عاجل خبرونه

Tag Archives: لوګر

په لوګر کې د چاودنې له امله د واده ګډونوالو ته مرګ و ‌ژوبله اوښتې

امنیتي سرچینو ویلي، چې د لوګر د محمد آغه ولسوالۍ د یوه کور په واده کې چاودنې څلور تنه وژلي او اووه نور یی ټپيان کړي دي. سرچینه وایي، دا چاودنه د محمد آغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې تېره شپه د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده …

نور... »

په لوګر کې ۵۰ کورنیو ته د شاتو مچیو صندوقونه ووېشل شول

د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په لوګر کې د دغه ریاست لخوا د ۱،۳ میلیون افغانیو پر ارزښت ۵۰ بېوزلو کورنیو ته د شاتو مچۍ ووېشل شوې. د لوګر د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، هرې کورنۍ ته ۲ صندوقه مچۍ او یو شمېر اړوند توکي …

نور... »

په لوګر کې وسلوالو طالبانو یو شمېر ښوونځي تړلي

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درې ورځو راهیسې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي تړلي دي.  د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وايي؛ طالبانو د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو امرینو …

نور... »

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی

ولسمشر غني، چې د کابیني له یو شمېر وزیرانو سره لوګر ته تلی و د ۲۲۰ کیلو ولته  برښنا د پرانستې تر څنګ یې پر وسلوالو طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې د سولې په برخه کې دې زمونږ وړاندیز ومني او د سولې مېز ته دې کیني. ښاغلي …

نور... »

له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام دی- همایون قیومي

د ولسمشر اقتصادي سلاکار له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام بولي او وایي؛ د تخنیکي ظرفیت نشتوالی، مالي او حقوقي ستونزې د دې سبب شوي، چې د دې تړون د عملي کیدو چارې له ستونزو سره مخ شي. د  عینکو مسو کان د هېواد په کچه …

نور... »

په لوګر کي د طالبانو یو قومندان له خپلو درې ملګرو سره وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې تېر ماښام د چرخ ولسوالی په آب جوش سیمه کې د افغان ځواکونو پر هوایي برید د طالبانو یو مشهور قومندان قاري اسماعیل مشهور په میر محمدي له خپلو درې همکارانو سره وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، …

نور... »