو ویلي، چې په غزني ښارکې مو له ګارنیزیون جوړولو موخه د امنیت ټینګښت او د ترهګرو او زورواکانو پرضد مبارزه ده. د غزني په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي، د ګارنیزیون د کار له …

نور... »

په یو شمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او ناامنیو له کبله ټاکنیز بهیر زیانمن شوی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ځینو ولایتونو کې د اعتراضونو او ناامنیو له کبله د  دفترونو تړل کیدو ټاکنیز بهیر زیانمن کړی دی. لکه څنګه، چې د هرې ورځې له تېرېدو سره ټاکنو ته ورنږدې کېږو؛ دغه راز د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنیز بهیر پر وړاندې نوې …

نور... »

په ننګرهار کې د حکومت ضد تبلغاتو په تور د طالبانو ۵ کسیزه ډله نیول شوې

په ننګرهار کې ملي امنیت د وسلوالو طالبانو هغه ۵ کسېزه ډله نیولې، چې په ښار کې یې د حکومت پر ضد تبلغات کول. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی مني، چې د ملي امنیت سرتېرو د وسلوالو طالبانو هغه پېنځه کسیزه ډله نیولې، چې، په ښار کې یې د …

نور... »

ځینې حکومتي کړۍ له ترهګرو سره همکاري کوي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ پلازمېنې کابل او د هېواد یو شمېر نورو سیمو ته د ترهګرو په رالیږدولو کې لاس لري. دوی وایي، چې ډېري ترهګر په هغو مرمۍ ضد موترو کې رالیږدول کیږي، چې په هېواد کې یې …

نور... »

د غزني له ولسوالیو بېځایه شوي له ستونزو سره مخ دي

ځینې کورنۍ، چې د غزني له ولسوالیو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شوي وایي، د جګړو پر مهال یې هر څه له لاسه ورکړي. د ده یک له ولسوالۍ څخه تښتیدلی محمد حبیب توانیدلي، چې له خپلې میرمن او درې وړو ماشومانو سره له هغه ځایه راووځي. هغه …

نور... »

په تېرو ۵ میاشتو کې یو میلیون کسان په کور دننه بیځایه شوي

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي؛ په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې سل زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي، چې ډېر شمېر یې د جګړو د شدت او ناامنیو له کبله د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړ شوي دي.  روانې جګړې او تاوتریخوالي تر …

نور... »

د جګړې نوښت له طالبانو سره دی او حکومت د ناامنیو مخنیوی هم نکوي- مشرانو جرګه

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې وسلوالو طالبانو د جګړې نوښت تر لاسه کړی او حکومت د ناامنیو د مخنیوي لپاره مناسب او عملي ګامونه هم نه دي اخیستي. افغانستان له دوه میاشتو راپدیخوا د جګړې او وژنې تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي او تاوتریخوالی د هرې ورځې …

نور... »

۵۴ په سلو کې افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي

د مرکزي احصايي ادارې په دیارلس سوه پېنځه نوییم کال کې د افغانانو د ژوند ارزونه کړې، چې په کې په څلوردېرش ولایتونو کې له یو سل و پېنځه پنځوس زره کسانو سره خبرې شوې؛ پوهنه، روغتیا، غذايي خوندیتوب، وزګاري، کرنه او د څښاک اوبو ته د لاسرسي مسایل په …

نور... »

د افغانستان په ناامنیو کې امریکا ښکېل ده- مشرانو جرګې غړي

د افغانستان د ملي شورا مشرانو جرګه نیوکه کوي، چې امریکا نه یوازې په هېواد کې دوامدار حضور لري، بلکې د کابل او واشنګتن ترمنځ امنیتي تړون هم لاسلیک شوی؛ خو سره له دې جګړه راته پېچلې ساتل شوې ده. دوی زیاتوي؛ پاکستان له سخت دریځو ملاتړ کوي؛ خو امریکا …

نور... »

په کابل کې ناامنیو خبریالانو ته ستونزې جوړې کړي

د کابل په زړه کې، له غلاګانو څخه په وار وار شکایت شوی؛ خو وړمه ورځ وسلوالو غلو د لومړۍ حوزې یوې پوستې ته په شاوخوا سل متره واټن کې د آریانا تلویزیون له کارکوونکیو څخه کمره او نورو وسایل اخستي دي.  پولیسو ژمنه کړې وه، چې د قضیې د …

نور... »

په ۱۱ ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله رای مرکزونه معلوم نشول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په یوولس ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله د ټاکنو د رایو ورکولو مرکزونه معلوم شوي نه دي؛ ځکه، چې هلته ناامني ده. که څه هم خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو هیله لري؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې اړه ډاډه نه …

نور... »

د نورستان ۵ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د نورستان قومي مشرانو او ولسي استازيو د ننګرهار د قبایلو په ریاست کې احتجاجي غونډه کړې او وايي، چې مخالفینو د ولسوالیو ترمنځ ټولې لارې تړلي او پېنځه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د نورستان سلګونه قومي مشرانو په یوه احتجاجیه غونډه کې ارګ ته خبرداری …

نور... »

سره صلیب د ناامنیو له کبله خپلې هڅې محدودې کړي

د سره صلیب نړیوالې کمیتې د ناامنیو د پراختیا له کبله خپلې هڅې محدودې او کارکوونکي لږ کړي؛ خو په روان کال کې به یې کارکوونکي له بندیانو او د وسلوال تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي. شاوخوا دېرش کاله کیږي، چې د سره صلیب نړیواله کمیته د هېواد په …

نور... »