عاجل خبرونه

Tag Archives: ملي امنیت

د احمد شاه مسعود د تلین پر هوایي ډزو او ځانمرګي برید کې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

چارواکو ویلي، چې د احمد شاه مسعود د ۱۷ تلین په مناسبت ښار ته د راوتلیو کسانو د ناتاره هوایي ډزو پر لامل ۱۳ کسان ټپیان شوي او دغه راز ځانمرګي ۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو پولیسو ۱۰۰ ناقانونه وسلوال نیولي دي. د سنبلې اتلسمه په قانون …

نور... »

په ننګرهار کې د جلات خان په مشرۍ۱۱ طالب جنګیالي تسلیم شوي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په ننګرهار کې یوولیس طالب جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي او یوولس میله وسله یې حکومت ته تسلیم کړې ده. د یوځای شویو طالب جنګیالیو قومندان جلات خان وايي،  که ولسمشر غني غواړي په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسوي ؛ …

نور... »

په غزني کې ښاري ګارنیزیون جوړ شو

چارواکو ویلي، چې په غزني ښارکې مو له ګارنیزیون جوړولو موخه د امنیت ټینګښت او د ترهګرو او زورواکانو پرضد مبارزه ده. د غزني په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي، د ګارنیزیون د کار له …

نور... »

په ننګرهار پوهنتون کې له داعش سره د اړیکو په تور ۹ کسان نیول شوي

 چارواکو په ډاګه کړې، چې ملي امنیت په ننګرهار پوهنتون کې نهه کسان له داعش سره  د اړیکو په تور نیولي دي. چارواکي وايي، د شنبې پر شپه د داعش یو شمېر پلویان په ننګرهار پوهنتون کې د همدغو شعارونو او د داعش د بیرغونو د ځوړندلو په حال کې …

نور... »

که په څارنوالۍ کې له لس دقیقو ډېر پاتې شم، هېواد به اور واخلي-سید اسحاق ګیلاني

د افغانستان د خلکو د ملي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څه موده وړاندي په اسلام آباد کي یوې ناستې ته ویلي وه، چی هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلی، چي وروسته بیا ملی امنیت د هغه خبرې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللی …

نور... »

میلیوني حرکت به مو د حکومت سقوط او کړکیچ رامنځته کړي- نور

له ترک توکمو سره په لیدنه کې عطامحمد نور ویلي، چې میلیوني حرکت به مو حکومت له سقوط سره مخ او اشرف غني به له ارګه وتلو ته اړ کړي. نوموړی ولسمشر په هېواد کې د کړکېچ په را منځته کیدو تورنوي او خبرداری ورکوي، چې له ارګه به یې …

نور... »

ملې امنیت کوڅه ډبې کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره پر وسلو سمبالوي- نور

د بلخ پخواني والي نن سه شنبه خپلو ملاتړیو ته په ډاګه کړې، چې ملي امنیت یو شمېر کوڅه ډبي کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره وسلوال کوي. زه به د دغو وسلوالو غاښونه پرته له دې ، چې له چا اجازه وغواړم مات کړم.   په تېرو څو …

نور... »

د ملي امنیت له بنده درې ترکان او یو افغان خوشې شول

لویه څارنوالي د افغان ترک د پروګرامونو همغږۍ کوونکی یلماز آیتن، د کابل په مکروریان کې د یوه رستورانت مسوول سامي یاوز او  فاتح او هم د دریو ترکو ښوونکیو له خوشي کیدو خبر ورکړ او وایي، چې دري ترکي ښوونکي به د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وي، چې …

نور... »

په کابل کې د ماین او ځانمرګو واسکتونو کارځی کشف او ویجاړ شو

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په پلازمېنه کابل کې د ماین او ځانمرګو واسکتونو د یوه کارځی له کشف او ویجاړولو خبر ورکړ. د ملي امنیت د څرګندونې له مخې؛ دغه کارځی د طالبانو یوې ترورستي شبکې جوړ کړی و، چې دوه کسه یې له امنیتي ځواکونو سره …

نور... »

په کابل ښار کې د غلو او سړي تښتوونکیو دوه ډلې نیول شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست خبر ورکوي، چې د دې ریاست کارکوونکیو د کابل ښار په اړوند سیمو کې  د غلو او سړي تښتوونکیو دوه ډلې نیولې دي. نیول شوي کسان هر یو؛ د غلو او سړي تښتوونکیو د ډلې مشر محسن، د ډلې مرستیال عبدالقدیر مشهور په خالد ده …

نور... »