عاجل خبرونه

Tag Archives: مسکو

د مسکو په کوربتوب څلور اړخیزې ناستې پر اوربند ټینګار کړی

د راپورونو له مخې، نن په مسکو کې د امریکا، چین، پاکستان او روسیې ترمنځ څلور اړخیزه ناسته ترسره شوه. د دغې ناستې استازیو په مسکو کې د چین، روسیې، امریکا او پاکستان استازیو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو څخه د اوربند غوښتنه وکړه. د دغو هېوادونو …

نور... »

افغان حکومت به د مسکو په ناسته کې ګډون ونکړي

 یوې دولتي سرچینې ویلي؛ د افغانستان استازي به په هغه ناسته کې، چې ټاکل شوې د جمعې پر ورځ د افغانستان په اړه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازیو په حضور کې د مسکو پر کوربتوب جوړیږي، ګډون ونکړي. روسیه د افغانستان سولې په تړاو د څلور اړخیزې …

نور... »

یو طالب پلاوی له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی

رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې دغه طالب پلاوی به چین ایران او د منځنۍ آسیا ځينو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي. د طالبانو او امریکا اوږدې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې؛ نو، ځکه اوس طالبانو د امریکا له سیالانو سره د خبرو لپاره سفرونه پیل کړي دي. راپورونه …

نور... »

په مسکو کې د افغانانو خپلمنځي ناسته پرته له هوکړې ترسره شوه

په مسکو کې د افغانانو دوه ورځنۍ دوه یمه نړیواله خپلمنځي ناسته د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۹) پرته له کومې هوکړې پای ته ورسیده.   د طالبانو او افغان سیاسیونو د دغې ناستې په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، چې په دغو دوه ورځنیو خبرو کې د دواړو خواوو …

نور... »

د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت استازی دی- احمدي

د بهرنیو چارووزارت وایي، د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت په استازیتوب ګډون کوي. په مسکو کې د طالب استازیو او افغان سیاسي څېرو د دوه یمې ناستې له ترسره کیدو سره په یوه وخت بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې افغان سفیر د حکومت …

نور... »

طالبان سولې ته ژمن دي- ملا برادر

د افغانستان د سیاسیونو د پلاوي مشر پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر د مسکو په کوربتوب د افغانستان او روسیې د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په لمنځغونډه ګډون وکړ. د مسکو په کوربتوب دغه ناسته د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي …

نور... »

مسکو له کابل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې کوربتوب کوي

په پام کې ده، چې د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۷) د مسکو او کابل د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د مراسمو په لړ کې د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي. مسکو به په دغه نمانځغونډه کې د طالب استازیو او افغان سیاستوالو د خبرو کوربه …

نور... »

طالب مشران مسکو ته د افغان – روس د اړیکو سلمې کلیزې ته غوښتل شوي

د طالبانو د سیاسي دفتر او مشرانو ځینې غړي مسکو ته د افغانستان – روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې نمانځغونډې ته غوښتل شوي دي. د افغانستان او روسیې د ديپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځنې مراسم د مې میاشتې پر ۲۸ نېټه یعنې درې ورځې وروسته تر …

نور... »

د مسکو درې اړخیزه ناسته د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده

د مسکو د درې اړخیزې ناستې په اعلامیه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو او همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د لومړنۍ هڅې په توګه د اوربند پر اعلام ټینګار شوی دی. د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته د جمعې پر …

نور... »

په مسکو کې نړیواله درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

په مسکو کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پنجشنبې پر ورځ( د غویي ۵، چې د اپریل له ۲۵ سره سمون خوري) د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته تر سره شوه. دغه درې اړخیزه ناسته د افغانستان پر سوله او له طالبانو سره د امریکا …

نور... »

مسکو د م. م له تور نوملړه د طالبانو د ویستو غوښتنه کړې

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال وایي، مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او غواړي، چې ملګري ملتونه دا ډله له خپل تور نوملړ وباسي. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د مسکو ناسته وارزول شوه؛ خو په دې ناسته کې د سولې بهیر …

نور... »

په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازیو دوه ورځنۍغونډه پیل شوه

په مسکو کې د طالب استازیو او افغان سیاستوالو او د ګوندونو د یو شمېر رهبرانو تر منځ غونډه د افغان سولې د سراسري شورا په کوبتوب د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۶ / د فبرورۍ ۵) په درې ساعته ځنډ پیل شوه. د غونډې ګډنوال هیله مند …

نور... »

طالبانو د مسکو په ناسته کې د لس کسیز پلاوي ګډون اعلان کړ

طالبانو په ډاګه کړې، چې د مسکو د سې شنبې په ناسته کې د عباس ستانکزي په ګډون د دوی لس کسیز پلاوي هم ګډون کوي. طالبانو د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۵/ د فبرورۍ ۴) په خپل یو تویت کې څرګنده کړې، چې ټاکل شوې د شېر محمد …

نور... »

د افغان سیاستوالو پلاوي د مسکو غونډې ته چمتوالی ښودلی

د افغان سیاستوالو پلاوي ټینګار کړی، چې د افغانانو تر منځ د خبرو او د یوې نیمې لسیزې له لاسته راوړنو څخه د دفاع لپاره غواړي د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر منلې، چې له یو شمېر سیاستوالو …

نور... »

مسکو له طالبانو سره د افغان جهادي او سیاسي مشرانو ناستې ته زمینه برابره کړې

په کابل کې د روسیې سفارت آریانانیوز ته ویلي، مسکو د طالبانو له استازیو سره د افغان سیاسي مشرانو  کیدونکې ناستې ته زمینه برابره کړې؛ خو د ناستې په اجڼدا او خبرو کې به هیڅ رول ونلري. د افغانستان د سولې لپاره بېلابېلې اجنډاوې تر بحث لاندې دي؛ واشنګتن، مسکو، …

نور... »

زلمي خلیلزاد په مسکو کې د افغانستان پر سوله خبرې کړي

په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له روسي چارواکو سره هم ليدلي دي. تاس خبري آژانس د روسيې د بهرنیو چارو وزارت او په مسکو کې د امریکا د سفارت له وینا ویلي، چې زلمي خلیلزاد او …

نور... »

د امریکا د سولې استازی په کابل کې له خبرو وروسته مسکو ته روان شو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له تمکیدو او د حکومت له چارواکو سره له خبرو وروسته د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۵) له غرمې مخکې کابل ته راورسید او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره له …

نور... »

روسیه باید افغانستان په خپلو سیالیو کې ښکېل نکړي- دسولې عالی شورا

د افغانستان د سولې عالي شورا له مسکو غواړي، چې افغانستان په شخصي، سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې ښکېل نکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي کابلوف ویلي؛ ناتو د افغانستان د ستونزې په حل کې ناکامه شوې ده. د مسکو له غونډې د سولې عالي شورا راستون …

نور... »

فرانسه د فوتبال نړیوال جام ګټونکې شوه

فرانسې  په مسکو ښار کې د فوتبال نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوه پر څلور ګولونو ماته ورکړه، چې له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام خپل کړ. د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دوه یم …

نور... »

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له خپل امریکایي سیال سره له کتنې وروسته ویلي، واشنګتن له مسکو سره د افغانستان په اړه د همکاریو غوښتنه لري؛ خو د امریکا د بندیزونو لګولو سیاست د همکاریو زمینه کمه کړې ده. په وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي …

نور... »