Tag Archives: فراه ولایت

په فراه ښار کې طالبانو ۱۲ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

طالبانو د فراه ښار په څندو کې  یوه پوسته نیولې؛ اووه پولیس یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دي. د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب منلې، چې تېره شپه طالبانو ښار ته نږدې پر حیدر قولي پوستې وسلوال برید کړی، چې په کې ۷ پولیس …

نور... »

په فراه کې دوه موتره قاچاقي ماشینونه او ګول سیخ نیول شوي

مسولین وایي، دوه موتره قاچاقي توکي له ګمرکي مالیې ورکولو پرته په قاچاقي توګه له ایران څخه راوړل شوي وه، چې د فراه ښار په نوده سیمه کې ونیول شول. سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا دوه موتره ماشینونه او ګول سیخونه له یوې قاچاقي لارې فراه ته راوړل شوي …

نور... »

په فراه کې ولسمشر غنی د طالبانو له توغندیز برید سره مخ شو

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ نن سهار د ( کب ۱۸) ولسمشر غني، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسیدلی؛ خو په هوایي ډګر کې له رسیدو سره سم له توغندیز برید سره مخ شو. د فراه ولایت یو امنیتي چارواکي ویلي؛ د فراه ولایت پر هوایي …

نور... »

په فراه ولایت کې واورې ښویېدنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د واورې ښویېیدنې له کبله ۳ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، چې د واورې د پرلپسې اورښت او سړې هوا له کبله د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې …

نور... »

له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په فراه کې ۵۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي

د فراه امنیه قومندان وایي، له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په فراه ولایت کې ۳۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۷۹ نور تپیان دي. د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي په فراه ولایت کې د امنیتي حالاتو د ارزونې تر څنګ په یوه جوړه شوې ناسته کې څرګنده کړه؛ …

نور... »

طالبانو په فراه ښار کې د نجونو یوه لیسه سوځولې- ولایتي شورا

د فراه ولایتي شورا مرستیال نن له غرمې مخکې په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په فراه ښار کې د نجونو یو ښوونځی الوځولی؛ خو طالبانو دا عمل غندلی دی. د فراه ولایتي شورا مرستیال دا هم ویلي، چې طالبانو لومړی د فراه ښار د ګنهکان اړوند د …

نور... »

په فراه کې د یوې پوستې د سقوط پرمهال ۹ سرتېري وژل شوي

د فراه ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې په دغه ولایت کې د یوې پوستې د سقوط پرمهال د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا رییس خیر محمد نورزایي زیاته کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ د آب خرما په اړوند سیمه …

نور... »

په فراه کې طالبانو ۲۲ پوله ساتي سرتېري وژلي او ۲۰ نور نیول شوي

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې طالبانو دوه ویشت پوله ساتي سرتېري وژلي او شاوخوا شل نور یې ژوندي نیولي دي. د سې شنبې پر شپه ( د لړم ۱۴) ماښام مهال طالبانو د پوله ساتو سرتېرو پر پوستې حمله کړې، چې په کې دوه ویشت …

نور... »

طالبانو په فراه کې د چورلکې د مړیو پر سر د پیسو اخيستل رد کړل

طالبانو ويلي، په فراه کې د چورلکې د لویدو د پېښې د قربانیانو د جسدونو په بدل کې د پیسو د غوښتنې خبر حقیقت نلري او دوی هیڅکله داسې غوښتنه نده کړې. د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په انار دره کې د چورلکې …

نور... »

د راغورزیدلې چورلکې مړي د پېښې له ځایه فراه ښار ته ندي رالیږدول شوي

د فراه ولایتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د تېرې ورځې د راغورزیدلې چورلکې مړي تر دې دمه د پېښې له ځایه فراه ښار ته رالیږدول شوي ندي. د فراه والي ویاند ناصر مهري ویلي، چې د فراه ولایت د انار درې …

نور... »

په فراه کې ۲۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فراه ولایت پر لویه لار د ناتو او افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې څه نا څه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د فراه امنیتي ځواکونه وسلوالو طالبانو ته له درندو تلفاتو او د هغو د نقلیه وسایطو له ویجاړیدو خبر …

نور... »

وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر مرکزي سیمو بیا برید کړی

وسلوالو طالبانو تېره شپه یوولس نیمې بجې یو ځل بیا له دوه خواوو د فراه ولایت پر مرکز سیمو بریدونه پیل کړل. ویل کیږي، چې دا نښته د پنجشنې د سهار تر شپږ بجو روانه وه.   د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو د دغه ولایت …

نور... »