عاجل خبرونه

Tag Archives: ملي وحدت حکومت

په کابل کې ځانمرګي ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار مهال بریدګر د شش درک سړک شنې امنیتي برخې ته ننوتی او د ملي امنیت ریاست یوې برخې ته نږدې یې خپل چاودیدونکي توکي چولي، چې په کې درې کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي. دغه ځانمرګي برید نن سهار …

نور... »

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو زیانمنول ګټه نلري- خلیلي

د سولې عالي شورا رییس وایي؛ هغه ډلې، چې فکر کوي په خونړیو بریدونو خپلو موخو ته رسیږي، غولیدلي دي. د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د ولایتي شورا ګانو له استازیو، قومي او جهادي مشرانو سره په جوړه شوې مشورتي دوه ورځنۍ ناسته کې وغوښتل، چې د …

نور... »

د جمعیت اسلامي د والي عبدالکریم خدام د لیرې کولو فرمان رد کړ

د جمعیت اسلامي افغانستان رهبرۍ شورا په یوه اعلامیه کې د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۳۰) د ملي وحدت حکومت هغه فرمان رد کړ، چې له مخې یې عبدالکریم خدام د سمنګان د ولایت له مقامه لیرې شوی او پر ځای یې عبداللطیف ابراهیمې دغه مقام ته ټاکل شوی …

نور... »

د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی- منیره یوسفزاده

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی او د سمنګان لپاره ټاکل شوی نوی والي به ډېر ژر کار پیل کړي. د سمنګان لیرې شوي والي عبدالکریم خدام ویلي، چې د جمعیت ګوند، د دغه ولایت د خلکو او …

نور... »

یوناما د افغانستان پر ضد په پاکستان کې د برید پلانول ردکړل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، تر اوسه په دې اړه د قناعت وړ او  څرګند اسناد نشته، چې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په تړاو د ملامتیا ګوته یوه هېواد او یا یوې بلې مرجع ته ونیول شي. افغان حکومت له وړاندې د ملګرو ملتونو …

نور... »

ملي وحدت حکومت پخپل وخت د ټاکنو د ترسره کولو اراده نلري

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رييس یوسف رشید څرګنده کړې، چې حکومت د ټاکنو تر سره کولو ته نیت نلري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم خپلواکه نه دی. د حکومت او کمیسیون تر منځ واټن پراخه شوی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارتونه هم …

نور... »

د حکومت سیاسي مشران او امنیتي چارواکي دې دندې پریږدي- سیاسي ډلې

په کابل او ولایتونو کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته سیاسي ډلو د ملي وحدت حکومت له رهبرانو او امنیتي مسوولینو وغوښتل، چې دندې پریږدي. د افغانستان ملي امنیت په ویب پاڼه کې، چې د دې ادارې د عملیاتو او لاسته راوړنو معلومات خپریږي؛ له نوامبر څخه د دوه زره …

نور... »

اجرائیه رییس د نور څرګندونو ته خپل غبرګون څرګند کړ

اجرايي رييس د بلخ د ګوښه شوي والي عطا محمد نور څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې چوپتیا یې د ځواب د نشتوالي له کبله نه ده. له هغه مهاله، چې ولسمشر د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا منلې؛ ښاغلي نور ولسمشرۍ  او سپیدار ماڼۍ په …

نور... »

د حزب اسلامي ۷۵ بندیان له بنده خوشې شول

د حزب اسلامي ۷۵ بندیان د پنجشنې پر ورځ( د مرغومي ۲۱) د څرخي پله له زندان د حکومت او حزب اسلامي د سولې تړون له مخې خوشې شول. له حزب اسلامي سره د سولې د تړون یوه مهمه برخه د دې ګوند د بندیانو خلاصون دی. د بندیانو د …

نور... »

د حکومت بې کفایتۍ او کمزورۍ داعش رامنځته کړی- نور

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وایي، د حکومت له بې کفایتۍ او کمزورۍ څخه نن داعش ډله له منځني ختیځه افغانستان ته راغلې او هڅې کوي. هغه د لوګر، قره باغ ولسوالیو او د بلخ ولایت د یو شمېر ملاتړیو او اوسیدونکيو په یوه غونډه کې ویلي، چې …

نور... »

کورنيو چارو وزارت له جنرال عبدالرازق سره د قانوني چلند پرېکړه کړې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې دغه وزارت تر دې دمه د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په اړه هیڅ نه دي کړي؛ خو له حکومت سره د ده د ټکر په صورت کې به ورسره قانوني چلند تر سره شي. د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق …

نور... »

پاکستان د ترهګرو ملاتړی او افغانستان یې لوی قربانی دی-افغان حکومت

افغان حکومت د امریکا د ولسمشر د وروستي تیوت په اړه وایي؛ نړۍ پوهیدلې، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی او افغانستان د ترهګرۍ لوی قربانی هېواد دی. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي میلادي کال پر لومړۍ ورځ پاکستان ته په تېرو کې د امریکا لخوا د ۳۳ میلیارد …

نور... »

د بلخ پخوانی والي د ولایت مقام ته تلی او خپل کار یې پیل کړ

یو شمېرسرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې ښاغلی عطامحمد نور د ولایت مقام ته تلی او خپل کار یې پیل کړی او غواړي د بلخ والي په توګه حپل کار روان وساتي. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د شنبې پر ورځ(د مرغومي ۹)  په ډېر ویاړ یوې خبري ناستې …

نور... »

ډېر ژر به د بلخ نوی والي معرفي شي- منیره یوسفزاده

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د بلخ نوی والي به ډېر ژر د یو شمېر حکومتي چارواکو لخوا معرفي شي. که څه هم د بلخ د ګوښه شوي والي ځيني پلویان اوس هم هیله لري، چې عطا محمد نور به خپلې دندې ته دوام ورکوي؛ خو د …

نور... »

بودجوي واحدونو د پراختیایي بودجې له ۳۸ سلنې لږ برخه لګولې

  د ۱۳۹۶مالي کال له پای ته رسیدو سره په یوه وخت نهه دېرش بودجوي واحدونو د خپلې پراختیایي بودجې له څلویښت سلنې لږ برخه او څوارلس نورو بیا له څلویښت سلنې پورته لګولې ده. آریانا نیوز ته رسیدلي نوملړ ښیي؛ بودجوي واحدونو د پراختیایي بودجې له اته دېرش سلنې …

نور... »

د بیت المقدس په رسمیت پېژندنه د سولې مخنیوی کوي

څو ورځې د خبرونو سرټکی دا مساله وه، چې امریکا غواړي بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. د امریکا ولسمشر ترمپ باالاخره دا ګام پورته کړ؛ د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د …

نور... »

خلک باید د ملي وحدت حکومت ته د پای ټکی کیدي-سپنتا

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي، خلک باید له سیاسي او سوله ییزو لارو روان ناقانونه حکومت ته د پای ټکی کیدي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفرسپنتا وایي، خلک دې دغه ناقانونه حکومت پای ته ورسوي. د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال …

نور... »

له عقدو ډکې څرګندونې ستونزې نه حل کوي

د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس د هېواد د مشرانو او د شهیدانو په اړه له عقدو ډکې څرګندونې د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، چې دغه ډول څرګندونې د هېواد ستونزې نه حل کوي. د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله په خپله اوونیزه وینا کې څرګنده کړه، …

نور... »